کور / خبرتیا او پيغامونه / د باوري کورنۍ لخوا د منني پيغام

د باوري کورنۍ لخوا د منني پيغام

ستاسوټولودوستانوئې کورودان


تاسو ټولوته دې لوي څښتن په دين اودنياکښي ستراجرونه درکړي
تاسو دوستانودروان ز کال دجنوري دمياشتي پر ۱۷ مه ډيرخواشينونکی خبر ترلاسه کړچي د پوهني وزارت د کمپيوترتکنالوژي د انستيتوت مشر اوسلام فرهنګي ټولني مسول ,الحاج محمد جان باوري کشر ورورعزيز الله باوري چي د روزګان ولايت د دِهراوت په ولسوالي کي اوسېده، په خپل کورکي د ورپیښي ناروغۍ له امله په ناڅاپي توګه په حق ورسېد . اناالله وانا الیه راجعون
ددې خبر په اوريدو سره په افغانستان اوبهرنيو هيوادونوکښي ددې کورنۍ ټول دوستان اوملگري دعزيز الله باوري په ناڅاپي مرگ غمجن سول .
دباوري کورنۍ ته ، په سلهاودوستانو يوپه بل پسې دافغانستان دمختليفو ولايتونو،امريکا متحده ایالاتو، بلجيم ،جرمنی، سويډن،هالنډ، انگلستان ،کاناډا،استرالیا،اوکراین اونوروسيمونه دډاډگېرني اوخواشينۍ څرگندولوتليفونه اوپيغامونه رارسېدلې دي .
دمرحوم عزيزالله جان ناڅاپي مړينه اودهغه ځوانه کورودانه اوپنځه ماشومان پاته کېدل ددې کورنۍ دهرغړي اودوست لپاره دردونکې پېښه ده . داچي موږ دخداي بنده گان اوپيدایو همدا لوي څښتن ژوندهم رانه اخلي ،دادتقديرخبره ده اوتقديرته بايد غاړه کښېښودل سي .
داچي ددې کورنۍ سره پدې ورپېښ غم کښي له دهراوت ، روزګان،کندهار ،کابل اوبلجيم پوري زيات شمير هيوادوالو،اديبانو ، فرهنګيانواو مخورو شخصيتونو ددوی سره ددوی د ارواښاد ورور د وير پر ټغرکښېنستل اوخپله غمشريکي يې څرګنده کړه ددې کورنۍ سره ورپېښ غم نيم کړ .
مرحوم عزيزالله باوري د ژوندد ډېروناخوالو، لوړواو ژورو څخه بريالئ راووت . مستعد او روښنفکره ځوان و .
دزده کړي پر وخت داخلي او تنظيمي جګړودهيواد پرېښېدو ته مجبورکړ، په ۲۰۰۱ کال يې بيا زده کړو ته مخه کړه،په ۲۰۰۶ کال د ښه استعداد له کبله په کابل کي د انګليسي ژبي د زده کړي په يوه تعليمی موسسه کي د ښوونکي په توګه مقررسو .
زموږ دهيوادناخوالي دومره پېچلې اوتاريکي دي چي پېچلتيائي عزيزالله جان تر دهراوت ولسوالی پوري ورساوه .هغه غوښتل دخپل پلار مېنه وساتي اوددې کورنی نغری هلته هم دپلاردژوندپه دودگرم وساتل سي ،لکه چي پلار یې مرحوم اخترمحمد خان دخپل ولس چوپړکاوه ده هم غوښتل په خپله ولسوالی کښي ددي زورېدلي ولس په چوپړ کي ووسي .
د ویر او خواشنۍ ځای دۍ چي په ټول هيوادکي دجگړې اوربل ، هرې خواسيالئ اودښمنۍ په درب رواني دي .
پوهي او ځیرکتوب د ژور خفګان کندي ته وغورځاوه ،له هری ناخوالي سره دردیدۍ ، له هر مصیبت څخه یې سل سل پوښتني درلودی ، چي عزيزالله جان ئي دليدواولمس حوصله له لاسه ورکړه .
دحاجي امين باوري خبره (جنګ،جنګي ماحول اومعاشره زما د ورور قاتلان دي )
موږدټولوهغو دولتي ادارو،ملي اوفرهنگی شخصيتونو،دپوهنتون اونوروعلمي موسسو استادانو،فرهنگی ټولنواودرنو هيوادوالونه چي په دهراوت کښي یې د جنازې او فاتحی ،کندهار،کابل کښي یې دمرحوم دفاتحې په مراسموکي گډون درلود ، اوله هغودرنو دوستانوڅخه چې په بلجيم کي ئي دفاتحې په مراسموکي دگډون لپاره له انگلستان ،جرمني ،هالنډ ،سويډن ، ډنمارک ، اطریش ، فرانسی او سویس هيوادونو څخه تشريف راوړئ وودزړه له کومې مننه کوو.
اړينه ئې بولودټولوهغوفرهنگي ټولنو،علمي اومنلو شخصيتونواوزموږ دکورنۍ له دوستانواوخواخوږوڅخه چې موږ ته یې پيغامونه راليږلي ،له هغوټولوافغاني بریښنا پاڼوڅخه چي ددې سترويرسره دهم ږغۍ په موخه ئې زموږ دکورنۍ سره زموږ ددوستانو دخواخوږ ۍ ږغ ترټولوپوري رسولی دی دوطني مينې په څرگندولوسره ټولوته دلوي څښتن له دربارنه دستراجر غوښتنه کوو.
همدا شان دبلجيم دبروکسل په ښارکي له هغو افغانونانواوددوۍ له کورنيونه دزړه له کومې مننه کوو،کوم چي زموږ سره ئي پدې لوي غم اوناورين کښي برخه واخستل اوموږ ئي يوازي پرې نه ښودلو .
دباوري کورنۍ ددغوټولودوستانو څخه يوځل بيادمننې په څرگندولوسره دلوي څښتن له دربارنه دوی ،ددوی دکورنيو ټولوغړواودوستانواوټولوافغانانو ته ارام اوبسياژوندغواړي .
درب العالمين دربارته لاسونه لپه کوو چي په دې غم لړلې هيوادکي سوله اوثبات راسی اونوردداسي غمجن پيغام اورېدل دچادکوردروازه ور ونه ټکوي .
زموږ پشان په غم دې خداي بله کورنۍ نه غمجنه وي. .
آمين يارب العالمين
ستاسوئي کورودان چي زموږسره موپدې وير ځانونه ویرجن او غم راسره شریک کړ .
يادښت : ارواښاد عزيزالله باوري ته ځانګړې پاڼه له دې ځايه وګورئ