کور / علمي / د ښاغلي يوسفزي پاړسي – پښتو قاموس ته يوه ځغلنده کتنه

د ښاغلي يوسفزي پاړسي – پښتو قاموس ته يوه ځغلنده کتنه


دليکوال يادښت: څو ورځي مخکي يوه ويښ او زيارکښ افغان – ښاغلي انجينير تېمورشاه يوسفزي له هراته د يوه ايميل يا برېښنا ليک په ترڅ کي د خپل « فارسي- پښتو قاموس » د نقداو شنني غوښتنه وکړه . په دې چي نقد او شننه زما تر صلاحيت لوړ کار ؤ، په جواب کي مي تر عُذر غوښتولو وروسته، يوازي « د نوي قاموس ليکني مېتودلوژۍ ته يوه کتنه » ور واستوله . دوې – درې ورځي وروسته يې بل ايميل را ولېږئ؛ او په ټينگار سره یې بيا خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړې وه . د ښاغلي يوسفزي ناز مي پر مځکه نسوای غورځولای، ځکه مي نو دغه لنډه ليکنه د ناچارۍ له مخي له ده او نورو ځوانو قاموس ليکوونکو سره د خپلو ماتو گوډو نظريو او مشورو د شريکولو په هيله وکړه . خداي دي وکي، چي په لوستلو و ارزي .



د نړۍ ژبي د سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي دلايلو له مخي يوله بله نيژدې اوټينگې اړېکي لري . پښتو ژبه هم د همدغو ځانگړتياوو او دلايلو پر اساس له پاړسي، عربي او ځينو هندي الاصله ژبو، په تېره بيا اوردوسره ژور او مزبوت تاريخي روابط لري . دې ژورو او څو اړخيزو اړېکو د نورو فرهنگي راکړو ورکړو په لړ کي د ژبنييو قاموسو او لغتنامو د ليکلو او تأليف اړتيا هم منځ ته راوړه . پښتنو ژبپوهانو، اديبانو او شاعرانو هم د همدې ادبی او فرهنگي اړتيا د پوره کولو دپاره له ډېرو اوږدو کلو راهيسي د پښتو، پاړسي، عربي، اوردو او انگرېزي ژبي د دوو ژبيزو يا څو ژبيزو قاموسو او درسي کتابو و تأليف او ترجمې ته ملاوي وتړلې؛ او تر اوسه پوري په ډېره مينه او ولوله دا علمي –  فرهنگي بهير پر مخ بيايي .له نېکه مرغه په پښتو ژبه د دغه راز  فرهنگو ، لغتنامو او نورو ژبنيیو اثارو شمېر تر انده پاس دئ، چي حتا د ټولو د نومو يادونه هم د يوې مقالې تر حوصلې وتلې خبره ده . په دې خاطر نو دلته يوازي د هغو مالومو پښتو- پاړسي او پاړسي – پښتو قاموسو لنډه يادونه کوو، چي د پښتو قاموس ليکني په پرمختيايي او بشپړتيايي بهير کې( کي يې) لو( لويه) او ارزښتناکه برخه اخيستې ده .


د تر لاسه سوو مالوماتو له مخي « رياض المحبت » د پښتو- پاړسي هغه لومړنۍ فرهنگ دئ، چي د هندوستان په روهيلکنډ کي د پښتنود نوميالي واکمن –  حافظ رحمت خان بړېڅ ( ۱۱۲۰هـ ق/ ۱۷۰۸ع – ۱۱۸۸هـ ق/ ۱۷۷۴ع) د زوی – نواب محبت خان بړېڅ ( ۱۱۶۴هـ ق/ ۱۷۵۰ع – ۱۲۲۳هـ ق/ ۱۸۰۹ع) تأليف دئ؛ او په (۱۲۲۱هـ ق/ ۱۸۰۶ع) کال کي بشپړ سوئ دئ . نواب محبت خان بړېڅ په پاړسي، عربي او سنسکريت ژبو کي د خپل وخت لوی استاد ؤ. په پښتو، پاړسي او اوردو ژبو شعري ديوانونه لري . « اسرار محبت » او « آمدنامه » هم دهغه له اثارو څخه دي ( حبيبي، لوی احمدشاه بابا ۱۱۶ – ۱۱۷) .


له پاړسي، عربي او هندي ټکو سره د پښتو دوهم گډ قاموس « عجايب اللغات » نومېږي، چي په ( ۱۲۲۴هـ ق/ ۱۸۰۸ع) کال د حافظ رحمت خان بړېڅ د بل زوی – نواب الله يار خان بړېڅ (۱۷۵۱ – ۱۸۳۲ع) له خوا ليکل سوئ دئ . د پښتو- پاړسي د دې قاموسو قلمي نسخې د برټيش کتابتون د اسيايي او افريقايي څېړنو په مرکز او د هندوستان په بېلابېلو اختصاصي کتابخانو کي خوندي دي .


دا چي د پښتو لومړني فرهنگونه د روهيلکنډ ددوو بړېڅ نوابانو له خوا ليکل سوي دي، بې ځايه نه ده، چي دلته د هغو د زړور او منور پلار د ژوند او علمي کارنامو په باب هم څو لنډ ټکي بيان کو.


د نواب محبت خان او نواب الله یار خان پلار –  حافظ الملک حافظ رحمت خان بړېڅ د شاه عالم خان زوی دئ، چي لوی نيکه ( شهاب الدين) يې د کندهار له ښوراوکه تللئ؛ او په اټک او لنگرکوټ کي مېشت سوئ ؤ . د توري او قلم دا نوميالی واکمن د احمد شاه بابا له ډېرو وفادارو او تېرونو ملگرو څخه ؤ. حافظ رحمت خان پر مړاني او زړورتياسربېره عالِم، فاضل او مُدبر شخصيت هم ؤ.  په پښتو ژبه کي د ديوان څښتن دئ . « خلاصة الانساب » او « تواريخ رحمت خاني » يې نور اثار دي ( د بشپړ مالومات دپاره وگورئ : حبيبي، لوی احمدشاه بابا ۱۱۱- ۱۱۲) .


تر « رياض المحبت » او « عجايب اللغات » ښايسته اوږده کلونه وروسته په ( ۱۳۱۶ش) کال دارواښاد وزير محــمد گل خان (۱۲۶۳- ۱۳۴۳ش) پښتو- پاړسي قاموس، په کابل کي خپور سو، چي «پښتو سيند» نومېږي . ورپسې ارواښاد لعل محمد کاکړ او لوی استاد – علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع) په ( ۱۳۱۸ش) کال کي له خورا پراخي او مغتنمي سريزي سره، په کندهار کي د « سپېڅلي پښتو» په نامه خپل پاړسي – پښتو قاموس خپور کئ .


پښتو ټولني په ( ۱۳۳۰ش) کي د پښتو- پاړسي بل قاموس په دوو ټوکو کي را وايستئ، چي د مخکنيیو قاموس له تجربو څخه يې پراخه گټه اخيستې وه. تر هغه وروسته په ( ۱۳۳۵ – ۱۳۳۶ش) کلوکي ارواښاد عبدالله افغاني نويس ( په۱۲۷۶ش/ ۱۸۹۷ ع کي زېږېدلــــئ)په درو ټوکو کي خپل « افغان قاموس » چاپ کئ، چي ډېره برخه عربي او څه برخه پاړسي ټکي پکښي را ټول سوي دي؛ اوپه دوو جلا ستونو کې د دواړو ژبو( پاړسي او پښتو) ماناوي اوډل سوي دي .« لغات عاميانۀ فارسی افغانستان » دارواښاد افغاني نويس بل قاموس دئ، چي د پاړسي ژبي و عاميانه ټکوته ځانگړی سوئ دئ . تر « افغان قاموس » وروسته په ( ۱۳۳۹ش) کال د پښتو ټولني له خوا دارواښاد عبدالله شاه بدخشي( ۱۲۹۰- ۱۳۲۴ش) لهجه يي قاموس چاپ سو، چي « د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس » نومېږي؛ اوپه اول ټوک کې د اشکاشمي، شغني، سنگليچي، واخي، مُنجي، پاړسي او پښتو ژبو ټکي را غونډ سوي دي؛ خو د دوهم ټوک څرک يې لا تر اوسه چيري نه دئ ليدل سوئ . دغو او ډېرو نورو قاموس ليکوونکو د خپل وخت له شرايطو او ايجاباتو سره سم، د پښتو او پاړسي ژبي د زده کړي او رواجولو په لار کي تلپاته خدمتونه کړي دي، چي هيڅکله به د دې هيوادد ادبي او علمي تاريخ له حافظې هېر نسي .


د وياړ او خوښۍ ځای دئ، چي نن ځوان قاموس ليکوونکي –  ښاغلي انجینير تيمورشاه يوسفزي هم د « فارسي  پښتو قاموس » په ليکلو سره، په دې ستر او ارزښتاک علمي-  تحقيقي بهير ځان ورگډ کړ. هوډ دې غښتلی او همت دې لا لوړ يي (وي)! له  نوو اوگټور بدلونو سره د قاموس ليکني ستونزمن خو په زړه پوري او گټور بهير ته د ښاغلي يوسفزي ورگډېدل، يو پلا بيا د هغو کسانو پر کاږه استدلال او ناسمو ادعاوو د بطلان کرښه کاږي، چي په ژبپوهنه، لغتپوهنه او داسي نورو علومو کي څه ويل يا څه ليکل، يوازي د تش په نامه اکاډيميکو پرپړو د خاوندانو حق گڼي؛ حال داچي له خپلي ملي ژبي سره مينه او له دې لاري د هيواد د فرهنگي پرمختگ او ملي يووالي او پيوستون په هيله گامونه پورته کول، ټول هغه څه دي، چي په ژبپوهنه، لغتپوهنه، متن پوهنه، لهجه پوهنه او داسي نورو علمي څانگو کي د پوهنتونو و ډيپلومو ته اړيتا نه لري . که په قاموس ليکنه او نورو علمي –  ادبي برخو کي د پوهنتوني پرپړو او قوالو په تمه ناست وای، اوس به د پښتو ادب  په تاريخ کي د دې گوتو په شمېر اثارو څرک هم نه وای . له بلي خوا که زموږ اوسنييو مسلکي ژبپوهانو او لغتپوهانو د خپل مسلکي رسالت او مسووليت له مخي په دې برخه کي قلم چلولئ وای؛ د خلگو ورځنۍ ستونزي او مشکلات يې ليري کړي وای، بيا به ښاغلي يوسفزي او ما غوندي بې ډيپلومه کسانو ته، د دوی په باور، د بې ځايه خولو تويولو هيڅ اړتيا نه وای . د همدې دليل له مخي د ځوان مؤلف –  ښاغلي يوسفزي علمي او تحقيقي کوښښونه د ډېري ستايني او قدردانۍ وړ دي .


انجينير تيمورشاه يوسفزي په خپل علمي او ادبي ذوق، لوړ استعداد، نه ستړي کېدونکي زيار او کوښښ سره زباد کړې ده، چي کولای سي د پښتو قاموس ليکني په اوسني علمي او پرمختللي بهير کي، په زړه پوري ونډه واخلي . د وطن دې دراک او تپاند ځوان ته بايد د دې لوی او ارزښتناک علمي او فرهنگي وياړ له امله، د زړه له کومي مبارکي و وايو.  البته، د علمي اثارو، په تېره بيا علمي- تحقيقي قاموسو ليکنه او تأليف په واقعيت کي د يوه يا دوو ليکوالو کار نه دئ؛ ځکه قاموسونه د ژبي له بېلابېلو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو سره سروکار لري، چي هغه هم په خپل وار د هري ورځي په تېرېدو سره، له رنگارنگ بدلونو او تحولاتو سره مخامخ دي . د نوو او پرمختللو لارو چارو په مرسته د ژبي د دغه راز بدلونو او تغيیراتو پرله پسې څېړنه او شننه د دې علمي څانگي له مهمو او اساسي اړتياوو څخه شمېرل کيږي . دا ټولي خبري د نورو علومو په شان، په قاموس ليکنه کي د پرله پسې او نه ستړي کېدونکي کار غوښتنه کيي . د ښاغلي يوسفزي د « فارسي –  پښتو قاموس » د لا بشپړتيا او د هيواد د قاموس ليکني په  چټک بهير کي د خپلي ونډي او پور د څه ناڅه ادايني دپاره دادئ، هغو ټکو ته لنډه اشاره کوم، چي رعايت يې د نوي او علمي قاموس ليکني په کار کي بې گټي نه دئ .


  د فونيټيکو تورو او نخښو په مرسته د را ټولو سوو ټکو ټرانسکريپشن د اوسنييو قاموسو له خورا مهمو او گټورو ځانگړتياوو څخه گڼل کيږي؛ خوپه دغه راز تورو او نخښوکي بېلوالي او څو رنگۍ د قاموسو و لوستونکو ته لوی جنجال او سرخوږی پېښ کړئ دئ . د ښاغلي يوسفزي په قاموس کي د فونيټيکو تورو او نخښو د تشريح دپاره د مثالو وړاندي کول، ډېر په زړه پوري او معقول کار دئ . سره له دې هم د فونيټيکي الفبې په برخه کي بايد تر خپله وسه کوښښ وسي، چي د فونيټيکي الفبې توري او نخښي تر ممکنه حده د افغانستان د علومو اکاډيمۍ يا نورو علمي مؤسسو له منل سوو تورو او نخښو سره نيژدې والی ولري؛مثلاً :


مجهول يا اوږد واو: (o) : گور= Gor


معروف ( څرگند يا لنډ) واو په پښتو کي :  (ū) نور( روڼا/ رڼا، روښنايي)= nūr


معروف واو په پاړسي کي : موش (mūš)


نرم يا ساده واو په پاړسي او پښتو کي : (w) وردگ = Wardag


پاړسي پېښ يا پښتو واو: (u) اُستاد= ustᾱ́d


مجهوله يا اوږده ياء) يای کشيده):(e) شير ( اسد، غضنفر، زمری) šer=


په پښتو کي معروفه ( څرگنده يا لنډه ) ياء : (i) اسير= asir


په پاړسي کي زېر يا کسره : (i) اِمروز= imroz


سربېره پر دې، په دې قاموس کي و غين او عربي قاف دواړو ته يوه نخښه )ʮ( ټاکل سوې ده . عربي قاف هم د ايرانيانو او هراتيانو د تلفظ له مخي ثبت سوئ دئ . دا کار په افغاني قاموس کي ستونزي او مشکلات پېښيي؛ ځکه په افغانستان کي ځيني پاړسي وانان عربي قاف د عربانو په څېر وايي، چي د هغه دپاره (q) مناسب توری دئ؛ حال دا چي ځيني ايراني الاصله پاړسي وانان او هراتيان عربي قاف د غين په بڼه وايي . په پښتو کي د عربي قاف دپاره (k) او (q) دواړه مناسب گڼل کيږي . په دې چي ځيني يې د « ک » او ځيني نور يې د عربي« ق » په بڼه وايي . د افغانستان د علومو اکاډيمي د غين دپاره داسي نخښه کاريي، چي د انگرېزي جي(g) پر سر زموږ د اوو له يوه کوچني عدد سره ورته والی لري :(ǧ)


په دې قاموس کي د جيم دپاره له j) + پر سر اووه) نخښي څخه استفاده سوې ده، چي په پښتو فونټيکو نخښو کي د (ځ) دپاره کاريږي .که دتوحيد او همرنگۍ په خاطر دا نخښه په (j) واوړي، لوستونکو ته بې اساني ډېره سي . په قاموس کي د واو دپاره د (v) استعمالول هم يوازي د ايراني تلفظ استازيتوب کولای سي .که په ځير سره وگورو، د افغانستان ټول دري ژبي خلگ واو د ايرانيانو په شان د انگرېزي (v) په بڼه نه، بلکي د انگرېزي (w) په ډول وايي . افغاني پاړسي ژبي خلگ هيڅکله وصف، مېوه او داسي نور د (vasf)، (mev́ǝ) په بڼه نه، بلکي د (wǝsf)، (meẃǝ) په ډول يې وايي . د ايراني او افغاني پاړسي تر منځ د بې شماره ټکو په وينگ کي لوی توپيرونه سته، چي قاموس ليکوونکي يې بايد په دقت تشخيص او تثبيت کي . دلته د « مشت نمونۀ خروار » په دود د څو بولگو او مثالو يادونه کوو، چي تلفظ يې په ايراني او افغاني پاړسي( دري) کي فرق لري :


ايراني پاړسي : بُدو(būdo)،پاشو(pᾱ́šo)، پِدر(pidar) تُوبيخ (tubix)دُولت (dulát)، عَراق )ǧ (Arᾱ́، غَذاǝzᾱ́)ǧ (گمان (gamᾱ́n)، سير(sir) ( په معروفه ياء، هغه چا چي پوره خواړه خوړلي يي، موړ) ، شير(šir) (په معروفه ياء، زمری) او داسي نور.


افغاني پاړسي( دري):  بِدو(bidǝw)،پَشو(pǝšo)، پَدر(pǝdár)، تَوبيخ (tǝubix)، دَولت (dawlát)، عِراق )ǧ (Irᾱ́q/Irᾱ، غِذاizᾱ́)ǧ (گُمان (gūmᾱ́n) ، سېر(ser) ( په مجهوله يا اوږده ياء، هغه چا چي پوره خواړه خوړلي يي، موړ) شېر(šer) ( په مجهوله ياء، زمری) او داسي نور.


لغتپوهنه موږ ته را ښيي، چي له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته د کليمو په تلو را تلو کي ډول ډول سيمانټيکي، مورفالوژيکي او فينالوژيکي بدلونونه پېښيږي . قاموس ليکوونکی بايد د کليمو د تلفظ ښوولو دپاره همېشه د هغو خلگو تلفظ په پام کي ونيسي، چي له قاموس څخه کار اخلي . البته، په بېلابېلو لهجو کي د ځينو ټکو د مغيره تلفظو ثبتول هم پر خپل ځای ډېر گټور کار دئ؛ لکه : سابقاً


سابيقن (sᾱ́bíqán): د افغانستان د زياترو دري ژبو تلفظ.


سابيغن(sᾱ́bíǧán) : د هراتيانو، دافغانستان د ايراني الاصلوپاړسي ژبو او ايرانيانو تلفظ.


ايرانيان غيرملفوظه هې (هـ)، چي په حقيقت نه تلفظ کيږي، د مجهولي « ی » په بڼه وايي؛ لکه : مردې، زندې، شغلې، فريدې او داسي نور. له دې اسيته دغه راز ټکو ته په خپلو فونيټيکو تورو کي د (h) توری هم ور زياتيي؛ حال داچي په مرده، زنده، شغله، فريده او داسي نورو ټکوکي غيرملفوظه هې(هـ) اصلاً هيڅ ږغ نه لري . په دغه راز ټکو کي وروستی ږغ په واقعيت کي هغه زورکی دئ، چي تر غيرملفوظي (هـ) مخکي راځي . د دې استدلال له مخي د زورکي دپاره تقريباً په ټولو فونيټکو الفباووکي د انگرېزي سرچپه يي(ǝ) نخښه کاريږي . که د دې قاموس په راتلونکي چاپ کي هم د زورکي دپاره له دغي نخښي څخه کار واخيستل سي، له نورو پښتو قاموسو سره به د فونيټيکو نخښو د توحيد او همرنگۍ په برخه کي مرسته وکي .


  د دې دپاره چي لوستونکي د راغونډو سوو قاموسي سرټکو (headwords)گرامري نوعيت او جوړښت وپېژني، په اوسنييو قاموسوکي د کلام د اجزاوو( اسم، ضمير، فعل، صفت، قيد  او داسي نورو) او ځينو نورو گرامري خصوصياتو لکه ( مذکر، مؤنث، مخنث، مفرد، جمع، فاعل، مفعول او داسي نورو) د پېژندني په باب لنډ مالومات وړاندي کيږي . هيله من يم ښاغلی يوسفزی هم د خپل قاموس په بل چاپ کي، د مخففو نخښو په بڼه، د راغونډو سوو سرټکو د نوعيت او ځينو نورو گرامري ځانگړتياووپه باب مالومات هېر نه کي .


 د ځينوعربي، تورکي او اوروپايي ټکو د پېژندني دپاره د مخففو نخښوکارول د دې قاموس له لويو ښېگڼو څخه گڼل کيږي . د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو- پښتو تشريحي قاموس پر خپل ټول علمي او تحقيقي ارزښت سربېره، دې اړخ ته هيڅ پام نه دئ کړئ . ښاغلی يوسفزی بايد تر دې وروسته کرار کرار د قاموسي سرټکو د ريښې ښوولو پر مسأله هم غوَر وکي؛ مثلاً وښيي، چي د عربي ژبي « صندل » په حقيقت کي د سنسکريت ژبي له « چندن » څخه اخيستل سوئ دئ يا په دري او پښتو کي مستعمله کليمه « کيچري/کيچړی » اصلاً د هندي ژبي له « کهچړي » څخه اخيستل سوې ده او داسي نور . که د قاموس ليکني په کار کي له سړې سينې، تحقيق او پلټني څخه کار واخيستل سي، د راغونډو سوو ټکو د ايتيمولوژيکي اړخو ښوول هم څه گران کار نه دئ .


  د ښاغلي يوسفزي د پاړسي- پښتو فرهنگ زياتره برخه پر نوو ټکو( نيولوجيزم) ولاړه ده . په قاموسوکي د نوو ټکو ثبتول ډېره جنجالي مسأله ده؛ ځکه د دغه راز نوو ټکو ډېره برخه د څوگوتوپه شمېرکسانو د ذهن زېږنده ده؛ له دې کبله په ډېرو مواردو کي پر ژبپوهانو، لغتپوهانو او متن پوهانو سربېره د عامو خلگو ملاتړ هم له ځانه سره نه لري . په بله وينا، دغه راز ټکي د اسانۍ، سادگۍ، پوخوالي، خوږوالي او عاموالي تر ازموينو بريالي نه راوزي . زما په قاصر نظر، په افغاني قاموسو کي بايد د نوو ټکو د راټولو او ثبتولو په کار کي منځنۍ لار غوره سي . له منځنۍ لاري څخه مي مقصد دا دئ، چي يوازي هغه نوي ټکي بايد د ژبي په عمومي او معياري قاموسوکي ثبت سي، چي لغتپوهانو، ژبپوهانو او عامو خلگو په ورځني ژوندکي منلي يي؛ ځکه پوهېږو، چي په قاموسوکي د هر راز نوو ټکو ثبتول د ژبي له بې خونده کولو، پردۍ کولو او ورانولو سره مرسته کيي . بالعکس د نوو ټکو له راغونډولو څخه يومخيزه نټه هم د قاموس ليکني له طبيعت سره اړخ نه لگيي؛ ځکه قاموسونه بايد تل د ژبي له نوو بدلونو او پرمختگو سره جوخت د هغو نوو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو و راټولو او تشريح کولو ته هم ځای ورکي، چي خلگ يې د خپل ورځني ژوند په بېلابېلو برخوکي کاريي .


 په قاموسوکي بايد د راغونډو سوو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو د مانا او تشريح دپاره تل ساده، اسانه او روښانه ژبه استعمال سي؛ ځکه د نااشنا، نامأنوسو او خودساخته ټکوپه مرسته د قاموسي سرټکو مانا په خپله هم د معما بڼه اخلي . د معما د جوابولو دپاره بايد هيڅکله له معما څخه کار وانخيستل سي . پېچلي تعريفونه او نا اشنا ماناوي هيڅکله د لوستونکو مشکل نه حليي؛ له دې سَوَبه اړ وزي، چي د خپلي ورپېښي ستونزي د حلولو دپاره ونورو فرهنگوته مخ ونيسي . د « سازمان خيريه » دپاره د « ښېگڼيز سازمان » ترجمه سمه نه ده . هيڅوک « ښېگڼيز » نه وايي . دا کليمه په ويلو کي ډېر ثقلت او گراني پېښيي . له دې اسيته يې بايد له استعماله ډډه وسي . پر ځای يې « خيريه ټولنه »، « د خير ټولنه »، « د ښېگڼي ټولنه » او داسي نور عبارتونه اسانه، خوندور او په زړه پوري دي . موږ ټولو « کڅ » اروېدلئ دئ؛ خو« کڅيز » هيڅوک نه پېژنو. موږ په پښتوکي زياتره اوباز( آب باز) او کله کله لامبوزن کاروو؛ خو« لامبوگر» مو هيڅکله نه دئ اروېدلئ . ښايي نه يوازي ما، بلکي هيڅ بل پښتانه هم نه يي اروېدلئ . موږ له بابا آدمه تر دې دمه « بزگر » وايو، چي اوږده آريايي ريښه لري . تر « بزگر» وروسته « دهقان » هم د تاريخي بدلونو په لړ کي له پېړيیو پېړييو راهيسي وپښتني چاپېر ته لار موندلې ده . اوس ځيني پښتانه « بزگر » او ځيني نور« دهقان » وايي . دا دوه ټکي اوس زموږ د لغوي زېرمي اصلي او نه جلاکېدونکې برخه ده .کله چي له پېړييو پېړيیوراهيسي« بزگر » او « دهقان » لرو، بيا نو« کرگر» جوړولو ته څه اړتيا وه؟  خلگ نه « لامبوگر» مني او نه « کرگر» ځکه دا دواړي کليمې د خلگو د اړتيا له مخي نه ، بلکي د سوچه پالني د ناوړه او ورانوونکي ناروغۍ د ارضاپه مقصد جوړي سوي دي . قاموس ليکوونکی بايد هيڅکله د نيولوجيستانو او پيوريستانو د ناوړو بدعتو او کړنو پېښې ونه کي .


دقاموس ليکوونکي مسووليت او رسالت د یوې ژبي د لغوي زيرمي را ټولول؛ او په ساده او اسانه ژبه مانا کول  دي او بس . بايد په دې روښانه حقيقت سر ښه خلاص کو، هر څونه چي خپل جعلي ټکي د خلگو په سپېڅلې او خوږه ژبه گډوو، په هغونه اندازه خلگ له خپلي خوږې او سپېڅلي ژبي څخه پردي کوو؛ او نورو ژبو تې( ته يې) د تښتولو لاري او وسيلې برابروو. پښتون ژورناليست، ليکوال، څېړونکی، ژبپوه او قاموس ليکوونکی بايد هیڅکله په ژبه کي داسي لاسوهني و نه کي، چي خلگ له پښتو ليک – لوست څخه خواتوری کي . موږ ټول شاهدان يو، چي نن سبا په پښتو کي د « يز » شاوندی يا پسوند خورا په پېخر کاريږي . لغت جوړونکو که د هري نوي کليمې د وروستۍ برخي دپاره بل څه پيدا نه کړه، بيا نو هرومرو « يز » ورستاړی ور سره تړي؛ او له دې لاري د چا خبره د پښتو نوي ټکي جوړيي؛ خو واقعيت دا دئ، چي له هر ټکي سره د « يز » حق و ناحق تړل، پښتو ژبي ته جعلي او غيرطبيعي بڼه ورکيي . خلگ جعلي او تپل سوي شيان نه مني .که د « اجتماعي » دپاره په پښتو کي د « ټولنيز» کليمه جوړه سوې ده، دا سمه او سهي خبره ده؛ ځکه اجتماعي او ټولنيز دواړه صفتونه (adjectives) دي ؛ او دواړه ټکي د مانا او گرامري نوعيت په لحاظ ورته والی او همرنگي لري؛ مگر د پاړسي پيشنهاد ( پيش + نهاد) دپاره د (وړاند+ يز) کليمه په گرامري لحاظ څه نوعيت لري؟ که پښتو« وړاند» د پاړسي  پيش ( په ځينو حالاتو کي قيد او په ځينو حالاتو کي پريپوزيشن) معادل وگڼو، ايا پښتو « يز» د پاړسي  نهاد( د نهادن له مصدر څخه ماضي فعل) معادل کېدای سي؟ « نهاد » چيري او « يز» چيري؟ ايا « يز» څه مالگه يا دارو دي، چي په هر دېگ کي بايد ولوېږي؟ هغه ورځ مي د همدې اختراعاتو په لړ کي « اوړونټکی» وليدئ، چي د انگرېزي ژبي د (turning point) او د پاړسي د « نقطۀ عطف » دپاره يې جوړ کړئ دئ . د « اوړونټکي » جوړونکی په دې نه پوهېږي، چي انگرېزي (turning point) يا پاړسي « نقطۀ عطف » د مانا او مفهوم په لحاظ څه ته ویل کيږي؟ کې د دې ترکيبي ټکي په اصلي او اساسي مانا سد رسېدلای، هيڅکله بې په دې بې مانا تحت اللفظي ژباړه پښتو نه خرابولای . په داسي حال کي، چي په پښتو کي له پېړييو پېړييو راهيسي د اوښتون، بدلون، تغيير او تحول ټکي کاروو، نو د « اوړونټکي » جوړولو ته څه اړتيا ليدل کېده؟ پښتانه تل په خپلو خبرو کي وايي : « پلاني فيلسوف، مخترع يا سياسي مشر په ټولنه کي بدلون راوست يا راوستئ . » دې ته پښتو نسو ويلای ، چي څوک ووايي :  « پلاني فيلسوف، مخترع يا سياسي مشر په ټولنه کي اوړونټکی را منځ ته کړ . » « اوړونټکی را منځ ته کړ» ياني څه؟! ولي بايد اسانه او خوږه ژبه په لوی لاس پېچلې او مروړلې کو؟ له همدې سَوَبه ناڅاپه نه ده، چي داسي ناوړه او بې خونده ايجادات په عامو خلگو کي هيڅکله لار نسي موندلای .


دا خبره هيڅ دليل او برهان ته اړتيا نه لري، چي موږ بايد هيڅکله د پردو ټکو بېلابيلي برخي يا توري هو په هو و نه ژباړو، بلکي پر ځای يې په خپله ژبه کي د داسي ټکو پلټنه او گروېږنه وکو، چي د همغو پردو ټکو ټول مفهوم او مانا په بشپړه، ساده او اسانه بڼه افاده کړای سي . که مو تر پلټني او گروېږني وروسته مناسبي کليمې ونه موندلې، بيا به نو د سادگۍ، اسانۍ، خوږوالي، پوخوالي او عموميت د اصولو په روڼا کي نوي ټکي ورته جوړوو. البته، خپل جوړکړي ټکي به تر خپرولو او رواجولو مخکي د ژبپوهانو، لغتپوهانو، ليکوالو او عامو خلگو  وسلا مشورې او نظر پوښتني ته وړاندي کوو. که چيري عام و خاص و منل بيا به يې وترويج او تعميم ته ملاوي تړو. روښانه خبره ده، د هغو نوو ټکو له منلو څخه نو هيڅوک نټه نه کيي، چي په دې ډول ميدان ته را وزي . په ډېري خواشينۍ سره، په موږ کي ځيني سرزوري خپلو اپلتو ته د قرآن د کرښو په سترگه گوري؛ او پر دونيا هيچا ته اجازه نه ورکيي، چي پر ناسموالي، نيمگړتيا اوبې خوندۍ يې خبري وکي . ښاغلی يوسفي بايد په خپل ټول واک او ځواک کوښښ وکي، چي خپله  قاموس ليکنه  ددغه راز لغت جوړونکو له ناوړو اغېزو خوندي وساتي . دلته د دغه راز ناوړي اغېزې څو مثالونه ښيو : د قاموس په اتم ( ۸) مخ کې و « آذری » ته کښل سوي دي : اورنی، اوريز. زما خو په « اورني » او « اوريز» سرنه خلاصيږي . نه پوهېږم، چي د نورو لوستونکو به څه حال يي؟  دا خبره سمه اوسهي ده، چي« آذری » د « آذر» له ټکي څخه اخيستل سوئ دئ؛ او « آذر» داور مانا لري . د آذربايجان نوم هم له همدې ريښې څخه راوتلئ دئ؛ خو« اورنی » او « اوريز» پر لغوي مانا سربېره د « آذري » ادبي، تاريخي او ديني مفاهيم هم نسي بيانولای . « اورنی » او « اوريز» حتا د « آذري » ټکی په ټکی ترجمه هم نسو گڼلای ؛ حال دا چي تحت اللفظي يا ټکی په ټکی ترجمه له لويه سره د کليمو مفاهيم او ماناوي سمي نسي تشريح کولای؛ ځکه نو بايد په کلکه لاس ځني واخلو. زما په گومان اورپالونکی، اورپرست، آتش پرست، گبر، زردشتی، د زردشت پيرو، مجوس ( عربان آذري ته مجوس وايي) ، فارسی (د هند د نيمي وچي خلگ  و آذري يا آتش پرست ته فارسي وایي) د « آذری » اصلي او سهي ماناوي دي . په دغه راز ماناوو سره « آذري » کليمه سمه او اسانه پېژندله کيږي . « مخوريز» کليمه هم د « آبدار» دپاره مناسبه او موزونه نه ده . مَخَوَر په پښتو کي د متنفذ، بارسوخه، نامتو، پېژندل سوي، معتبر، د برم او پرتم خاوند او داسي نورو په مانا استعماليږي، چي هيڅکله بايد له « یز» ورستاړي سره ونه تړل سي . موږ په جنوب – لوېديځه لهجه کي« آبداره » د پتمن، عزتمن، باوقاره، ښاغلي ، محترم او داسي نورو په مانا استعمالوو . د قاموس ليکوونکي وظيفه او رسالت هم دادئ، چي لوستونکو ته د راغونډو سوو ټکو ماناوي په ښه او اسانه لار ور وپېژني . يو ځل بيا وايم،چي قاموس ليکوونکی بايد ځان د خپلسرو لغت جوړونکو له شره خوندي وساتي،که نه نو له پښتو څخه به « مښتو» جوړه کي، چي بې پېريانو او جينانو به بل هيڅوک نه په پوهېږي . کله چي خلگ د يوې ژبي په کليمو، عبارتو او اصطلاحاتو پوه نسي له هغې مخ گرځيي؛ او پر ځای يې ونورو ژبو ته پناه وړي . نورو ژبو ته د پښتنو اړ ايستنه د پښتو ژبي د مرگ او نابودۍ په مانا ده. تاسي به وگورئ، چي د ايرانيانو کارواژه ( فعل)، نام واژه ( اسم/ نام)، کارمايه ( سرمايه)، رايانه ( کمپيوټر)، سه بر( مثلث)، رواديد(ويزه)، صدا وسيما( راديو تلوېزون)، موشک ( توغندۍ/ راکيټ)، راهبرد( ستراتيژي)، کاربرد ( تاکتيک) او داسي نور چټيات له پاړسي ژبي، په تېره بيادري څخه څه جوړيي؟!  جواب څرگند او روښانه دئ : نااشنايي، خواتوري، تباهي او بالاخره نابودي . په پخوا زمانو کي خلگو ځکه له پاړسي سره مينه پيدا کوله، چي د عربي، هندي، تورکي، پښتو او نورو ژبو لغتونه يې خوندي کړي وه؛ هر چا ته اسانه او اشنا ښکارېدله؛ خو اوس د هري ورځي په تېرېدو سره د نورو ژبو پر ويوونکو سربېره، په خپله د پاړسي ژبي ويوونکو ته هم پردۍ مالوميږي . موږ به په خپله ساده، اسانه او خوږه پښتو دا شوډنگ نه کوو.


 د قاموسو په ليکنه او تأليف کي يوه بله مهمه او عمده مسأله دا ده، چي د راغونډو سوو ټکو ماناوي او تعريفونه بايد تل له مستندو او معتبرو ماخذو څخه واخيستل سي . څو ورځي مخکي مي په « افغان –  جرمن آن لاين » ويبپاڼه کي، هغه مضمون تر سترگو سو، چي ډېر کلونه پخوا د « فلسفۀ سيد جمال الدين افغانی » تر عنوان لاندي د ارواښاد صلاح الدين سلجوقي له خوا کښل سوئ ؤ؛ خو دمگړی يې د لنډولو، سمولو او بيا ټايپولو چاري ښاغلي ولي احمد نوري، بشپړی کړي دي . په دې مضمون کي ارواښاد سلجوقي د فلسفې او منطقو د عِلم يوه مشهوره اصطلاح ( استقراء) داسي تعريف کړې ده : « . . . پس استقراء کليات از جزئيات و تعليل جزئيات از کليات . . . » ښاغلي نوري هم په خپل وار د مضمون په حاشيه کي د « استقراء » وکليمې ته داسي شرحه کښلې ده : « استقراء کلمۀ عربی است – اسم مصدر- بررسی موارد جزئی و نتيجۀ کلی از آن –  روشی برای رسيدن به نتايج کلی از واقعیت های مشخص- روش علوم طبيعی . » د ارواښاد سلجوقي مضمون او د ښاغلي نوري شرحه د دې لينک په کارولو سره لوستلای سئ :


http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/walinouri_said_jamaluddin_afghan_14.pdf


د ارواښاد سلجوقي په تعريف کي له ورايه متضادي خبري سوي دي : « استقراء کليات از جزئيات و تعليل جزئيات از کليات » . سړی اريان پاتيږي، چي « استقراء » له کلياتو څخه د جزيياتو استخراج وگڼي؛ او که د هغه سرچپه ( له جزيياتو څخه کليات؟) حال دا چي د ښاغلي نوري له تشريح او بيان څخه په ډاگه ښکاري، چي « استقراء » له جزء څخه د کُل استخراج دئ؛ ځکه دی کاږي : « بررسی موارد جزئی و نتيجه گیری کلی از آن – روشی برای رسيدن به نتايج کلی از واقعیت های مشخص . »


زما په ذهن کي له پخوا څخه داسي حک سوي وه، چي « استقراء » له کُلي او عمومي احکامو څخه د جزيي احکامو استخراج؛ او « قياس » د هغه پر خلاف له جزيي احکامو یا واقعيتو څخه د کُلي او عمومي احکامو و را ايستلو ته وايي . په دې وجه، د ارواښاد سلجوقي متضاد تعريف او د ښاغلي نوري سرچپه شرحي قانع نه کړم . له ځانه سره مي سوچ وکئ، چي يا زما حافظه کمزورې سوې ده يا دوی له ناباوره منابعو څخه استفاده کړې ده . تر هر څه مخکي مي د خپل گډوډ ذهن د روښانولو دپاره د ارواښاد حسن عميد دري جلدي فارسي فرهنگ وکتئ . عميد د خپل فرهنگ د اول ټوک په يو سل و پينځه اويايم ( ۱۷۵) مخ کي د استقراء عامي ماناوي ( تفحص، جستجو، تحقيق، کنجکاوی، تتبع در کاری، قريه به قريه گشتن، در شهر ها گرديدن) کښلي دي؛ خو د دې ټکي هغه اختصاصي مانا يې نه ده ثبت کړې، چي په فلسفه او منطقو کي کاريږي .


ما استقراء (deduction) او قياس (induction) له انگرېزي اثارو څخه زده کړي وه؛ ځکه نو په دې پوهېدم، چي دا دوه مفاهيم بايد په انگرېزي فرهنگ کي چيري ولټوم . له دې امله مي دا پلا د ډاکټر عباس آريانپور کاشاني او ډاکټر منوچهر آريانپور کاشاني دوه جلدي کليجیټ يا دانشگاهی انگرېزي – پاړسي فرهنگ وکتئ . عباس آريانپور او منوچهر آريانپور د ايران له مشهور قاموس ليکوونکو څخه دي . زما سره يې په سي ډي کي د انگرېزي – پاړسي ژبي شپږ جلدي قاموس هم سته . دې دوو مؤلفانو د خپل کليجيټ قاموس د لومړي ټوک په پينځه سوه شپېتم ( ۵۶۰) مخ کي د (deduction) يا « استقراء » تر اختصاصي مفهوم لاندي داسي کښلي دي : « استقراء جزء از کل، پی بردن از کل به جزء يا از علت به معلول، قياس . » وروسته مي د همدې لومړي ټوک په يو زر و يو سل و شپږم ( ۱۱۰۶) مخ کي د(induction) يا « قياس » مانا وکتله، چي داسي ورته کښل سوي دي : « قياس، قياس کل از جزء، استنتاج، استدلال . » د ايراني مؤلفينو په تعريفو مي هم قناعت و نه کئ؛ ځکه د « استقراء  په ماناوو کې قياس هم کښلئ دئ، چي په واقعيت کي له هغه  سره تضاد او مغايرت لري . وروسته مي ځينو انگرېزي قاموسو ته مخه کړه . په آکسفورډ ډيکشنرۍ کي مي د استقراء (deduction) دا تعريف وموند: “The inferring of particular instances from a general law.” p. 351.


ياني له عمومي قانون يا قاعدې څخه د خاصو يا مشخصو حالاتو را ايستل يا نتيجه گيري کول . زما په ذهن کي هم له پخوا څخه همداسي يو مفهوم حک سوئ ؤ.


په همدې انگرېزي قاموس کي د قياس (induction) تر سرټکي لاندي داسي راغلي دي :


“The inference of a general law from particular instances.” p. 693.


ياني : له خاصو حالاتو څخه د عمومي قانون يا قاعدې را ايستل .


که څه هم د آکسفورډ ډيکشنرۍ لنډو تعريفو مي ذهن قانع کئ؛ خو د ډاډ او باور دپاره مي په امیريکن هيريټيج ډيکشينري او کالينز ډيکشينرۍ کي هم دا تعريفونه له سره وکتل . په اميريکن هيريټيج ډيکشينرۍ کي د استقراء (deduction) په باره کي ډېر اوږد مالومات ليکل سوئ دئ، چي زې( زه يې) فقط يوه جومله را اخلم :


“inference by reasoning from the general to the specific.”


په کالينز ډيکشينرۍ کي د قياس (induction) په اړه داسي ليکل سوي دي :


“the process of deriving general principles from particular facts or instances.”


ياني له مشخصو حقايقو يا حالاتو څخه د عموي اصولو يا کُلي قواعدو د استخراخ پروسه .


د اميريکن هيريټېج ډيکشينرۍ او کالينز ډيکشينرۍ تر تعريفو وروسته پوره ډاډه او باوري سوم، چي د ارواښاد سلجوقي او ښاغلي نوري تعريفونه زموخته، پېچلي، متضاد او بالاخره ناسم دي؛ حتا ډاکټر عباس آريانپور او ډاکټرمنوچهر آريانپور هم و « اسقراء » ته د « قياس » په ليکلو سره، د خپل قاموس و لوستونکو ته لوی سرخوږی پېښ کړئ دئ .

 

په دې ډول گورو، چي اسقراء له کُلي يا عمومي احکامو څخه د جزيي يا ځانگړي حُکم استخراج ته وايي؛ لکه په دې مثال کي :


ټول نېک انسانان د خلگو ښېگڼه غواړي ( عمومي قانون/  عمومي قاعده ، کلي حُکم، عمومي فرضيه ، کبرا قضيه) .


احمد هم د خلگو ښېگڼه غواړي ( صغرا قضيه، کوچنۍ فرضيه، مشخص يا خاص حُکم) .


نتيجه : احمد نېک انسان دئ .


قياس د « استقراء » پر خلاف له جزيي يا ځانگړي فرضيې څخه د کُلي يا عمومي فرضيې د را ايستلو يا استخراج په مانا دئ؛ لکه په دې مثال کي :


احمد عقل او شعور لري ( صغرا قضيه، کوچنۍ فرضيه، مشخص يا خاص حُکم) .


ټول انسانان عقل او شعور لري ( عمومي قانون/  عمومي قاعده ، کلي حُکم، عمومي فرضيه ، کبرا قضيه) .


نتيجه : احمد انسان دئ .


البته، استقراء او قياس د فلسفې او منطقو په عِلم کي خورا لوی بحث دئ، چي نه زموږ له نننۍ ليکني سره خاص اړېکی لري؛ او نې په دې څو جوملو کي سم حق ادا کېدلای سي . دلته يې د يادوني اساسي مقصد دا ؤ، چي قاموس ليکوونکی بايد تل د راغونډو سوو سرټکو د مانا او توضيح دپاره له معتبرو او مستندو ماخذو او سرچينو څخه کار واخلي؛ او هيڅکله په خپلو قاموسو کي کمزورو، نيمگړو، متضادو او متناقضو تعريفو ته ځای ور نه کي . هغه قاموس پر عامو خلگو سربېره په علمي او تحقيقي ټولنو کي هم د معتبر او مؤثق ماخذ په توگه کاريږي، چي ليکوونکی/ ليکوونکي يې د راټولو سوو کليمو په ماناوو او تعريفوکي له مستندو، بشپړو او نوو منابعو څخه کار واخلي . د همدې اصل په اړه د ښاغلي يوسفزي له قاموس څخه څو ژوندي مثالونه :


په ( ۴۸۲) مخ کي د « ساقط » تر عنوان لاندي د نقصان سوي اولاد مانا سمه نه ده؛ ځکه د نقصان سوي بچي دپاره بايد د سِقط(siqt)کليمه استعمال سي نه ساقط؛ لکه په « سقط جنین » کي . سقط کليمه د سين په زْوَر او پېښ ( سَقط/ سُقط) هم راغلې ده ( وگورئ عميد ۲ : ۱۴۴۱). ساقط کلیمه په عربي کي د حذف سوي، ورک او هېر ماناوي هم لري (وگورئ : Wehr 415.) .


په ( ۷۳۶) مخ کي « مادام الحيات » ته کښل سوې دي : په ژوند کي يو ځل . دا مانا سمه نه ده . « مادام الحيات » له دوو برخو څخه ترکيب سوې کليمه ده . « مادام » په خپله هم مرکبه کليمه ده، چي له « ما » او « دام » څخه جوړه سوې ده . « ما» او « دام » دواړه په گډه : تر هغه مهاله، تر هغه وخته او داسي نوري ماناوي لري . « حيات » کليمه هم ټول خلگ پېژني، چي د ژوند په مانا ده . په دې ډول نو« مادام الحيات » ياني تر څو چي ژوندی يي (وي)، تر هغو چي پايي، د ژوند تر اخيره ( وگورئ : عميد ۳:  ۲۱۳۴) .


 په دې قاموس کي د نوي قاموس ليکني له اصولو او قواعدو سره سم، د مترادفو ټکو د پېژندني او  ځای بچتولو دپاره له کراس ريفرينس (cross-reference) څخه کار اخيستل سوئ دئ؛ مثلاً « ساعي » کليمه و « کوشا » ته ارجاع سوې ده . دا کار له يوې خوا لوستونکي له مترادفو ټکو سره اشنا کيي؛ او له بلي خواد قاموسو د حجم د بېځايه زياتوالي مخه نيسي . که د متضادو، متقاربو او اړونده ټکو په پېژندنه کي هم له دې اصل او قاعدې څخه کار واخيستل سي، له لوستونکو سره به د بېلابېلو ټکو په اسانه پېژندنه او موندنه کي ډېره لو مرسته وکي؛ مثلاً د « استقراء » د ماناوو په پای کي دي وليکل سي : وگ : قياس يا استنتاج . يا د « تاسوعا» په پای کي دي وکښل سي : وگ : « عاشورا» او داسي نور .


  د دې قاموس يوه لوښېگڼه دا ده،چي دزياترو ټکو د مانا په توضيح او تشريح کې د پښتو ژبي د لويو او مهمو لهجو مغيره حالات ثبت کړي دي؛ مثلاً د « سابقاً » دپاره کښل سوي دي : په لرغوني وخت کي،په ړومبني وخت کي، پخوا، دمخه . دغه راز « آب خوردن » ته ليکل سوي دي : اوبه څښل، اوبه څکل، اوبه چکل . « څښل » د دې لغت اصلي او سپېڅلې بڼه ده . ښاغلي يوسفزي هم له دې اسيته د ماناوو په اوډنه کي لومړيتوب ورکړئ دئ . دې قاعدې ته بايد تل د کليمو د بېلابېلو ماناوو په اوډنه کي، دقيق او ژور پام وسي . په دې ارتباط يو بله مهمه خبره داده، چي پښتو قاموس ليکوونکی بايدهمېشه د قاموسي سرټکو په ماناوو کي د څېړني او پلټني ورشو پراخه وساتي؛ مثلاً« مردم » کليمې ته په ترتيب سره : وگړي، خلگ/خلک، اولس/ ولس، خلق، عوام او داسي نور راوړي . اوله مانا د پښتو ژبي سپېڅلی ټکی دئ، چي زموږ په لرغونو متنو کي هم راغلئ دئ؛ او تر اوسه هم زموږ د ځينو هيوادوالو پښتنو په ژبه کي ژوندی دئ . د خلگ/ خلک مفغن او د اولس/ ولس دخيل ټکي په پښتو لهجو کي مغيره تلفظونه دي . د « خلق » عربي کليمه د پښتو په لرغوني او منځني ادب کي خورا ډېره کار سوې ده؛ تر اوسه يې هم زموږ ځيني پښتانه په همدې بڼه وايي . بالاخره زموږ کښته پښتانه د مردم يا خلگو دپاره « عوام » ټکی هم ډېر کاريي . په قاموس کي د دغه راز ټکو او مغيره حالاتو په ليکلو سره پر دې خوا افغانانو سربېره، د آ خوا پښتنو علمي او ادبي ستونزي هم حليږي . سربېره پر دې، دا کار د پښتو ژبي د لغوي زېرمي د پراخولو اود بېلابېلو لهجو په پېژندنه کي هم ډېره لو او په زړه پوري ونډه اخيستلای سي .


 بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي گران او پېچلي ټکي له نسبتاً زياتو تشريحاتو او ماناوو سره راوړو؛ او د عامو او اسانه ټکو په مانا کولو کي له زياتو توضيحاتو څخه ډډه وکو؛ مثلاً په اول مخ کي د « آب دادن » ټکي ته ډېري ماناوي کښل سوي دي؛ لکه : اوبه ورکول، اوبول، پڼول، خړوبول، اوبه ورکول، لندول، خيشتول، اوبه کول . زما په عقيده د « آب دادن » د تشريح دپاره د اوبول او اوبه ورکول ماناوي کافي دي؛ په دې دوو ماناوو کي ټولي ماناوي نغښتي دي؛ خو تر « آبياري » لاندي کولای سوپر دغو دوو ماناوو سربېره، پڼول او خړوبول هم وکاږو . په دريم ( ۳) مخ کي « آب سياه » ته کښل سوي دي : توري اوبه ، د سترگو مرض .  « د سترگو مرض » په يوازيتوب سره د قاموس لوستونکي ته هيڅ نه ورکيي . د قاموس لوستونکی بايد پوه سي، چي « آب سياه » د سترگو څه ډول ناجوړي يا مريضي ده؛ څه اعراض او علايم لري . په دې قاموس کي « آپانديست » هم له دغه راز ټکو څخه دئ، چي بايد د نخښو او ان علاج په باب يې څه نا څه وويل سي . په ( ۴۸۰) مخ کي « سار» ټکي ته « شامتوره » کښل سوې ده . « شامتوره/ شمتوره/ شامتوله » د پښتو په مرکزي او ختيځه لهجه کي ډېره استعماليږي، د جنوب لوېديځي لهجې ويونکي نه په پوهېږي . زما په گومان شامتوره/ شامتوله د مينا يو ډول دئ، چي په انگرېزي کې (starling, myna, mynah) بولي . په دې دليل چي طبيعي موجودات ( ژوي، بوټي او د انسانانو پر شاوخوا نور طبيعي مواد) د جغرافيايي موقعيت، جوي او اقليمي شرايطو او داسي نورو عواملو له امله په خلگو کي بېلابېل نومونه لري يا دا چي د يوې سيمي طبيعي موجودات په بله سيمه کي له لويه سره نه پيدا کيږي، ځکه نو بايد د دغسي شيانو د دقيقي او سهي پېژندني دپاره په نورو لهجو کي هم د هغو معادل ټکي وکښل سي يا يې د ښې او اسانه پېژندني دپاره په ساده ټکو، څو مهم اړخونه او خصوصيتونه هم بيان کړل سي . که نه نو د فرهنگ د استفادې ورشو څه نا څه تنگېږي . د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې د « هوتک » کليمې د تشريح دپاره، يوازي دونه کښلي دي : «هوتک د پښتنو ستره قبيله ده . »( امرخېل او نور، ۴: ۳۰۵۵). دا داسي مانا لري، لکه سړی چي د « پيل » د پېژندني دپاره ووايي : « پيل يو غټ حيوان دئ . » مگر لويي قبيلې او غټ حيوانات لږ دي؟! زموږ  پوه او هوښيار لوستونکي په دې ښه پوهېږي، چي دا جومله د قاموس د لوستونکو هيڅ درد نه دوا کيي . نا حقه يې د قاموس حجم په زيات کړئ دئ . حقيقت دا دئ، چي قاموس ليکوونکي ځان ته زحمت نه دئ ورکړئ، چي د هوتکو د تاريخي، جغرافيايي، ايتنوگرافيکي،ديموگرافيکي او ادبي اړخو په اړه لوستونکو ته څه نا څه مالومات وړاندي کي يا د پيل د ځينو مهمو او اساسي ځانگړتياوو په باب د لوستونکو ذهن روښانه کي . لغتپوهان د قاموسي سرټکو د تعريفو په باره کي د جامعيت او مانعيت اصل ته اشاره کيي . د دې اصل له مخي بايد تعريفونه له يوې خوا بشپړ او له بلي خوا په داسي ټکو او جوملو کښل سوي يي، چي له ورته شيانو سره د التباس او گډوډۍ مشکل پېښ نه کي . ښاغلی يوسفزی بايد همېشه په خپل قاموس کښي له داسي تعريفو څخه ډډه وکي .


 د لرغونو، گرانو او نا اشنا ماناوو د توضيح او بيان دپاره کله ناکله د ځینو منظومو او منثورو شواهدو او مدارکو وړاندي کول هم بې گټي کار نه دئ . په اول مخ کي « آباد » ټکي ته  څو ماناوي کښل سوي دي . نوري ماناوي يې گرده واضح او روښانه دي؛ خو يوه مانا ( کرل سوی) يې ماته نا اشنا ښکاره سوه . د داسي مانا د ملاتړ دپاره د ژبي له منظومو يا منثورو اثارو څخه د کوم سند او مدرک وړاندي کول، گټور او په زړه پوري کار دئ . ما د اخور( آبخور/آخور) عامه او مروجه مانا( د بودگانو د خوړو ځای) اروېدلې ده؛ خو د هغه نوري ماناوي ( نصيب، برخه او روزي) سند ښکاره کول غواړي . قاموس ليکوونکی بايد هيڅکله بې سنده کليماتو ته له ځانه ماناوي ونه کاږي . البته، د ځينوگرانو او پېچلو ټکو د د ښې توضيح او تشريح دپاره د بېلابېلو مترادفاتو راوړل يوه خبره ده؛ خود بېلو يا جلا ماناوو ليکل بله . بايد کوښښ وسي، چي د بېلو يا جلا ماناوو د ښې پېژندني دپاره د هغو د استعمال ساحه او ځای هم په گوته سي؛ مثلاً د« استقراء » اختصاصي مانا ته په مخففو يا اختصاري تورو وليکل سي « منط»، چي په واقعيت کي د« منطق »لنډه يا مخففه نخښه ده . همدغه راز يې د يوې فرضيې په راوړلو سره د استعمال مورد هم وښوول سي .


 مجازي ماناوي دي همېشه تر حقیقي ماناوو وروسته را وړلي سي؛ مثلاً صنم، چي په حقيقي مانا « بت » ته ويل کيږي؛ او په مجازي مانا معشوق، یار، نگار او داسي نورو ته يا په مخکني مثال کي که چيري د « آخور/ اخور» ټولو ماناوو ته سند پيدا سي، بيانو د بودگانو د خوړو ځای د هغه حقيقي مانا گڼله کيږي، چي د هغه تر مجازي ماناوو( نصيب، برخه، روزي) بايد دمخه وليکله سي .


 د « آبدستان »کلیمه و « افتابه » ارجاع سوې ده . ماناوي يې کوزه، گډوه، بدنۍ، لوټکه[ لوټَه] ښوول سوي دي . دا چي ايرانيانو « افتاوې » يا گډوې ته « آبدستان » وضعه کړئ دئ، ددوی خپله خوښه؛ خو د يوه معاصر قاموس ليکوونکي په توگه بايد دې خبري ته ډېر ملتفت اوسو، چي « کوزه »، « گډوه »، « بدنۍ » او « لوټَه » گرده جلا جلا شيان دي؛ د شکل، رنگ او ظرفيت له پلوه مځکه او اسمان فرق لري . په بله ژبه « کوزه »، « بدنۍ » او « لوټَه » هيڅکله د« گډوې » مترادف ټکي نه دي . د دې دليل له مخي بايد د « آبدستان »يا « افتاوې » په ماناووکي د دغه راز متقاربو ټکو له يادوني ډډه وسي؛ ځکه لوستونکو ته د « آبدستان » يا « افتاوې » په سمه او دقيقه پېژندنه کښي ناسم ذهنيت ورکيي . قاموس ليکوونکی بايد هيڅکله د « سپېرکۍ » د توضيح دپاره « خواږه ولني » ونه ليکي؛ ځکه « سپېرکۍ » جلا شی دئ؛ او« خواږه ولني » جلا. په داسي مواردو کي که د نورو ژبو له مترادفو ټکو، په تېره بيا لاتیني ټکو څخه استفاده وسي، د پام وړ شي په پېژندنه کي ډېر کومک کيي؛ مثلاً که « سپېرکۍ » ته د پاړسي ژبي « جوانی » يا د اوردو ژبي « اجوائن/ اجوان » وکښل سي، د دې خوا او آ خو پښتانه يې په ډېري اسانۍ پېژني . په انگرېزي کي هم پر (Carom seeds) سربېره د “Ajowan/Ajwain”په نامه اسانه پېژندل کيږي .


 که قاموسي سرټکي د رسمي، شفاهي، لرغوني، ادبي، عاميانه او داسي نورو ډولو له اړخه هم وښوول سي، په پېژندنه کي بې له لوستونکو سره ډېره مرسته وسي؛ لکه « منگس »، « منگر »،« کانياب »، « اومبارک » او داسي نور، چي گرده عاميانه تلفظونه دي يا « اوېجه »،« ورشو »،« اوجاړ »، « يرغال »، « اشلوک »، « لرمل »، « ترمل » ، « برمل » او داسي نور، چي ټول لرغوني ټکي دي يا «گوشنه »، «شيشته » او داسي نور، چي د پاړسي ژبي شفاهي يا گفتاري ټکي دي؛ خو په رسمي او ادبي متنو کي د « گرسنه » او « نشسته » په بڼه کاريږي .


 په ( ۲۲۷) مخ کي « تابان » ته پراخي او روښانه ماناوي ليکلي سوي دي : ځلېدونکی، ځلاوو، برېښندوک، بېښندوکی، ځلاند.  ما ځلاوو چيري نه دئ اروېدلئ . که يې په کومه لهجه کي د استعمال ملاتړ او سند راوړل سي ډېر به ښه يي، که نه نو حذف دي سي . په ( ۴۸۰ )مخ کي « ساده » کليمه په ډېر ښه ډول مانا سوې ده . که د نورو ټکو په مانا کولو او تشريح کولو کښي هم دغه لار پر مخ واخيستل سي، د قاموس ارزښت او وزن به لا زيات کي .


 په ( ۲۲۷) مخ  کي « تابع اوليه » ته کښل سوي دي : لومړنی تابع، انتگرال . دا حقوقي اصطلاح يو څه توضيح او تشريح غواړي . نه په لومړني تابع څوک پوهېږي او نه په انتگرال . تر هغه ځايه، چي زه پوهېږم، اينټيگرل (integral)، چي ايرانيان يې د فرانسوي ژبي د انتيگرال( intégrale) په بڼه وايي؛ او پر ژبه او ادب سربېره په رياضي کي هم پراخ استعمال لري، زياتره په دوو ماناوو کاريږي :


۱ –  ضروري، ابتدايي( لومړنی)، نه بېلېدونکی( نه تقسيمېدونکی)، متشکله ( د جوړښت برخه) او داسي نور.


۲-  مُکَمَل، ټول، بشپړ، ناوېشلئ .


په « تابع اوليه » کي اوله مانا مراد ده . زما په نظر بايد د قاموسي سرټکوپه ماناووکي له اينټيگرل/ انتيگرال غوندي ټکو څخه په کلکه پرهېز وسي؛ ځکه داسي پېچلي، نااشنا او ذومعانين کليمات له لوستونکو څخه لار او گودر ورکيي . پوره باور لرم، چي اينټيگرل کليمه لوستونکو ته تر « تابع اوليه » هم ډېره گرانه او پېچلې ده . په داسي مواردو کي ښه لار دا ده، چي موضوع په ساده او اسانه ټکو، تشريح او روښانه سي . سربېره پردې، قاموس ليکوونکی بايد د قاموس ليکني د لوی او ارزښتناک اصل په توگه د غيرضروري لغتو، ترکيبو او اصطلاحاتو له ثبتولو څخه تر وسه وسه ډډه وکي . بايد هڅه او کوښښ وسي، په قاموسو کي هغه څه را ټول سي، چي خلگ هره ورځ په کور، کار، تعليم او تحصيل کي ور سره مخامخ يي . غيرضروري او غيرمستعمل ادبي، سياسي، ديني، فلسفي او تخنيکي لغتونه او اصطلاحات يا ډېر بې ارزښته تاريخي او جغرافيايي نومونه له يوې خوا د قاموسو فزيکي حجم زياتيي، چي په وړلو راوړلو کي پېچومي پېښيي؛ او له بلي خوا يې بيه زياتيي، چي رانيول يې د زياترو خلگو تر مالي توان لوړيږي . دا دواړه اړخونه قاموس ليکوونکي ته د خطر زنگونه دي . په ايران کي د علامه علي اکبر دهخدا« لغتنامه » له خپل ټول علمي او تحقيقي ارزښت سره سره د حسن عميد او ډاکټر محمد معین له فارسي فرهنگو سره سيالي نسي کولای؛ ځکه په دې فرهنگو کي د ټولني د منځنۍ سويې خلگو ټول ضرورتونه په پام کي نيول سوي دي . زما په گومان« تابع اوليه » ترکيب هم ددغه راز غيرضروري او غير مستعمل اصطلاحاتو له ډلي څخه دئ . د دوو ژبيزو قاموسو ليکوونکی بايد په خپل قاموس کي د اصلي ژبي (source language) پر ځای د دوهمي ژبي (target language) د ويوونکو اړتياوو ته پوره پام وکي؛ ځکه قاموس تر ډېره حده د دوهمي ژبي د ويوونکو د اړتياوو پر بنسټ ليکل کيږي . دا حتمي او ضروري نه ده، هغه څه ته چي ايرانی لوستونکی اړتيا لري، بايد هرومرو افغان لوستونکی هم اړتيا ولري . د هري ټولني د خلگو اړتياوي د ژبي، ادب، مادي او مانوي کلتور، دين، مذهب، تاريخ، جغرافيايي موقعيت، اقليم، سياسي او اقتصادي نظام او داسي نورو ځانگړتياوو له مخي يو له بله جلاوالی او توپير لري . په دې دليل نو که د قاموسي سرټکو په راټولولو کي له انتخابي او التقاطي لاري څخه کار واخيستل سي، لوستونکو ته بې( به يې) گټه ډېره يي .


 په ( ۲۳۰) مخ کي « تاراجگر » کليمه دوه واره ثبت سوې ده . په لومړي ثبت کې د « ناتارگر»، « ناورينگر» او « گرگر» ماناوي د تأمل وړ دي . تاراجگر( تاراج + گر) کليمه، څرنگه چي له نامه يې ښکاري د تاراج، غارت، يغما، چور، چپاو( چپاول)، لوټمارۍ، تاړاک، يرغل او تالان په مانا ده . « ناتار» د ظلم، قتل و قتال، زياتي، بلوا، وحشت و دهشت او داسي نورو په مانا له « تاراج » سره ډېر اړخ لگيي؛ په داسي حال کي، چي په کندهار کي د يو ډول خوړو مانا هم لري؛ خو ناورين زياتره د وير، غم، ماتم، فاجعې، مصيبت او داسي نورو په مانا کاريږي، چي له « تاراج » سره په مانا کي نيژدې والی نه لري . « گرگر» کليمه هم زياتره د ظالم، ستمگر، ستمکار، مستبد او داسي نورو په مانا راغلې ده . نتيجه دا چي په پښتو کي د پاړسي « تاراجگر » دپاره د « ناتارگر»، « ناورينگر» او « گرگر» پر ځای د « لوټمار»، « يرغلگر »او « تاړاکگر » اشنا او مستعملي کليمې غوره برېښي . د « سالار» دپاره هم د « سرکښ » مانا سمه نه ده؛ ځکه سرکښ ياغي، باغي، عاصي ، سرغړاند، سرغړوونکی، نافرمان ته وايي . ښايي مقصد « مخکښ » يي؛ خو د چاپي تېروتني له اسيته « سرکښ » راغلئ يي . سالار، مشر، سردار، د قوم مشر، د خلگو مشر ته وايي؛ لکه سپاه سالار، چي د لښکر مشر دئ .  د « سازنده » د پاره هم « رغاونيزه » کليمه د شکل او مانا له نظره سمه نه برېښي . په پاړسي کي د« سازنده » په نامه دوې همږغه مشابه کليمې(homophone) لرو:


۱-  سازنده : جوړونکی، رغوونکی، رغندوی، صانع، صنعتگر، جاعل  او داسي نور .


۲-  سازنده : ساز ږغونکی، غزلچي، شوقي، هونرمند  او داسي نور. « سمون » او« سازښت » هم د « سازگار» دپاره سمي او دقيقي کليمې نه دي . د « سازگار » دقيقه مانا وړ، برابر، جوړ، موافق، مطابق او داسي نور دي . « ناسازگار» ياني نابرابر، ناوړه، ناموافق، مخالف او داسي نور.


 په ( ۲۳۱) مخ کي دي « زغلېدونکی » د « ځغلېدونکی » په بڼه وکښل سي . که دا ډول تلفظ او املا و منو، بيا نو ځنگل، ځان، ځورول او داسي نور ټکي هم بايد د « زنگل »، « زان »، « زورول » او داسي نورو په بڼه وکاږو. سربېره پر دې، په ټول قاموس کي دي هيڅکله د پښتو اصيل توري لکه « څ »، « ځ »،« ژ »، « ږ »، « ښ » په « س »، « ز »، « گ » او « خ » نه اړول کيږي؛ مثلاً د ژبي معياري املا بايد هرومرو« ژبه » وکښل سي . که د لهجه يي وريانټو د ښوولو دپاره په پای کي « زبه » او « جبه » هم وليکل سي، بده خبره نه ده . په منل سوو املاووکي د معياري ليکدود لومړيتوب او په غيرمعياري املاوو کي د بېلابېلو لهجه يي املاوو ثبتول، ډېر ضروري کار دئ . د پښتون، پښتونخوا، کښېنستل، کښېښوول/ کښېښودل، ښکنځل، ژلۍ/ ږلۍ او ږغ اصلي او سهي املاوي دادي؛ ځکه په دې املايي بڼو کي د پښتو اصیل او لرغوني ږغونه خوندي دي . پختون، پختونخواه، کيناستل، کېښوول/ کېښودل، کنځل، زلۍ/ جلۍ، غږ او داسي نور سهي نه دي .


 په ( ۴۸۱) مخ کي « سازمان عفو بين المللی » ته « د نړیوالي بښني سازمان » ليکل سوئ دئ . په دې عبارت کي دوې خبري د تأمل وړ دي :


۱- بين المللي کليمه له لغوي پلوه د نړۍ وال معادل نه ده . بين المللي کليمه پر هر هغه څه دلالت کيي، چي د څو ملتو يا څو هېوادو په منځ کيي؛ مثلاً “ Arab League”يو بين المللي سازمان دئ؛ ځکه بېلابېل ملتونه يا هيوادونه غړيتوب پکښي لري؛ مگر سره له دې هم يو نړۍ وال سازمان نه دئ . په دې خاطر نړۍ وال سازمان نه دئ، چي نه د نړۍ ټول يا زياتره هيوادونه غړيتوب پکښي لري؛ او نه تر عربي هيوادو آ خوا په نورو خبرو او مسألو غرض لري .که په يوه سازمان کي گرسره دوه يا درې ملتونه را غونډ سوي يي، بيا هم له لغوي پلوه هغه ته د « بين المللي » صفت ورکول بې ځایه خبره نه ده؛ ځکه « بين المللي » ياني د ملتو/ هيوادو تر منځ، چي په انگرېزي کې اينټرنشنل(international) بولي؛ حال داچي د نړۍ وال دپاره زياتره يونيورسل (universal) ، (global) او (worldwide)کليمې استعماليږي . که د ملگرو ملتو سازمان ته نړۍ وال سازمان وويل سي، دا په هر مانا دقيقه خبره ده؛ په دې چي د نړۍ ټول هيوادونه، ملتونه او سازمانونه يې غړيتوب لري؛ او د نړۍ والي سولي، امنيت او همکارۍ تأمين دپاره جوړ سوئ دئ . شک نسته، چي د ملگرو ملتو سازمان په عين حال کي يو بين المللي سازمان هم گڼلای سو؛ ځکه د بېلابېلو ملتو تر منځ روابط تنظميي . که چيري موږ د انگرېزي ژبي و « اينټرنشنل » او « يونيورسل » دواړو ته يوازي د « نړۍ وال » ټکی غوره کو، په دې کار سره مو په حقيقت کي د پښتو له لغوي زېرمي سره لو جفا کړې ده . په پاړسي کي هم د دې دوو بېلو مفاهيمو دپاره د « بين المللی » او « جهانی » اصطلاحوي کاريږي؛ په اوردو او په عربي کي هم د دې مفاهيمو دپاره د « دولي »، « بين الاقوامي » او « عالمي » ټکي کاريږي . لکه څنگه چي د « آبدستان » او « افتاوې » په اړه یادونه وسوه، بېل شيان او بېل مفاهيم بايد هيڅکله دسوچه تابه په سَوَب گډوډ نسي .که د ژبي د سوچه تابه پر خره سپاره کسان په شعوري يا غيرشعوري ډول د ژبي لغوي زېرمه محدوديي، دا د هغوی روحي ناجوړي ده؛ مگر قاموس ليکوونکی بايد دې باريکييو او ظرافتو ته ژور پام وکي؛ اوپرې نږدي، چي د سوچه پالني له شامته د ژبي ولغوي زېرمي ته زيان واوړي .


۲- بخښنه بايد د « بښنه » په بڼه و نه کښل سي . د دې ټکي اصلي او سهي املا« بخښنه » ده، نه « بښنه » . که تر « بخښنه » وروسته « بښنه » هم وليکل سي، بده خبره نه ده؛ ځکه « بښنه » د پښتو د مرکزي او ختيځي لهجې وينگ ښيي .


 په ( ۷۳۵) مخ کي « ماترک » اصطلاح راغلې ده؛ او دغه ماناوي ورته کښل سوي دي : حال، شته، رتبه، دولت، ملکيت . تاسي ته مالومه ده، چي « ما+ ترک » يوه عربي ترکيبي کليمه ده . ما( هغه څه) او تَرَکَ ( پرَيَښئ، تر ک کړئ، پاته). دواړي کلیمې په گډه ( ماترک) يا ني هغه څه چي پاته دي يا هغه څه چې په ميراث پرَيَښي دي . په عربي کي کله کله د دې مفهوم دپاره د « متروک » ټکی هم استعماليږي ( وگورئ : Wehr 94.) .  دا د اسلامي حقوقو، په تېره بیا ميراث د حقوقو اصطلاح ده . په پاړسي کې د « ماترَکَ » پر ځای د « ماترکْ» په بڼه وايي( وگورئ : عميد ۳: ۲۱۳۳) . پښتانه، په تېره بیا کنداريان يې « ترَکه » بولي، چي په واقعيت کي د عربي « ترکة » مفغنه بڼه ده؛ او د همدې ميراث يا ماترک په مانا ده . د ښاغلي يوسفزي په ثبت سوو ماناووکي ماته « حال » او « رتبه » گرسره نااشنا ښکاري؛ په داسي حال کي چي« شته »، « دولت » او« ملکيت » درې واړه له « ترکې » يا « ماترک » سره اړخ لگيي . سره له دې هم هر ډول  شته ،  دولت  او  ملکيت  «ترکه » يا «ماترک »نسو بللای . « ترکه » يا « ماترک » يوازي د مړي مال و منال ته ويل کيږي، چي وارثانو ته په ميراث پاته سوئ يي .


 په (۵۱۴) مخ کي د « سودا » يوه مانا ثبت سوې ده؛ خو په پښتو کې بله مانا نه ده راوړل سوې . د « سودا » عامه مانا هره ورځ پورته او کښته کيږي؛ ټول يې پېژنو؛ خو دوهمه مانا يې په خاصو حالاتو کي استعماليږي . له دې کبله ښايي ځينو کسانو ته يو څه نا اشنا و برېښي . د « سودا » دوهمه مانا اندېښنه، اضطراب، پرېشاني، وسواس، ماليخوليااو روحي ناارامي ده، چي په پښتو محاورو او ادب کي پر خپل ځای ډېره استعماليږي؛ مثلاً خلگ وايي : « پلانی سواديي سوئ دئ . » يا « پلاني ته سودا ور لوېدلې ده .» « سامان »کليمه هم له دې ډلي څخه ده، چي په پاړسي کي پر لوازمو، اسبابو او وسايلو سربېره د نظم او ترتيب، اندازې او نښانې په مانا هم کاريږي . داسي ډېري کليمې سته، چي بايد د يوې ماناپه ليکلو یې اکتفا و نسي .

  کازميټک (cosmetic) يا کسميتک(cosmetique) يوازي د شونډو سرو کولو موادو ته نه وايي . کازميټيکس د اسم (noun)په بڼه هر هغه پوډر، کريم، لوشن او نورو کيمياوي موادو ته ويل کيږي، چي د وجود، په تېره بيا مخ  او وېښتانو د ښکلا دپاره استعماليږي . کازميټيک د صفت (adjective) په حیث عمدتاً درې بېلي ماناوي لري :

۱ –  زينتي، تزييني، ښکلوونکی .


۲-  بېکاره، ناکاره ( هغه څه چي هيڅ کار نسي کولای يا په هيڅ درد نه خوري) .


۳-  سطحي، سرسري، جزيي، غيرضروري .


ددغو ماناوو له يادوني څخه مي مقصد دا دئ، چي کازميټک بېلابېلي ماناوي لري؛ او هره مانا يې ځانته ځای او محل لري .که په قاموس کي د يوه سرټکي ټولي ماناوي نه يي وړاندي سوي يا هره مانا په سم ډول نه يي بيان سوې، بيا نو لوستونکی هغه ته د يوه معتبر او باوري ماخذ په سترگه نه گوري . د همدې دليل له مخي بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي د هر سرټکي ټولي ماناوي ثبت سي؛ او لوستونکی د خپل پام وړ مانا د موندولو دپاره د بل فرهنگ وکتلوته محتاج نسي .


د نوي مېتودولوژۍ په روڼا کي د قاموس ليکني اصول او قواعد د دې لنډو خبرو او مشورو په ويلو سره نه ختميږي ( ځوان او هڅاند قاموس ليکوونکي کولای سي په دې برخه کي د زياتو جزيياتو او مالوماتو دپاره د دې عاجز« د نوي قاموس ليکني مېتودولوژۍ ته يوه کتنه » اثر وگوري). سره له دې هم هر نوي فکر او نوښت ته عملي جامه ور اغوستل هم ځان ته شرايط او امکانات غواړي . له افغان قاموس ليکوونکي څخه بايد په يوه وار هيڅکله د داسي قاموس ليکلو يا تأليف تمه و نسي، چي اوروپايي قاموس ليکوونکو د نوو تيوريکو ارزښتو، علمي او تحقيقي امکاناتو او بالاخره څو سوه کلنو عملي تجربو پر بنسټ تأليف کړي دي . فرهنگ ليکنه پرمختيايي او بشپړتيايي بهير دئ . له انساني پرمختگو، په تېره بيا ژبنييو، علمي، فکري او فرهنگي پرمختگو سره گام په گام پر مخ درومي . د همدې استدلال له مخي بايد تل له شرايطو او امکاناتو سره سم د هغو و بشپړتيا او پياوړتيا ته پام وسي .


ښاغلی يوسفزی بايد نوي قاموس ليکني ته د خپلي همېشنۍ ادبي- فرهنگي کار او مشغولتيا په سترگه وگوري؛ او په دې برخه کي د خپلي پوهي، تجربې، پرله پسې او نه ستړي کېدونکي زيار په مرسته د اوسني پاړسي- پښتو قاموس د بشپړولو او غني کولو تر څنگ د يوه بېل پښتو –  پاړسي فرهنگ و ليکلو ته هم اوږه ورکي . ښاغلي يوسفزي ته د قاموس ليکني په ارزښتناک علمي –  تحقيقي کار کي د لا زياتو پرمختگو او برياوو هيله کوم .



محمدهارون خپل شعشعي


لندن


د۲۰۱۲ع کال د فبرورۍ لسمه .



ماخذونه


افغانی نويس، عبدالله . افغان قاموس .کابل: پښتو ټولنه، ۱۳۳۵- ۱۳۳۶.


امرخېل، څېړنوال عزيزالله، او نور. د پښتو –  پښتو تشريحي قاموس .۴ټ . د ميديوتيک مرکز اوډنه او چاپ.کابل: د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، ۱۳۸۳


بدخشی، شاه عبدالله . د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس.۲ټ .کابل : پښتو ټولنه،۱۳۳۹.

 بړېڅ، محبت خان، نواب. رياض المحبت. Or4490 – Foll.724 B.M. .بريټيش کتابتون .لندن .( خطي نسخه).

په بريټيش کتابتون کي د « رياض المحبت » د نورو خطي نسخو نومرې دادي :


I.O.MSS.P.2868-Foll.462


I.O.MSS.P.2869-Foll.447


په هند کي د « رياض المحبت »  دخطي نسخو د موندني جزييات دا دي :


 کلکته، د بنگال دايشياټيک سوسايټۍ کتابخانه، اوردو سوسايټي کلکشن،  نومره : (۱۴۷)


 کلکته، نشنل لايبرري، نومره : Pr. III- B-20


 رضا لايبرري، رامپور( پارسي کلکشن)، نومره : ( ۲۵۵۳). ( د زيات تفصيل دپاره وگورئ : هيوادمل ۱۷۸، ۱۷۹، ۱۸۰، ۱۸۳) .


. بريټيش کتابتون .لندن .(خطي نسخه) .B.M.Or4491-Foll.223 بړېڅ، نواب الله يار خان . عجايب اللغات .


په بريټيش کتابتون کي د « عجايت اللغات » د  نورو خطي نسخو نومرې دادي :


B.M.Or.399-Foll.274


I.O.MSS.P.4511-Foll.166


په هند کي د « عجايب اللغات »  دخطي نسخې د موندني جزييات داسي دي :


رضا لايبرري، رامپور( پارسي کلکشن)، نومره 🙁 ۲۵۵۴).


حبيبي، عبدالحی . لوی احمدشاه بابا. کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۱۹.


  عميد، حسن .فرهنگ عميد.۳ج.، چاپ دوم،تهران : امير کبير، ۱۳۶۵.


کاکړ، لعل محمد او عبدالحی حبيبي . سپېڅلې پښتو.کندهار: طلوع افغان، ۱۳۱۸.


مومند، محمد گل خان، وزير. پښتو سيند.۲ټ،کابل : عمومي چاپخانه،۱۳۱۶.


هيوادمل، زلمی . د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې يا د هند د کتابخانو د


 پښتو خطي نسخو فهرست .کابل  پښتو ټولنه، د ژبو او ادبياتو مرکز ، د افغانستان د علومو اکاډيمي،۱۳۶۳ .


Aryanpur, Abbas & M. Aryanpur. The English-Persian Collegiate Dictionary. 2 Vols. Tehran: Amir Kabir Publication Organization, 1992.


Thomson, Della. The Oxford Dictionary of Current English. 9 th ed. Oxford: Clarendon Press, 1995.


Wehr, Hans. A  Dictionary of Modern Written Arabic. Ed. by J. Milton Cowman, 3rd. ed. Beirut: Librairi du Liban, 1980.


ويبپاڼي :                        


په اميريکن هيريټيج او کالينز ډيکشينريوکي د « استقراء » او « قياس » آن لاين تعريفونه دلته کتلائ سئ :


http://www.thefreedictionary.com/deduction


http://www.thefreedictionary.com/induction


سلجوقی، فقيد صلاح الدين . « فلسفۀ سيد جمال الدين افغانی . » سيد جمال الدين افغان . بخش چهاردهم . تلخيص، تصحيح و دوباره نويسی از ولی احمد نوری . افغان –  جرمن آن لاين  .۲۶ / ۰۱  / ۲۰۱۲ :


http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/walinouri_said_jamaluddin_afghan_14.pdf