کور / هراړخیز / نړۍ ، سود او اسلام

نړۍ ، سود او اسلام

زه خپله له ماشوم والي څخه داخبره اورم چې جاپان ،افغانستان په يوه ورځ ازادشوې خوزموږاودهغوې په ژوند واټن دزمکى اود اسمان خبره ده .

دجاپان هيواد ډيپلومات (سفيريااستازى ) په يومحفل کې ويل چې په نړۍ کې به داسې هيواد نه وې چې په هغې هيوادکې د جاپان هيواد کوم يوشي شتون نه لرې ، که هغه يو ټيپ يوه پيته ولې نه وې خوشتون به ضرور لري ، دپرمختګ بيلګه يې داسې ده چې ، دبل هيواد په نصيب کې نه ښکاري ده او ورسره داهم رښتياخبره ده چې ، په دوهم نړۍ وال جنګ کې جاپان هيواد دعبرت يوه نمونه جوړه شوه ، دمهذبى نړۍ سرخيل دهغې پر دوه ښارونه په اتومى وسلونيست نابود کړل ، دکومووسلودبندولولپاره چې هغه په ګرده نړۍ کې چغې وهې اوګرځې ، جاپان تر٢٠١٠ کال پوري دنړۍ دويم سترمعاشى طاقت ؤ اودچين په تيزرفتاري ترقۍ څخه وروسته هغه دريم نمبرته ښکته شو ، اودهغې اساسي لامل دجاپان ناکامى نه ده بلکې دچين زيات نفوسو( دوه نيم اربه ) دخلکوپه معاشي ميدان کې دليونيوپه څيرکارکول دى اود نړۍ دهيوادونو سرمايه دارانو په چين هيواد کې د مزدورانو په ارزانه بيه موندل په ګوته شويدې ، چې خپله سرمايه هلته انتقالوي که نن هم ياده سرمايه چين څخه د بآندى ووځې ، اوياهم چين هيواد دخپلو عوامو د کاميابۍ اوبهبود اوپه مزدورانو په هغه کچه خرچ وکړې څومره جاپان کې کيږې نوبيادجاپان هيواد هيڅوک مقابله نشې کولاى…….
جاپان نه يوازى چې دمخکښۍ يوبيلګه قايمه کړي بلکې هغوى په خپل هيوادکې هيوادوالو ته د ژوند معيار ترهرخاص وعام ته رسولې دمالدار اوغريب فرق پکې ډير نه ترسترګوکيږې ، دجاپان پدې ځاي کې يادونه له لدې امله کيږې چې هغه رښتيا دى چې په ډيرى هيوادونوکې پوهان ، شنونکى ، اقتصادياتو پوهان ،سياستوال اوداسې نور په ښکاره ټکوخبره نه کوې په اشارو او کنايوکې هم ورته اشاره نه کوي لدې امله چې هغه يومعاشي روڼ حقيقت دى بلکې لدى لپاره چې دهغې څخه د سپيڅلې دين اسلام يولوى معاشي رښتيامخې ته راځې اوثابتيږې اوهغه اصول دسود خاتمه او پاى ته رسول دى ………

په فبوري ١٩٩٩ کې يعنې دنن څخه ١٣ کاله وړاندې جاپان هيواد د خپلوټولو بانکونوڅخه پرقرض دسودکچه صفر(نشت) ته کوزه کړه ولى چې له دى وړاندې هلته هم د منافع ټکى استعماليده ، اوهغوى هم په بانکونوکې د دوه سوه کلن نظام مئين ؤ چې هغوى دغه سودى نظام ته يوعمومى تجارت ( کاروبار) فکرکاوه لدى امله دهغوى په اند هغوى د راکړي ورکړې په معاملوکې د يو نوي نظام کړنلاره غوره کړه چې
(ZIRP) ZeroIntest Rate Policy ورته ويلې شې ؟؟؟؟؟؟؟؟

اوداهم هغه سوچ اوفکردى چې د انسانيت محسن حبيب کردګار حضرت محمد صلى الله عليه وسلم موږ ته ١٤ پيړۍ وړاندى په خطبه حجة الوداع کې وړاندى کړي اوويلې دي : د جاهليت دزمانى ټول سود ختمه وم اوترټولو لومړۍ يې دخپل تره حضرت عباس ابن عبدالمطلب رضى الله تعالى عنه سود معاف کړ ،اوجاپان ددې صفر منافع تګلارې ته جواز دا ورکړى چې موږ ټول داد معاشى انصاف اود ټولنى د استحکام لپاره کوو هغوې ويلې پدى ډول په جاپان هيواد کې ١٢٧ ميليونو وګړو ته د کاروباراوتجارت اسانتياوى برابرى شوې او دوى ډيرپه محنت او مينې سره تجارت اوکاروبار کوې اوداهغه لويه پريکړه وه کومې چې اسمهال دجاپان معشيت په خپلوخپو ودراوه ، ګردى نړۍ په چين کې خپله سرمايه ولګوله او نړۍ دمعاشى بحران يوى کناري ته درسيدلو قريب شوې وه دسود دپاى ته رسولو ياده د صفر تګلارى لپاره دغه اواز کوم نوى اواز نه دى په ټوله نړۍ کې دمعاشى اقتصادياتوماهرين ددغې سودى نظام په شکنجى اودهغى د غلتوتاثيراتو څخه د خلاصون لپاره په هره زمانه کې اوازونه اوچت شوي ، هغوى مسلمانان نه ؤ بلکې کره اوساده دمعاشياتوپوهان ؤ :

څلويښت کاله وړاندى (١٩٧١ ) کال کې دامريکا ولسمشرريچارډ نکسن په خپله وينا کې ديوډير لوى معاشياتو پوه ملټن فريډمين حواله ورکړى داهغه سړى ؤ چې اواز يې اوچت کړى ؤ چې دهري ټولنى استحکام ، امنيت ،برابرولو اومعاشى ښه والى لپاره اړين دي چې هغه د رقم په راکړه ورکړه کې گټه صفرکړاى شى پدى ډول به زيات نه زيات رقم په کاروباري معاملاتوکې خرچ شې اوپه خلکوکې به کم نه کم دمنافع خوړلو جذبه پيداکيږې يعني که تاسو خلکو ته رقم دقرض په ډول ورکړئ اوبياترى په زور او سختۍ سره سود اخلي نوپه همدى کچه هغه به عاموګړو څخه دشيانوپه بيوکې ډيروالى راولى اوهغوى هغه قيمت حاصلوى اوهسې هم دسود بوج په کوم سرمايه دار بآندى نه راځې بلکې په عامو وګړو باندې يې بوج او زور راځي او ژوند د سخت نه نورهم سختيږي دهمدى ملټن فيډمين د اصولو ديادولو سره ولسمشر نکسن په کوم ډول درښتيااعتراف کړى دى او دهغه هغه وړاندوينه په کوم ډول شوى ده
هغه ويلې ؤ :
نن موږ د کينزين (Keynesians) په اصولو باندى خپل بانکونه مخ پروړاندې بيايو مګرملټن فريډمين چې څه وايې که چيرته هغه حتمي صحى وى او زموږ معشيت په همدى چال باندى تباه کيږې نو موږ ټول به په ٢٠٠٩ به موږ ټول د اسلامى دبانکونوپه ډول يو دولسمشرنکسن اينګلسې ټکى پدى ډول دى :

By 2009 Wemayallb Islamic binkers

اودهغه خبره اسمهال په حقيقت بدله شويده ………………..

موږ ته اسلام څوارلسوه کاله وړاندى ويلې چې سود يوه داسې ګناه ده چې اويا ګناهونه لري او ترټولو وړه د سود ګناه دخپلى مور سره زنا کول دى .
پاى