طالبان:امريکايان دي د شوريانو له برخليکه درس واخلي
له افغانستان څخه د شوري اتحاد د سره پوځ د وتلو د ۲۳مي کليزي په مناسبت طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر امريکايانو ږغ کړی دی چي په افغانستان کي د شوروي اتحاد له برخليکه دي درس واخلي او له افغانستانه دي ووزي .
د طالبانو په علاميه کي راغلي : په تاریخي لحاظ افغانان کولای شي دغه ویاړمنه ورځ دکمونیزم له شرڅخه دټول بشریت دنجات ورځ وبولي ،ځکه دشورویانو په مقابل کې دهغوئ اسلامي جهاد یواځي دافغانستان دازادي لامل نه بلکې دکمونیستي امپراتورۍ له واکمنۍ څخه دمنځنۍ آسیا دټولو محکومو هیوادونو دخپلواکي اودسره کمونیزم له شره دنړۍ دژغورنې سبب هم شو.
په بل ځای کي طالبان وايي چي یرغلګرو روسانو له غیرتي افغانانو سره ترلس کلن زورآزمویلو وروسته داخبره درک کړه چې دمجاهدو افغانانو په ټاټوبي کې نور پاتي کیدل ورته دسربایللو اوځان غرقولو مانالري ،هماغه وه چې دژنیوا دتړون په پلمه يي ځان ته له افغانستان څخه دتیښتې لاره پیدا اوخپل ټول ځواکونه يي بی قید اوشرطه وایستل ،خو امریکایان لا نورهم آزمویل شوي افغانان آزمويي او په مختلفو ناموجهو پلمو په دغه ناکام حالت کې په افغانستان کې دپاتي کیدو کوښښ کوي .