کور / تازه خبرونه / د سعودی مرستندویه کميټیی په بېوزلو كورنيو مرستې وويشلې

د سعودی مرستندویه کميټیی په بېوزلو كورنيو مرستې وويشلې

پېښور:دافغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه كميټۍ په (۲۰۰) بېوزلو كورنيو مرستې وويشلې
نوموړې مرستې چې په(۶۰۰) كمپلو او (۲۰۰) ترپالونو مشتملې وې د پختونخوا ايالت په جهندا- صوابۍ سيمه كې د پنجشنبې په ورځ ۱۶-۲-۲۰۱۲ توزيع شوې.د دغه مرستو د ويش پر مهال د افغانانو لپاره د سعودي مرستندويه ټولنې (SRCA) د عامه علاقاتو د څانګې مشر محترم حاجي عبدالله خان او ورسره ټيم ګډون درلود.ښاغلي حاجي عبدالله خان د خپلې ټولنې په نمايندګۍ وويل: دا مرستې د هغو دوامدارو مرستو لړۍ ده كومې چې د خادم الحرمين الشريفين شاه عبدالله بن عبدالعزيز په لارښوونه د سعودي عربستان ولس د پاكستان مسلمان ولس او په دې هيواد كې ميشتو افغان مهاجرينو لپاره رالېږلي دي او هغه زياته كړه چې د سعودي حكومت او ملت د پاكستان بېوزلو او افغان مهاجرينو سره به خپلې هر راز مرستې دوامداره او جاري ساتي، او دافغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه كميټه به په دې هكله خپله دنده او وجيبه د تېر په څېر لا ښه اداء كوي.