کور / تازه خبرونه / کندهار: د مشرانو جرګې جعلي غړي مهم اسناد وړي دي

کندهار: د مشرانو جرګې جعلي غړي مهم اسناد وړي دي

افغان چارواکي وايي يو کس چي ځان يې د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې غړى معرفي کړى، په دې وروستيو ورځو کي کندهار ته تللى او هلته يې له والي، د استخباراتو له رئيس، امنيه قومندان او نورو مهمو ادارو له مشرانو سره خبري کړي او د هغوى له خولې يې حالات پوښتلي دي.
د آزادۍ راډيو په خپل يوه راپور کي خبر ورکړ، چي دې کس په کندهار کي له ځينو مهمو طالب بنديانو سره هم کتلي او معلومات يې ټول کړي دي، خو کله چي نوموړى د کابل په پلمه له کندهاره وتلى ځايي چارواکي خبر سول چي دا کس د مشرانو جرګې غړى نه وو او يوه جعلي څېره وه.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي له آزادۍ راډيو سره په مرکه کي ومنله چي دغسي يو څوک ورغلى وو، خو دا يې رد کړه چي ګني هغه ته يې مهم اسناد ورسپارلي دي.
د دې کس په باب تر اوسه معلومات نه دي ورکړل سوي چي له کومي خوا راغلى وو.
دوه کاله دمخه بيا يو کس ځان د طالبانو مرستيال مشر ملااختر محمدمنصور معرفي کړى وو، د افغان او نړۍ والو ځواکونو له مشرانو سره يې کتلي وو او ويل کېږي چي په لکونو ډالر يې جېب ته واچوله، خو وروسته معلومه سوه چي نوموړى کس ملامنصور نه، بلکي د بلوچستان د کوټي ښار يو عادي دکاندار وو.