کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې له يوسف رضا ګېلاني سره وليدل

ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې له يوسف رضا ګېلاني سره وليدل

اسلام اباد:پژواک دخبري اژانس د خبر له مخې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سره په اسلام اباد کې وليدل.دواړو مشرانو ساعت مخکې ( دوولس بجې) په دې ليدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه، د سيمې پر حالاتو او له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پروسې په تړاو خبرې اترې وکړې.په دغې ناسته کې له ولسمشر کرزي سره تللي پلاوي، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني، بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر، د کورنيو چارو وزير رحمان ملک، د دفاع وزير احمدمختار، د سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله او يو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ګډون کړى و.ولسمشر کرزي او ګېلاني د پاکستان او افغانستان د دوه اړخېزو اړيکو پر پراختيا او په خپل منځ کې د بې باورۍ پر ختمولو ټينګار وکړ.ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم نن وګوري.دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر انتسار سلهري پژواک اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان، پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيران، زلمى رسول، حنا رباني کهر او منوچهر متکي په خپل منځ کې درې اړخېزه ناسته ولري.د هغه په وينا، سبا به د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دريو واړو هېوادونو ولسمشران درې اړخېزه غونډه وکړي.د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ايران د هېوادونو په درې اړخېزه غونډه کې پر ګډون سربېره به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا ګېلاني سره په جلا جلا توګه وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د سولې د ګډ کمېسيون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همکاريو په اړه د دوه اړخېزو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.سرچينه کاږي، چې حامد کرزی به د پاکستان د مسلم ليګ ګوند له مشر نواز شريف، د فضل الرحمن اړوند د جمعيت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شېرپاو اړوند د خلکو د ګوند له مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د سميع الحق اړوند د جمعيت علمای اسلام له مشر مولانا سميع الحق سره هم وګوري.په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکريم خرم، د جمهوري رياست وياند او د مطبوعاتي دفتر مشر ايمل فيضي او يو شمېر خبريالان ملګري دي.له دې مخکې د روان کال د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوې وه.د دې درې اړخېزې غونډې د جوړونې پرېكړه د ايكو يا سيمه ييزې همكارۍ د سازمان په غونډه كې، چې په تهران كې جوړه شوې وه، وشوه.