کور / تازه خبرونه / د جرمني ولسمشر استعفا ورکړه

د جرمني ولسمشر استعفا ورکړه

د جرمني ولسمشر  کریستیان وولف خپله استعفا ورسته له هغه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړه چې په ښاغلی وولف باندې لګیدلي تور زور واخیست.


ولسمشر وولف په دې تورن و چې د نیدرساکسن په ایالت کې یې دخپل  لمړي وزیرتوب پر وخت له موقف شخصي ګټه اخیستې وه او نوموړي له خپلې میرمنې سره څو تفریحي سفرونه په دې ایالت کې د فلم د یوه جوړونکي دیوید ګرونه والد په پیسوکړي و، چې ورسته له هغه د فلم جوړونکی دیوید ګرونه والد وکولای شول تر خپل حد ډير بانکي ضمانت تر لاسه کړي.


د جرمني ولسمشر د بهرنیانو پر واړندې نرم چلند درلود او د المان د یوځای والي پر ورځ یې ویلی وو چې مسلمانان هم لکه د نورو دینونو د پیروانو په څير د المان د فرهنگ یوه برخه ده او له دې څوک سترګې نشي پټولی.