کور / تازه خبرونه / د افغانستان د جګړې تاوان څوک پرې کوي؟

د افغانستان د جګړې تاوان څوک پرې کوي؟

نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره د افغان په جګړه کې د لګښتونو، زیانونو او تاوانونو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې فرشتې جلالزۍ ورته لنډه کتنه کړې ده.

هفنینګ پوسټ:

د امریکا چاپ هفنینګ پوسټ خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې ،څه شی د طالبانو د قدرت دوام توضیح کولای شي، تر سرلیک لاندې لیکي: په افغانستان کې د متحدو ایالاتو جګړه د دریو لږپرمختللیو هیوادونو په وړاندې یوه ده چې امریکا ته یې هیڅ ډول جدي ګواښ نه متوجه کاوه .

دغو جګړو ټولواړخونوته زښت زیات مال اوځاني زیانونه رسولي.
که چیرې مسلې ته په دقت وکتل شي ، په دې برخه کې د امریکا د نفوذ او قدرت څرګندونه بې ځایه او بې هدفه وه.

د خپرونې په لیکنه: په نړۍ کې د تر ټولو پياوړې پوځي ځواک په وړاندې د طالبانود مقاومت په دلیل پوهیدل بې ګټې خبره نه ده. پرافغانستان د امریکا پوځي یرغل ظاهرا په تاریخ کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې وروسته مخ په کمیدو دی.

په افغانستان کې د امریکا د پوځي رول د کمیدو پریکړه د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا په یوه ناڅاپي ډول اعلان کړه. پانیتا وویل چې تر ټاکلې مودې یوکال مخکې به په افغانستان کې محارب ماموریت پای ته ورسوي او د پوځي چارو مسولیت به افغانانو ته وسپاري.

په عین حال کې، د امریکا متحدو ایالاتو طالبان په قطر کې د سولې خبرو ته هڅولي څو جګړه پای ته ورسیږي، او یو ایتلافي حکومت رامنځ ته شي چې په دې هیواد کې روانو شخړو ته د پای ټکی کښیږدي.

خپرونه لیکي چې د امریکا د متحدو ایالاتو دا حرکت عاقلانه ځکه دي چې په دې بهیدونکي ټپ پټۍ کښیږدي او هم به مستقیم ډول د شاوخوا ۲۶۴ ملیارډ ډالرو د ضایع کیدو مخه ونیسي. د خپرونې په وینا تراوسه له دو زرو څخه زیات عسکر په دې جګړه کې وژل شوي او شاوخوا شل زره نورټپیان شوي دي.

هفنینګ پوست خپرونه لیکي، طالبانو هم په تیرو څه باندې لسو کلونو کې ډیر زیات تلفات لیدلي. تراوسه درې سوه شپږنوي زره تنه مړه شوي او تر ۷۹۲ زره څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

په دې جګړه کې ۶۵ زره ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ زره کلي ویجاړ شوي دي. دغو زیانونو ته په کتو سره اوس پوښتنه داده چی ولې طالبان تراوسه له پښو ندي غورځیدلي؟

وال سټریټ ژورنال:

امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې کانګرس ته د جمهور ریس اوباما د ادارې له خوا د وړاندې شوې بودجې په اړه یومطلب خپورکړی او د پیل په کرښو کې لیکي، د ولسمشر اوباما ادارې پرامریکاد ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمي له حملو وروسته چی په افغانستان او عرا ق کې جګړې پیل شوی، د لومړي ځل لپاره سږکال د دواړو جګړو لپاره د بودجې د کمولو وړاندیز کړی دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي ، دا د امریکا د دفاع د وزارت ( پنټاګون) د هغې پلان شوې بودجې پر اساس کیږي چې هدف یې د یوه مالی دسپیلین رامنځ ته کول دي چې د پوځ د روغتیايي امتیازاتو، تقاعد او معاشونو کمیدل یې یوه برخه ده .

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر بارک اوباما د راتلونکی مال کال لپاره چې د اکټوبر په لومړۍ پيلږي، ۵۲۵ اعشاریه څلور ملیارده ډالر د ملي دفاع د وزارت د بنیادي فعالیتونو لپاره غوښتي دی. ولسمشردغه راز په افغانستان کې د پوځونو د ملاتړ لپاره د ۸۸ اعشاریه څلور ملیارده ډالروبودجې غوښتنه کړې ده.

دا د افغانستان د پوځي ماموریت لپاره د تیرکال د وړاندې شوې بودجې څخه ۶ ملیارده ډالرکمښت څرګندوي چې تیرکال د کانګرس له خواتایید شوې وه.

په دغې نوې بودجه کی د افغانستان د امینتي ځواکونو بودجه نیمایي کمه شوې یانی له ۱۱،۲ میلیارډو څخه ۵،۷ میلیارډ ډالرو ته راښکته شوي ده.

د والسټریټ ژورنال په وینا د بودجې دغه کمښت دا حقیقت څرګندوي چې د امریکا متحدو ایالاتونو د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتواړتیا پوره کړې او له دې وروسته کولای شي چی په نویو وسایطو او وسلو کمې پيسې ولګوي.