کور / هراړخیز / د کلیو د پراختیا بنسټیز مفاهیم

د کلیو د پراختیا بنسټیز مفاهیم

جوړونه او سمون: پوهیالی نجیب الله حسن زوی د کابل پوهنتون د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې استاد


پــیـــلـــیـــــزه:


انسان مخکې لدې چې له کرنی او کرلو سره بلدشې او د خپلو اړتیاوؤ د پوره کولو لپاره فنون او وسایل کشف کړی، په کوچی ډول ژوند کاوه. له هغې څخه وروسته انسانانو د خپلې اړتیا وړ خواړو د تأمینولو لپاره د مناسب ځای د پیداکولو په خاطر د طبیعي منابعو (اوبه، څړځایونه، بوټی، څاروی) لرونکو مناسبو ځایونو ته د کډی (مهاجرت) کولو په لټه کې شول. لنډه دا چې له هغه وخته چې بشر له کرنی او کرلو سره بلد شو او پدې وتوانید چې د خپل ژوند د اړتیا وړ وسایل جوړ کړی، په یوځایې ژوند پیل و کړ او کلي پیدا شول. نو ښکاره شوه چې کلي یا دهات د انسانانو د نوی ژوند لومړني ټولنیز مرکزونه شمیرل کیژي(3). کلي د انسانانو د ژوندانه زوړ شکل او کليوالي ژوند د بشري ټولنې لرغونۍ ټولنيز ژوند دُود دي(5). د لرغون پیژندونکو د څیړنو پر بنسټ د نړۍ ډیری پخوانې او لرغونی کلي چې تراوس مهاله د کیندونکو له خوا کشف شویدي، په منځني ختیځ کې موقعیت لرې. د جارمو او تپه سربین په نومونو دوه کلی چې په ایران او ننی عراق کی موقعیت لري؛ ښیی چی یوځایی ژوند یا د کلیوالي ټولنو جوړښت لږ تر لږه ۱۰،۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د کلیو د مرکزونو د ودې او تکامل او همدارنګه له کرنی څخه بهر د کسب او کار (تجارت، خدمتونه، حکومت) د فرصتونو د برابریدو (مهیا کیدو) په پایله کې ښارونه منځ ته راغلل. په ښاري سیمو کې د جمعیت د راغونډوالی (تمرکز) او له هغه سره سم د صنایعو او خدمتونو د چټکی ودې په پایله کې ښارونو پراختیا و مونده پداسی حال کې چې کلیو په ځنډ سره پدی ډګر کی حرکت وکړ(۳). د صنعت او ښاري ژوند پراختيا ددي لامل شوه؛ چې د کليو ارزښت د ټولنې د اړتيا وړ خوراکې او اومو صنعتي توکیو د تولیدي مرکز په توګه، لږوالې و مومې. سره لدې چې په ننۍ نړۍ کې صنعتي کیدل او ښاری کیدل خپلې اوچتې پوړۍ ته رسیدلې دي، خو بیاهم کلیو خپل ارزښت د ټولنو د اړتیا وړ خوراکې او اومو صنعتي توکيو د تامین کونکو په توګه له لاسه ندې ورکړي(۵).


افغانستان د څه د پاسه ۲۵ کلونو جنګ او مکررو طبیعي پیښو په زغملو سره د نړۍ یو له ډيرو بیوزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږی. همدارنګه ددې هیواد د بشري شاخصونو د پراختیا درجه د نورو پرمختیایی هیوادونو په پرتله چې د بیوزلۍ او محرومیت له لوړې درجي څخه برخمن دي، په خاصه توګه د کلیوالو په منځ کې په ډیره ټیټه سطحه کې ځاي لري. د هیواد د کلیوالي سیمو ټول نفوس د مرکزي احصایي د ادارې له خوا د ۱۸.۷ملیونو په شا او خوا کې ښودل شویدی(۱).


تر اوس مهاله د نړۍ له نیمایي څخه زیات وګړی په کلیوالې سیمو کې ژوند کوي. وړاندوینه شوي وه؛ چې په ۲۰۰۷ کال کې به د نړۍ د ښاري او کلیوالي سیمو د وګړیو شمیر سره مساوي شي؛ چې دغه نسبت په پرمختیایي هیوادونو کې د پرمختلولو هیوادونو په پرتله زیات دي. د بیلګې په توګه په ۲۰۰۰ کال کې د نړۍ په سلو کې ۸۰ وګړیو په پرمختیایي هیوادونو کې ژوند کاوه. همدارنګه د نړۍ له نږدی ۳ میلیارده کلیوالي وګړیو څخه تقریباً ۱ میلیارد یي په مطلقه بیوزلې کې شپې سبا کوي. ډیری پرمختیايي هیوادونه د کرنیزو محصولاتو تولیدونکې او صادرونکې دي، او کرنه د نوموړو هیوادونو د ناخالص داخلې تولید (GDP) د پام وړ برخه تشکیلوي. همدارنګه په یاد شویو هیوادونو کې ښاری کیدل په ډیرې چټکۍ سره پراختیا مومې چې دا موضوع خوراکې توکیو ته اړتیا زیاتوې، همدارنګه کلیوال چې د خوراکې توکیو تولیدونکې دي، ورځ په ورځ د شمیر له نظره کمیږی. چې پدی ترتیب کلیوال د مصرف کونکې جمعیت د اړتیا وړ خوراکې توکیو په تأمینولو، د صنعت لپاره د خامو موادو په تولیدولو او د باندنیو اسعارو په جلبولو کې خپل ارزښت لوړوي. له بل پلوه په پرمختیایي هیوادونو کې د صنعت پراختیا تر زیاتې اندازې د کرنې په سکتور چې د صنعت لپاره خام توکې برابر وي (د نوموړو توکیو ډیری برخه په کلیوالې سیمو کې تولیدیږی)، تړلې ده. د پورته ټولو دلایلو سره سره په نوموړو هیوادونو کې د چټکې پراختیا، صنعتې کیدلو او ښاری کیدلو په جریان کې د څولسیزو لپاره کلې له پام څخه غورځول شوي وؤ او یا لږ پاملرنه ورته کیده. چې دا مسله خپله د کلیو د محروم پاتې کیدو، په کلیوالي ټولنو کې د بیوزلۍ د زیاتوالې، د ښارونو او کلیو ترمنځ د واټن د زیاتوالې او بالاخره له کلیو څخه ښارونو ته د کلیوالو د کډولۍ لامل شویده. پراختیا او صنعتې کیدلو ته د رسیدلو په خاطر د څولسیزو ناکامو تجربو څخه وروسته په ډاګه شوه چې د کلیو پراختیا، عمومی پراختیا ته د رسیدلو لپاره بنسټ جوړوی. همدارنګه د ښارونو او کلیوالي ټولنو ترمنځ تعادل او د کرنې او صنعت انډولیزه وده، د ټولنې د ټولنیز او اقتصادي سیستم د ټولو برخو سره په اړیکه کې د هر هیواد د پراختیا لپاره اړینه ده. د ۱۹۵۰ کال څخه را پدیخوا؛ د کلیو پراختیا ته د رسیدلو لپاره بیلابیلې تګلاری مطرح شويدې، چې ددې سمینار په دوهمه برخه کې ورته اشاره شویده.(۵)
 
 


دکلی (ده) مفهوم او تعریف :


 
سره لدې چې په ورځنې ژوند کې د کلي، ښار او ټولنې له کلمو سره سروکار لرو او په ورځنیو چارو او لیکنو کې تری ګټه اخلو، خو بیا هم د کلي یو دقیق تعریف چي وکاولای شي د هغه حدود په روښانه توګه څرګند کړي، شتون نلري. کلي د بشري ټولنو د ژوندانه زوړ شکل او کلیوالي ژوند د انسانانو پخوانۍ ژوند دُود دي. ټولنې او د انسانانو ژوند ځایونه په ټولیز ډول په دوه عامو ډلو (کلی او ښار) باندی ویشل کیدای شي. کلي په مختلفو ټولنو او هیوادونو کې بیلابیل تعریفونه لری. زمونږ په هیواد کې تراوس مهاله د کلي او ښار لپاره کوم ښکاره تعریف شتون نلري.(۳) دلته د موضوع د ښه وضاحت لپاره د کلی د څو تعریفونو څخه په لنډه توګه یادونه کیږي:


کلی د یوه هیواد کوچینی جغرافیایې واحد دې چه ټاکلي حدود لري؛ او د هغه ډیری دایمي اوسیدونکې په یو له (کرنیزو، څاروی روزلو، بڼوالی او یا د کلیوالی صنایعو) په فعالیتونو بوخت وی او خپل عاید لدې لارې لاسته راوړي.(۸)


د کرنی له نظره ویلاي شو؛ کلی د بشری قواؤ د تجمع، تمرکز او استقرار یو واحد دي، چه د ځمکې، اوبو، څړځایونو او نورو منابعو څخه د ګټي اخستلو لپاره زیار باسې.(۸)


په ټولیز ډول ویلاي شو؛ کلی د انسانانو د ژوندځایونو یو ډول دي، چی هلته یوه ډله کسان چی کرنه یی اصلی کسب او بوختیا تشکیلوي او همدارنګه له یوبل او چاپيريال سره مخامخ (متقابلی) او نه جلا کیدونکی اړیکی لري، میشته شویدي.(۵)


کلی (ده یا قریه) یوه جغرافیایی محدوده ده، چې هلته یو کوچینی ټولنیز ګروپ (مرکب له یو شمیر کورنیو څخه) چې په خپل منځ کې خپلوي، عواطف او ګډی اړیکې لري، را ټولیږی او د خپل ژوندانه اړتیاوي د ځمکې د پکار وړني او استفادې له لارې پوره کوي دا ټولنیز ګروپ (واحد) چې ډیری اوسیدونکې یي په کرنه بوخت دي، د کلي (ده یا قریه) په نوم یادیژي.


د ڼریوالو څیړنو پر بنسټ د کلي تعریف په بیلابیلو هیوادونو کې توپیر لري؛ د بیلګې په توګه، د امریکې په متحده ایالاتو کې د کلیوالي سیمو په مفهوم ډیر تاکید کیژي دا مفهوم د هغه سیمو بیانونکې دي، چې هلته د نفوس تراکم کم وي. همدارنګه په ځینی نورو هیوادونو کې لکه ایران کلي د هغې د نفوس د اندازي پر بنسټ تعریفیژي؛ د بیلګې په توګه په فرانسه کې د کلي د جمعیت شمیر ۲۰۰۰ تنه، په بیلژیک کې ۵۰۰۰ تنه، په هالند کی ۲۰،۰۰۰ تنه، په ایران کی ۵۰۰۰ تنه او په جاپان کې ۳۰،۰۰۰ تنه ښودل شویدی.(۳)


په عمومی توګه کلي او ښارونه د جمعیت د شمیر، دعاید د منبع (اقتصاد)، تراکم، د ژوندځایونو د جعرافیایی موقعیت او یو شمیر نورو معیارونو پربنسټ له یو بل څخه بیلیژي. د ذکر شویو څلورو معیارونو(جمعیت، اقتصاد، تراکم او تنوع) په نظر کې نیولو سره کولای شو کلي د لږشمیر انسانانو ژوندځایونه چه د ډیری کسب او بوختیا کرنه تشکیلوي او همدارنګه د خدمتونو او تولیداتو له لږی تنوع (بیلوالی) څخه برخمن دي، تعریف کړو. د امریکی په متحده ایالاتو کې کلیوال په دوه ډلو بزګران (Farmers) او غیربزګر (non-farmers) ویشي. ټول هغه کسان چی د ښارونو څخه د باندې په کلیو کې ژوند کوي او په کرونده کې کار کوي د بزګرو کلیوالو او همدارنګه هغه کسان چی په کرونده کې کارنکوي د غیربزګرو کلیوالو په نوم یادیژي.(۵)


دپراختیا مفهوم او تعریف:


 
په ټولیزه توګه پراختیا یا پرمختیا د ژوند د ښه کولو لپاره د هڅی په مفهوم د بشری ټولنې د تاریخ په اندازه قدامت لری. ولی پراختیا په ننی مفهوم چی تر زیاتی اندازی یو مقایسوی مفهوم دی؛ یو له هغه مفاهیمو څخه ده چی په تیره نیمه پیړی کې له بلې هرې موضوع څخه زیاته د مختلفو مجلسونو د بحث سرلیک ګرځیدلې ده. د پراختیا او نه پراختیا پدیده د دوهم نړیوال جنګ له پای څخه را پدې خوا د سیاسي اقتصاد په چوکاټ کې په یوه د بحث وړ موضوع واوښته او د پراختیا په اړه یي د مطالعاتو زمینه برابره کړه.  پراختیا (Development) د هغې د ارزښت او وسعت له امله په مختلفو تعبیرونو تعریف شویده، چی دلته دموضوع د ښه څرنګوالي لپاره د څو تعریفونو یادونه کوؤ.


په ټولیزه توګه پراختیا د یوي انساني ټولنې د مادي او معنوي سطحې د لوړوالۍ او د ټولنې ټولو وګړو ته د یو سالم ژوند لپاره د وړ (مناسبو) شرایطو  د را منځ ته کولو په معنی ده. ددی مفهوم په نظر كي کولو سره پراختیا د یوي ټولنی اقتصادی، ټولنیزی، سیاسی او فرهنګی جنبی په بر کې نیسی، چه کمې او کیفي بدلونونه دواړه  پکې شاملیږی. د پراختیا په زړه پوري (مطلوب) مقصد د یوي ټولنې د ټولو غړو د ژوندانه د کیفیت ښه والۍ دي. نو لدې کبله د پراختیا د لاس ته راوړلو لپاره هڅي باید داسې وي چې د ټولنې د ډیری غړو ګټي پکې خوندي وي. او که چیري د ټولنې یوه کوچینی برخه د پراختیا له پروسې څخه ګټې ترلاسه کړي، هغه ته پراختیا نشو ویلای.(۵) پراختیا د یوه عالي مفهوم په توګه د انسان لاس ته راوړنه او څو اړخیزه پدیده ده، او په خپل ذات یو مسلک شمیرل کیژي. پراختیا پدې دلیل چی د بشر لاس ته راوړنه شمیرل کیژي، په خپل ځان کې د فرهنګې ځانګړنو لرونکې ده او په یوه اورګانیک بدلون دلالت کوي. له پراختیا څخه هدف د ټولنې ټولو غړو ته د ګټور (پرثمره) ژوند را منځ ته کول دي چی د نوموړي ټولنې د فرهنګ لخوا تعریف شوي وی.(۸)


په ورځنیو چارو کی د پراختیا (Development) او ودی (Growth) له کلمو سره بلدتیا لرو، د بیلګی په توګه ویل کیژی اقتصادی وده، اقتصادی پراختیا، کرنیزه وده، کرنیزه پراختیا، ټولنیزه وده، ټولنیزه پراختیا او داسی نور. دا کلمی د عامو او کله د پوهانو په منځ کې په مترادف ډول استعمالیژې ولې د ټولنیزو علومو پربنسټ د نوموړو کلمو ترمنځ غوڅ توپیر شتون لري؛ وده (Growth) په خاصه معنی، په یوه ټاکلي وخت کې د هر یو متغیر (اوښتونکې) له کمي یا مقداري بدلون څخه عبارت ده. د مثال په توګه د غنمو حاصل په یو کال کې له ۱۰ ملیون ټنو څخه ۱۱ ملیون ټنو ته اوچت شو، نو ویلای شو د غنمو حاصلاتو په سلوکې ۱۰ وده کړیده. همدارنګه پراختیا (Development) یو هراړخیز بدلون دی؛ چی د یوی ټولنې د فرهنګې سطحي لوړوالۍ، نسبې هوساینه او د  لوړو درآمدې ستندردونو شتون یی روښانه نمونې دي. پراختیا په علمي معنی او مفهوم د یوي ټولنې په فرهنګې، اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې یو تدریجی بدلون دي؛ پداسي ډول چې، د نوموړی ټولنی د تولید د دوامداری ودی ضامن وی.(۸)


دکلیو د پراختیا مفهوم او تعریف:


 
پدې څو وروستیو پیړیو کې د صنعت او تکنالوژي چټکې ودي په نړۍ کې د کلیوالي سیمو وروسته پاتې والۍ نورهم څرګند کړ. په عمومي توګه کلیوال د ښاریانو په پرتله د لږ درآمد خاوندان او د ناڅیزو ټولنیزو خدمتونو څخه برخمن دي. د ټولنو کلیوالي قشرونه ډیر بیوزلې او رنځیدلي ولسونه شمیرل کیژي؛ چې ځینی وختونه دا حالت ښارونو ته ددوی د کډوالی (مهاجرت) لامل کیژي. ددې کډوالیو لامل د کلیو جغرافیایي خوروالۍ، د ټولنیزو خدمتونو نشوتوالۍ، د کرنې د مؤلدیت ټیټوالۍ، د نفوس په پرتله د کرنیزې ځمکې کموالۍ، په کلیو کې د بوختیا د فرصتونو نشتوالی (په خاصه توګه له کرنی څخه بهر) او د مسؤلانو ناسم مدیریت هم په ګوته کیژي. له همدی امله د کلیوالي سیمو د سختې بیوزلۍ او فقر د رفع کولو، د کلیوالو د ژوند د کچې او کیفیت د لوړوالی، د بوختیا او کار د فرصتونو د رامنځ ته کولو او د کلیوالو د مؤلدیت د لوړولو په خاطر د کلیو پراختیا منځ ته راغله.(۳)


د کلیو پراختیایی پروګرامونه د هر هیواد د پراختیایی پروګرامونو جز ګڼل کیژي، چې د کلیوالی ټولنی په اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې د مثبت بدلون لپاره پکار وړل کیژي. دا ډول پروګرامونه چې د دولت لخوا په کلیوالي سیمو کې پلې کیژي، د پلان پربنسټ د کلیو د ټولنیز او اقتصادي بدلون په نوم هم یادیژي. دا موضوع (دکلیو اقتصادي او ټولنیزه پراختیا) د پرمختیایي هیوادونو په منځ کې چې دولت د کلیو د جوړښت په نوي کولو کې د ځانګړو اقتصادي او سیاسي هدفونو سره د همغږی په خاطر اساسي رول لري، صورت مومي. له بلی خوا کاولای شو د کلیو پراختیا د ټولنې د لږ درآمد لرونکو غړو د ژوند د شرایطو د ښه کولو او بالاخره ددوي د بسیایني عامل و ګڼو. په تیرو وختونو کې د پراختیا سیاستمدارانو او مدیرانو فقط د کرنې په پراختیا ټینګار کاوه او هغه یی د کلیو د پراختیا اساس او بنسټ ګاڼه، پداسی حال کې چې نن ورځ د څیړنو پایلو روښانه کړیده چې د کلیو پراختیا یواځې د کرنې د پراختیا له لارې صورت نشي موندلای؛ ځکه کلیوالي ټولنې بیلابیل ټولنیز ابعاد لري او هراړخیزي پراختیا ته اړتیا لري. ددې دلیل دادي چې په لومړي سرکې د کرنې د پراختیا ګټي ټولو کلیوالو ته نه رسیژي ( ځکه ډیری ګټې د لویو ځمکه والو په برخه کیژي او همدارنګه ټول کلیوال ځمکه نلري) دوهم دا چې د کرنې په عصري کیدو او د نوي تکنالوژي په استعمال سره د کار انساني قوي ته اړتیا کمیژي (لږ تر لږه په اوږد مهال کی)؛ چې دغه موضوع خپله د کلیوالو د بوختیا د کموالی، د بیوزلۍ د زیاتوالي او بالاخره ښارونو او باندنیو ملکونو ته د ددوي د ګډوالۍ لامل کیژي.


له پورته څرګندونو څخه داسي معلومیژي چې باید د کلیو هراړخیزی پراختیا ته ډیره پاملرنه وشی؛ په خاصه توګه د کرنی، صنعت او خدمتونو د سکتورونو انډولیزه (متوازنه) پراختیا د کلیو د پراختیا لپاره اړینه بلل کیږی.(۳)


په زړه پوری بدلون او پراختیا اصلاً د اړتیاوؤ د رفع کولو او د ټولنې او خلکو د هدفونو او راتلونکو آرمانونو د پوره کولو په خاطر په لاره اچول کیژي، لدینه هاخوا (علاوه) د ټولو په زړه پوري طرحو او نظریاتو د تحقق او سمون لپاره لازم پروګرامونه او تګلاري په لاره اچوي ترڅو د ټولنی مادي او معنوي تکامل صورت ومومي.


د نړیوال بانګ د ۱۹۷۵م کال په نړیوال سمینار کې د کلیو پراختیا داسي تعریف شویده: د کلیو آبادي او پراختیا د ټولنې د یوي ځانګړي ډلې چې ډیر وختونه د ټولنې بیوزله قشر شمیرل کیږي، د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د اصلاح او سمون لپاره یوه استراتیژې ده. دغه استراتیژې د ټولنې په ډیرو بیوزلو قشرونو کې چې په کلیوالي سیمو کې د درآمد او عاید موندلو په هدف زیار باسي، د کلیو د پراختیا د ګټو د عامولو (د پراختیا ګټو ته د ټولو کلیوالو یو شان لاس رسې) په لټه کې ده، چی اکثراً کوچینی ځمکه وال، بی ځمکي بزګران او عادی کلیوال په برکې نیسي.


د کلیو په پراختیا کې د ټولنې په بیوزلو قشرونو تأکید د ټولنې له نورو قشرونو څخه د سترګې پټولو په معنی ندي؛ بلکه د پراختیا د ګټو څخه د ډیرو بیوزلو کلیوالو په برخمن کیدو او همدارنګه د کلیوالي ټولنو د ګډون له لارې د پراختیا د آثارو او نښانو په انډولیز ویش باندی د تأکید معنی ورکوي. د کلیو پراختیا د کلیوالي ټولنو د عصري کولو لپاره کارکوي او هغه له یوی حیري شوي او منزوي ټولنې څخه په داسې ټولنه بدلوي چې د ملي اقتصاد له ټولو برخو سره اړیکې و لري. ولې د کلیوالي ټولنو په اړونده ستونزو او له محرومیت او بیوزلی څخه د دوی په خلاصون ډیر ټينګار کوی.(۵)


د کلیو د آبادي او پراختیا پروګرامونه باید د لاندې ټکو پر بنسټ جوړ او و کارول شي:


د کلیو آبادی او پراختیا باید په پراخه او هراړخیزه توګه په پام کی و نیول شی؛ ځکه چې د کلیو آبادی او پراختیا صرف د کلیو اقتصادي او ټولنیزه پراختیا نه ده، بلکه پراختیا په عام مفهوم د کلیوالي ژوند ټولې اقتصادي، ټولنیزي، سیاسي او فرهنګې برخې شاملوي،
د کلیو د آبادي او پراختیا لړۍ (پروسه) باید په دوامداره توګه د کلیوالو ذهنی پیاوړتیا د خپل چاپیریال د ښه کنترول او استفادی په خاطر لوړه بوځي،
د فنی پرمختګونو څخه د په لاس راغلو ګټو انډولیز (عادلانه) ویش او د ټولنی د ډیری بیوزلو غړو چې له فنې پرمختګونو څخه لږه ګټه په لاس راوړی، ګډون (مشارکت) هغه موضوع ده چې باید په جدی او غوڅه توګه د کلیو د آبادي او پراختیا په پروګرامونو کې په پام کی و نیول شي،
د ټولنیزو جوړښتونو په چوکاټ کې د خلکو تنظیم او سمونه باید د پروګرام له بنسټیزو ټکو څخه وي،
پروګرامونه باید هر اړخیز او د کلیوالي ژوند ټولې خاوی په پام کې و نیسي،
د پروګرامونو یوالۍ او انسجام باید د کلیو د آبادي او پراختیا د اصلي استراتیژي په توګه په پام کې و نیول شي. او
د کلیوالو فرهنګې بدلون او تکامل، باید د کلیوالي ټولنې له اقتصادي، ټولنیز او فنی بدلون او تکامل څخه مقدم او مخکښ وی.(۸)
له پورته څرګندونو څخه داسې جوتیژي چې د کلیو آبادي او پراختیا تنها د ټولنې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د تنظیم او ترتیب په معنی نده، بلکه د ټولنې د غړو د معنوي اړتیاوؤ پوره کول او ددوی فکري تکامل لدینه څو واري زیات لومړیتوب لري. همدا راز د کلیو د آبادۍ او پراختیا پروګرامونه هر اړخیز پروګرامونه دي؛ چې د ټولنې د غړو د ژوندانه د پرمختیا ټولې خاوي او موضوعګانې لکه کرنه، مرسته، روغتیا، ښونه او روزنه، منابع، صنایع، د ژوند چاپیریال، تولیدات، خدمتونه، ترانسپورت، عمومي تأسیسات، تغذیه او داسي نور په برکی نیسي.(۸)


د کلیو پراختیا په خاصه توګه په پرمختیایی هیوادونو کې د ملی پراختیا د پروسی مهمه برخه تشکیلوی. که په پام کې وی چی پراختیا صورت و نیسي او همدارنګه دا پراختیا دوامداره بڼه ولري، باید په عام ډول له کلیوالي سیمو او په خاصه توګه د کرنی له سکتور څخه پیل شي.


د یادولو وړ ده چې د کلیو د پراختیا د پروګرامونو اساسي هدف باید د کلیوالي ټولنې د هغه کورنیو توانمنول وي، چې د خپلو هڅو سره سره نشی کاولای خپلی بنسټیزې اړتیاوی پوره کړی.(۵)


د کلیو ځانګړتیاوي او خصوصیات:


 
لکه څرنګه چې ټولو ته روښانه ده کلي په هره سیمه او هیواد کې ځانګړي فرهنګ، ژبه او ژوند دُود لري. زمونږ په ګران هیوا کې هم دا حقیقت لکه لمر ټولو ته ښکاره دي، او پوهیژي چې افغانستان له مختلفو ملتونو څخه چې ځانګړې فرهنګ، ژبه او ژوند دود لري، جوړ شویدي. دلته د موضوع د روښانتیا لپاره د کلیو ځیني ځانګړتیاوي چې دهغې پر بنسټ کلي له یوبل څخه بیلیژي، په لنډ ډول یادونه کیږی:


۱) کلي د ټاکلو جمعیتی مشخصاتو لرونکې دي،


۲) کلی یوه مستقله او آزاده ټولنه ده،


۳) کلی د فرهنګې هویت لرونکې دي،


۴) کلی د تاریخي هویت لرونکې دي،


۵) کلی یو بومي ژوند ځاي دي،


۶) کلی د جغرافیایي هویت لرونکې دي،


۷) کلی د اقتصادي ژوند لرونکې دي، او


۸) کلی د محلې مشرتوب د نظام لرونکې دي.(۸)


د کلیو د آبادۍ او پراختیا ځانګړنې (خصوصيات):


 
د کلیو آبادي او پراختیا باید د لاندې ځانګړتیاوؤ لرونکی وي:


د کلیو پراختیا باید د ټولنې د ډیری غړو د ژوندانه په شرایطو کې سمون رامنځ ته کړي،
د کلیوالي ټولنې د هغه اوسیدونکو شمیر چې د پراختیا له لړۍ (پروسی) څخه ګټه اخلي د هغه کسانو په نسبت چې د نوموړي پروسي څخه زیانمن کیژي، باید زیات وي،
د کلیو پراختیا باید لږ تر لږه کلیوال د خپل ژوند د اړتیاوؤ د پوره کولو له پلوه مطمین کړي،
د کلیو پراختیا باید په خلکو کې د بسیاینې د هڅوني (تشویق) لامل شي،
د کلیو پراختیا باید د کلیوالو له اړتیاوؤ سره همغږي او مطابقت ولري،
د کلیو پراختیا باید د کلیوالو په ژوند کې اوږد مهاله او دوامدار سمون (بهبود) را منځ ته کړي، او
د کلیو پراختیا باید د ژوند د چاپیریال د تخریب لامل نشي.
د کلیوالی سیمو د پراختیا او د ښارونو او کلیو ترمنځ د یوې انډولیزه اړیکې د را منځ ته کولو له لارې کاولاي شو ددې امکان را منځ ته کړو ترڅو خلک د خپلې خوښې او ترجیح پربنسټ ښارونه یا کلي د خپل ژوندانه لپاره غوره کړی. په حقیقت کې د کلیو د پراختیا هدف د ښاري ژوند په مقابل کې د بدیل ژوند ځاې پیداکول دي؛ پداسې توګه چې خلک په خپله خوښه هغه د خپل ژوندانه لپاره وټاکې، نه داچې په کلیو کې ژوند کول خپله مجبوري او ناچاري و ګڼې. د یادولو وړ ده چې؛ د کلیو پراختیا نباید په ښاري ژوند باندې د کلیوالي ټولنو د بدلون په مفهوم چې کله مدرینزاسیون1 هم ورته ویل کیږي، قبوله شي. بلکه کلیوالی ټولنې د ښاري او صنعتي ټولنو په مقابل کې د یوه بدیل یا انتخاب په مفهوم مطرح کیږي، او پدې خبره ټینګار کوي چې له ښاري او صنعتي استراتیژیګانو څخه پرته د بشر د ژوندانه لپاره یوه بله لار هم شتون لري، او کلیوالي سیمې ددې هدف لپاره پوره امکانات لري.(۵)


د کلیو پراختیا ته اړتیا:


 
داچې ولې د کلیوالي سیمو آبادي او پراختیا اړینه ده، په وروسته کرښو کې به جوته شي:


د نړۍ له نیمایی څخه زیات نفوس په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي،
یاد شوی نفوس د هوساینې له ټیټې   سطحې څخه برخمن دي؛ او په ځینو حالتونو کې حتی د خپلو بنسټیزو اړتیاوؤ په پوره کولو کې ستونزه لري،
نوموړي جمعیت د درآمد د ټیټی او د بیوزلۍ د لوړې سطحی لرونکې دي،
د ټولنې (ښاري او کلیوالي) خوراکې او د صنعتي فابریکو لومړني توکې، په کلیوالي سیمو کی برابر یږی،
کلي د هر هیواد د انسانی قوی مرکزونه دي،
د بشري قوي او د تولید د منابعو ټیټ حاصل او د بیکارۍ ډیره لوړه سطحه، او
بالاخره د ټولنې ددې برخې نا مطلوب وضعیت؛ د ټولنی په نورو برخو ناوړه اغیزه اچوي.
 
د ذکر شویو اړتیاوؤ د پوره کولو (تأمینولو) لپاره باید لاندې څو کرښې هیرې نشي:
د کلیو د پراختیا په اړه د مناسب لیدلوری درلودل او د ټولنې د شرایطو، قابلیتونو، مشکلاتو او د عمومي پراختیا د هدفونو په پام کې نیولو سره د وړ استرتیژي او تګلاري ټاکل،
د کلیو د پراختیا موضوع ته په هراړخیزه (جامع) بڼه کتل، او د کلیوالي ټولنې په ټولو کمې او کیفې ابعادو کې د هراړخیز او په زړه پورې بدلون په را منځ ته کولو ټینګار کول،
د پلانولو، مدیریتې، اجرایوي او عملیاتي جوړښتونو اصلاح ترڅو د کلیو سکتور ته واقعي رول او ونډه ور کړل شي، او
د پراختیا لړۍ (پروسې) ته د کلیوالي ټولنې داخلول او ددوې د ونډې او مقام سره د وړ سرنوشت ټاکل.(۵)
د کلیو د پراختیا اقتصادي ارزښت:


 
د کلیو د پراختیا اقتصادي ارزښت په لنډه توګه په وروسته څو کرښو کې بیانیږی:


کلي د خوراکې توکيو د تولید مرکزونه دی. او همدارنګه د ټولنې د پام وړ برخه خوراکې توکې له کرنیزو او څارویو د محصولات له لارې چې په کلیو کې تولیدیږي، پوره کیږي،
کلي د کرنیزو او څارویو د محصولاتو د تولید له لارې د صنعت د اړتیا وړ لومړنیو (خامو) توکيو د پام وړ برخه تأمینوی،
د کلیو سکتور په بوختیا، ملې ناخالص تولید (GNP) او د پراختیایی هیوادونو په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لري،
ډیری بیوزلې په کلیو کې ژوند کوي او کلیوالي ټولنې د ښاریانو په پرتله د محرومیت او بیوزلۍ  له لوړې (اوچتې) درجی څخه برخمن دی.(۵)
د کلیو د پراختیا لپاره اړینه ده چې لاندې ټکې په پام کې و نیول شي:


 
د علمي استراتیژی پر بنسټ د لنډمهاله او اوږد مهاله ښونیزو پروګرامونو ترتیبول،
کلیوالي ټولنو ته د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښاري ټولنو په پرتله د تبعیض او دهغه د نښانو له منځه وړل،
د ښاري او کلیوالي ټولنو په منځ کې د شته واټن ډکول،
کرنیزو فعالیتونو ته د کلیوالي ټولنو د ډیری غړو د بوختیا په حیث لومړیتوب ورکول،
د کلیوالو د پوهاوي د سطحي لوړول،
په کلیوالی سیمو کي د فرهنګي ټولنو او ښونیزو موسسو عامول،
په کلیوالي ټولنو کې د پانګونې پراخول او د اقتصادي فعالیتونو منځ ته را وړل، او
په کلیو او ښارونو کې د کرنې او صنعت انډولیزه وده او پراختیا.(۸)
د کلیو د آبادۍ او پراختیا پایلې او لاس ته راوړنې:


 
د کلیو د آبادۍ او پراختیا پایلې او لاس ته راوړنې په وروسته ډول دي:


د کلیوالو د فني او ټولنیزې پوهې د سطحې لوړوالۍ،
د بې خبرۍ له فرهنګ څخه د کلیوالو خلاصون،
د کلیوالو د شخصیت وده پداسې ډول چې و کولای شي د خپلې ټولنې او چاپیریال په اړوندو چارو کې خپل نظر څرګند کړې،
د ټولنې د چارو (اموراتو) په اداره کولو کې د ګډون په خاطر د دولت او مّلت په وړاندې د کلیوالو تعهد او د مسؤلیت درک کول،
په کلیوالو کې د تحرک او تفکر پیدایښت او همدارنګه د خپلو مشروع او قانوني اړتیاوؤ او غوښتنو د تأمینولو په خاطر ددوي ټینګار کول،
د بوختیا د فرصتونو زیاتوالۍ، د کسب او کار پرمختیا او ترقې او په پایله کې په کلیوالي ټولنو کې د تولیدي اقتصاد وده او پراختیا او د بیوزلۍ کموالۍ،
د کلیوالو لپاره د ښارونو د ژوند په پرتله د کلیوالي ژوند ښه والی او په پایله کې په کلیو کې د ژوند کولو د انګیزی زیاتوالی، او
په کلیو کې د تولید د پاتی شونې انساني قوې پیداکیدل چې د تولید او خدمتونو په سکتورونو کې د تولیدي ماهرو قواوؤ اړتیا پوره کوي. اونور(۸)
د کلیو د پراختیا لویی ستونزی:


 
۱)  د بیوزلۍ، بيسوادۍ او ناروغي د لمنې پراخوالۍ،


۲)  د بیکارۍ (وزګارۍ) د مختلفو ډولونو شتون،


۳)  د زیربناؤ (بنسټونو) کموالۍ، او


۴)  له کلیو څخه د ښارونو په لور د کلیوالو چټکه ګډوالې (مهاجرت).


له ذکر شویو ستونزو څخه وروستۍ ستونزه نن ورځ په نړۍ خصوصاً په پرمختیایی هیوادونو کې ډیره د پام وړ ده؛ او په حقیقت کې د ټولو ستونزو وروستۍ پایله ګڼل کیدای شي. دلته د موضوع د وضاحت لپاره په نوموړې ستونزه لږ څه رڼا اچول کیږي :(۹)


له کلیو څخه ښارونو ته د کلیوالو د چټکې ګډوالۍ لاملونه:


 
۱) په کليو کې د نفوس چټک زیاتوالۍ او د ځمکې او اوبو د منابعو کموالۍ،


۲)  په کلیو کې د بیکارۍ د لمنی پراخوالۍ،


۳)  د کرنې د سکتور د مؤلدیت او د کرنیزو محصولاتو د نرخ ټیټوالۍ، په مقابل کې د تولید او 


     ژوندانه د مصارفو زیاتوالۍ،


۴)  د زیربنایی (بنسټویزو) آسانتیاوؤ او ټولنیزو خدمتونو کموالۍ،


۵)  په کلیو کې د بوختیا د فرصتونو، امنیت، د درآمد د منبع او ښه ژوندانه د شرایطو نشتوالۍ،


۶)  په ښارونو کې د کلیو په پرتله د آسانتیاوؤ زیاتوالۍ او د ښاري ژوند سره د ډیری ځوانانو مینه


     او علاقه، او


۷)  په کلیو کې له کرنې بهر د بوختیا د فرصتونو نشتوالۍ او د بیوزلۍ زیاتوالۍ. اونور(۹)


له کلیو څخه ښارونو ته د کلیوالو د چټکی ګډوالۍ د حل لاری:


 
۱)  د کلیوالي ټولنې د پراختیا لپاره د یوې هراړخیزې استراتیژې او پالیسې طرح او تطبیق،


۲)  د کرنې د سکتور د مؤلدیت لوړول،


۳)  د بنسټونو او ټولنیزو آسانتیاوؤ منځ ته را وړل،


۴)  په کلیو کې د کلیوالي او کرنیزو صنایعو وده او پراختیا،


۵)  په کلیو کې د بوختیا د پراخه فرصتونو برابرول، او


۶)  د کلیوالو د پوهاوي د سطحي لوړول. اونور(۹)


د کلیو د پراختیا پروګرامونه هله ګټور دي چې لاندې ټکی په پام کې و نیسي:


 
۱)  د خلکو (کلیوالو) د اړتیاوؤ پربنسټ بنا شوی وي،


۲)  خلک د پروګرامونو په جوړولو او عملي کولو کې فعاله ونډه ولري او له هغوي څخه ګټه


     واخلې،


۳)  داچې خلک (کلیوال) د لومړیتوب پر بنسټ د اړتیاوؤ د تشخیص مهارت او پوهه ولري، او


۴) د کلیو د پراختیا پروګرامونه هر اړخیزه بڼه ولري.(۹)


اخځونه
استراتیژې وزارت احیا و انکشاف دهات برای استراتیژی انکشاف ملی افغانستان. ۱۳۸۵. ص ۱- ۳.
استراتیژی وزارت زراعت و آبیاری برای استراتیژی انکشاف ملی افغانستان. ۱۳۸۵. ص ۵.
امینی، محمدرضا میرزا. ۱۳۸۷. توسعه روستایی چیست؟. ویبسایت (http://www.sharifthinktank.com).
پلان استراتیژیک وزارت احیا و انکشاف دهات برای سالهای (۱۳۸۶- ۱۳۸۸). ۱۳۸۵.   ص ۱- ۱۷.
جمعه پور، محمود. ۱۳۸۵. مقدمهای بر برنامه ریزی توسعه روستایی: دیدگاه ها و روشها. تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشگاها(سمت). ص۳۷، ۵۱، ۵۲، ۵۶ – ۵۹.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لاس ته راوړنی. ۱۳۸۶. د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویب پاڼه (www.mrrd.gov.af http://).
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لنډه تاریخچه. ۱۳۸۶. د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویب پاڼه (www.mrrd.gov.af http://).
شهبازی، اسماعیل. ۱۳۸۱. توسعه و ترویج روستایی. تهران: دانشگاه تهران. ص ۲۴- ۲۶، ۳۵- ۳۷، ۴۰- ۴۵(مقدمه)، ۲- ۴، ۷- ۹، ۱۳، ۱۴(توضیح کتاب).
فضل، فضل الدین. ۱۳۸۶. نقش زراعت در انکشاف دهات. علم و فن (مجله علمی پوهنځی زراعت، پوهنتون کابل)، شماره دوم. ص ۵۹، ۶۲.