کور / سپورټي / کنړ پېښور ته په پنځه ويکټو ماته ورکړه

کنړ پېښور ته په پنځه ويکټو ماته ورکړه

کونړ دکرکټ سولې سياليو په ترڅ کې دپيښور لوبډلې ته په پنځه ويکټو ماتې ورکړه
دکرکټ بورډ دختيځ زون مطبوعاتي دفتر دخبر له مخې دغه سيالۍ چې دکونړ په ولايتي لوبغالې کې دپيښور او کونړ منتخبو لوبډلو ترمنځ دسولې جام ترنامه لاندې ترسره کيږي په لومړۍ لوبه کې کونړ لوبډلې وکولاى شول چې پيښور لوبډلې ته ماتي ورکړي .
خبر زياتوي په دغه لوبه کې پيښور لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکل شوې ديرش اورونو کې داوه لوبغاړو په سوزيدو سره دوه سوه شل منډې ترسره کړي چې دپيښور لوبډلې لخوا سيدالرحمن نهه شپيته او ساجد شپږڅلويښت منډې ترسره کړي او کونړ توپ اچونکوڅخه وليد بيا درې لوبغاړي وسوزول .
په ځواب کې دکونړ لوبډلې وکولاى شول چې دخان محمد په تيزې توپ وهنې سره ټاکل شوي هدف ته په شپږ ويشتم اور کې په داسې حال کې چې پنځه لوبغاړي سوزول شوي وو ځان ورسوه اوپه دې سره يې پيښور لوبډلې ته په پنځه ويکټو ماتې ورکړه .
دکونړ لوبډلې له لورې په توپ وهنه کې پاچاحسين يو اويا اوخان محمد چې په اته ويشت توپونو يې دشپږ شپږيزو په وهلو سره اته شپيته منډې جوړې کړې وې او دلوبې غوره لوبغاړى هم ونومول شو ښه توپ وهنه وکړه .