کور / تازه خبرونه / روزګان:افغانانو ته د امنيت سپارلو لومړنۍ خبري پيل سوې

روزګان:افغانانو ته د امنيت سپارلو لومړنۍ خبري پيل سوې

افغان امنیتی ځواکونو ته د بهرینو ځواکونوڅخه د مسولیت د لیږد د پروسی مسؤل ډاکتر اشرف غنی احمدزی ارزګان ولایت ته ددفاع ، کورنیوچارو وزارتونو او دملی امنیت د ریاست د لوړپوړو چارواکو په کډون سفر وکړ.
 
ارزګان ولایت ته د ډاکتر اشرف غنی احمدزی د سفر موخه دا وه ترڅو په ارزګان ولایت کی امنیتی وضعیت له نیږدی وګوری ترڅو دغه ولایت د امنیتی مسولیت د لیږد په دریم پړاو افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل شوی وی  .
 
احمدزی د خپل سفر په ترځ کی په ارزګان ولایت کی ددغه ولایت د والی محمد عمر شیرزاد په کاری دفترکی د ارزګان ولایت د امینه قومندانی له قومندان جنرال مطیع الله خان ، په ارزګان ولایت کی د ملی اردو د ځواکونو د څلورمی پلی لوا له قومندان جنرال ظفر او د ۲۰۵ اتل قولوردو له قومندان جنرال حمید او د ارزګان ولایت د ملی امینیت دریاست د مرستیال داد مولا،  سره د ارزګان ولایت په اوسنی امنیتی وضعیت ، خبری وکړې.
 
ارزګان والی محمد عمر شیرزاد وویل په ارزګان ولایت کی زموږ ځواکونه اوس ددی وړتیا لری چی د ارزګان ولایت کی امنیتی مسولیت په خپله غاړه واخلی .
 
ښاغلی شیرزاد زیاته کړه د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالی کی د امنیت په رامنځ ته کیدو سره اوس موږ په دی هڅه کی یو چی په ټولو ولسوالیو کی ښه حکومت داری ، اوبیا رغونه رامنځ ته کړو ترڅو مو د رامنځ ته شوی امنیت ساحه نوره هم پراخه شوی وی او د خلکو بارو په حکومت ډیر شوی وی.
د والی محمد عمری شیرزاد په خبره چی په ارزګان ولایت کی ولسوالیوته اکثریت غزیدلی سړکونه خلاص شویدی ، د چنارتو او د شهید حساس ولسوالیو لاری خلاصی شوی او اوس عام وکړی او دولتی مامورین کولی شی چی په اسانی سره په نوموړی لاره باندی تک او راتک وکړی.
د ارزګان ولایت امنیت اوس ، د هلمند ، کندهار او زابل  ولایتونو په پرتله ډیر ښه شوی دی
د ارزګان ولایت ، خلګ له حکومت سره همکاره دی.
د ښه حکومت داری په برخه کی ښاغلی شیرزاد زیاته کړه په تیر کال کی په ارزګان ولایت کی ۶۵٪ بستونه خالی وو په کلیدی بستونوکی بیسواده او غیری مسلکی خلګ په دندو ګمارل شوی وو ، د ټولو ولسوالیو ولسوالان بیسواده وو ،
دا مهال د ارزګان ولایت په مهمو کلیدی ریاستونو کی مسلکی او وړکسان په دندو کمارل شوی چی د لسانس او ماستری ترکچی یی زده کړی کړی دی ، ټولو ولسوالیوته باسواده ولسوالان استول شوی او ټولو ته می دنده سپارلی چی دخپلو اړونده ادارو لپاره مسلکی او وړکسان پیداکړی ترڅو په دی برخه کی ستونزه حل شوی وی
 
د بیا رغونی په برخه کی په راوان کال کی ښی لاس ته راوړنی لرو ، د چوری سړک په پاخه او اساسی ډول رغول شوی ، د میدان هوایی رن وی تکمیل شوی ،ددهراود جادی څخه بیا تر میدانی هوایی پوری غزیدلی سړک په پاخه اواساسی ډول جوړ شوی په ګیزاب او شهید حساس ولسوالیوکی د ملی پیستون پروګرام شروع شوی


د۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د ښوونی او روزنی ، او صحت په برخه کی ځانګړی پروژی چی په څلورو کلونو کی به پلی شی


په ترڅ کی به یی ۲۰ بابه ښوونځی او ۱۰ بابه کلینیکونه چی ۵ بابه به یی سیار وی جوړکړل شی ،


د استادانو د مسلکی کولو په برخه کی ۴۰ تنه زده کوونکی د عالی دارلمعلمین د لوستلولپاره مرکز کابل ته استول شوی دی،


د ښځینه ډاکترانو نشتوالی په مرکز او ولسوالیو کی د مور او ماشوم ژوند له کواښ سره مخ کړی او دی ته ورته نوری ستونزی شته دی چی حل کولو ته یی لا ډیر کار ته اړتیا شته دی.


په ارزګان ولایت کی امنیتی مسولینو هم په دی خبرباندی ټینګار وکړچی موږ په دریم پړاو کی دی ته اماده یو چی امنیتی مسولیت په غاړه واخلو ولی مخکی له دی چی امنیتی مسولیت موږ ته راوسپارل شی باید چی د ارزګان ولایت امنیتی ځواکونوته پوره تجهیزات وکړل شی ترڅو په دی برخه کی له کومی ستونزی سره مخ شوی نه یو.


افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی مسولیت د لیږد د پروسی مسول داکتر اشرف غنی احمدزی وویل چی زه په دی خوش یم چی د ارزګان ولایت امنیت د پوره ډاډ وړ دی او امنیتی ځواکونه ددی وړتیا لری چی له بهرنیو ځواکونو څخه امنیتی مسولیتونه دیو ته انتقال شی ،خو مخکی له دی چی په دریم پرړاو کی ارزګا ولایت د ځینو سیمو امنیتی مسولیت افغان ځواکونو ته وسپارل ټولی هغه تخنیکی ستونزی چی ددغی پروسی مخی ته شته دی لیرکړل شي.


ښاغلی احمدزی په ارزګان ولایت کی ددغه ولایت د ملکی ادارو د ټولو ریاستونو له ریسانو ولسوالانو، علماو ، قومی مشرانو ، د ولایتی شورای له غړو ، ځوانانو، او ښځو سره په ارزګان ولایت کی د امنیتی مسولیت د لیږد د پروسی د اماده ګی لپاره سلا مشوری دخپل دغه یو ورځنی سفر په ترڅ کی وکړی