کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې دغصب پرضدروانه مبارزه له خنډونو سره مخامخ کيږي؟

ولې دغصب پرضدروانه مبارزه له خنډونو سره مخامخ کيږي؟

په افغانستان کې دنورو ستونزو ،بدمرغيو ،ناخوالو ترڅنګ يوه ستره ننګونه په ملي کچه دځمکوغصب دى،چې دهېوادپه بېلابېلو ولايتونوکې دمافيايي کړيواوغاصبوښامارانولخوا غصب شوې اويايې اوس دغصب هڅې روانې دي.که دقيقه څيړنه وشي په هرولايت کې دزور واکواويوشميرنورو کړيو لخواپه زرګونودولتي ځمکې غصب شوې دي ،يايې ددې ځوريدلي ،درديدلي ،کړيدلي اومظلوم ولس په منځ کې دځانونولپاره په کې دنګې اولوړې داسې ماڼۍ جوړې کړې دي ،که دمهاجرو بې سرپناه افغانانو له خيموسره پرتله شي ،په څرګنده توګه دظلم اوناروا نارې وهي اوپه يوه بشري ټولنه کې دعدل او انصاف څخه لرې خبره ګڼل کيږي.


اويايې داسې دخرڅلاو بازارپرې ګرم کړى دى ،چې نږدې ده ،ډيرتاريخي ځايونه هم په کې وپلوري اوله دې لارې خپلې شخصي نارواګټې خوندي کړي.کابل چې زمونږ دهېواديوتاريخي اولرغونى ښار دى ،ډيرې تاريخي سيمې يې اوس مهال دغاصبوښامارانوترخيټولاندې شوې دي.


دغصب ننګونه ،يوه ،وړه ننګونه بايد ونه بلل شي بلکې په دې سره کيداى شي ډيرې نورې بدمرغۍ رامنځته شي ان تردې چې دولسونو اودولت ترمنځ به واټن زيات کړي.غاصب ښاماران يواځې په يوولايت کې غصب نکوي بلکې ددوى دغصب رېښې نورو ولايتونو ته په داسې توګه غځيدلې دي ،چې له بدمرغه دنظام په داخل کې ځينې هغه کسان چې يواځې خپلې شخصي ناروا ګټې اوخپلې کړۍ پالي ورته زمينه مساعده وي، ترڅوهرغاصب دافغانستان په ټولو ولايتونوکې غصب وکړي اودولتي ځمکې ترغصب لاندې کړي.


دبېلګې په توګه په خوست کې دپراخه دولتي ځمکودغصب يادونه کولى شو،کوم چې دځمکودغاصبو ښامارانو لخوا په کې د٧٢٠٠٠زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې اوپه لويه کچه يې ددغه سرحدي ولايت دبنسټيزپرمختګ اوپراختيايي پروژو دپلي کيدومخه نيولې ده.سره ددې چې ددغه ولايت والي عبدالجبارنعيمي دولسونوپه همکارۍ اوغوښتنه دغصب پرضدمبارزه روانه ساتلې اوتردې دمه يې د٢٤٠٠٠زره جريبو په اندازه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده ،چې اوس مهال په کې په ډيروبنسټيزو پروژو باندې عملي کارروان دى ،چې دبېلګې په توګه دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګربنسټيزه پروژه يادولى شوچې تل يې خوست مېشتوغوښتنه کوله.


خوله بدمرغه په ځينودولتي ادارو کې په مرکزاوولايتونوکې ځينې داسې کسان شته چې ځانونوته ددولت مامورين وايي ،خوپه واقعيت کې دخپلوناروا شخصي مافيايي ګټودساتلواوخوندي کولولپاره په غيرقانوني کړنوباندې لاس پورې کوي ،اوپه بشپړه توګه دغصب له ښامارانوسره مرسته کوي.غواړو دلته دلوستونکولپاره يوڅرګندثبوت وړاندې کړو.دملک خيال بدين په نوم يوشخص چې غوښتلې دټولو قوانينو خلاف دبلخ ولايت څخه د٤٢٠جريبو په اندازه شاړه ځمکه په خوست ولايت کې دښارپه زړه کې له داسې ځمکې سره تبادله کړي ،چې ارزښت يې دبلخ ولايت له شاړې ځمکې څخه ډيرزيات دى چې سره پرتله کيداى نشي،دغه شخص ددغې تبادلې لپاره په داسې کړنولاس پورې کړى دى،چې ټولې دقانون خلاف وې ،ځينومامورينوته يې پيسې ورکړې وې ،اوځينوته ويل کيږي چې موټرونه يې ورته اخيستې دي،لنډه داچې دبلخ څخه خوست ولايت د٤٢٠جريبه ځمکه تبادلې لپاره نوموړي شخص له هرې لارې کوښښونه کړي ،خبره يې ان تردې رسولې وه چې په خوست ښارکې دميليونونوافغانيوپه لګښت داسې ځمکه چې خلک يې دښار زړه بولي راخپله کړي. اوپه ډيرو کسانويې پلورلې هم وه.


خوقومي مشرانو،ديني علماوو،ولايتي شورا،مدني ټولنو اونورو بنسټونوله خوست والي په ټينګه غوښتنه وکړه ،چې ددغه تبادلې مخه ونيسي ،ترڅيړنو اوپلټنو وروسته خوست والي ددغه لوى غاصب دغصب مخه ونيوله.داچې ملک خيال بدين دجعل ،تذوير،فريت څخه کاراخيستى وو،ونيول شو،دعدالت دتامين په موخه دقانون منګولوته وسپارل شو.څوځلې دولسي غونډوپه ترڅ کې ددغه تبادله غندنه هم شوې ده.


لکه مخکې چې موترې يادونه وکړه ،چې ملک خيال بدين دپيسو،زور اوزيورله لارې داسې يوه کړۍ جوړه کړې ده ،چې تراوسه پورې په ډيره ټينګه توګه دنوموړي دفاع کوي. اوغواړي په ځينو لارو نوموړى دقانون له منګولوخلاص کړي ،چې په دې برخه کې يې دومره هڅې کړې ،چې ويل کيږي چې يابه نن اوسباله زندان څخه خلاص شي.دنوموړي دخلاصون اوازې په داسې حال کې خپريږي چې همد ا اوس ددغه غاصب دجعل کارۍ ،تذويراوفريب له مخې تيرايستل شويو کسانو خپلې عريضې اوشکايتونه ولايتي ادارې ته سپارلي دي ،دشريف الله په نوم يو کس له ولايتي ادارې څخه دمرستې غوښتنه کړې ترڅودملک خيال بدين څخه دنوموړي شپږ سوه لک روپيۍ واخلي کوم چې په بدل کې يې ځمکه ترې اخيستې وه خوخبرنه وو چې دتبادله دټولو قوانينوخلاف روانه ده.


ددغه اوازو په اوريدوسره چې ترډيره بريده واقعيت هم دي ،که دغه شخص له زندان څخه خلاصون ومومي ،نودخوست ولسونه به سخت خوابدي شي ،اوپه دې کارسره بې باورپه ځينوادارو باندې ډير کمزورى شي.


نوهرهغه څوک چې دنظام په داخل کې ددغه اوياورته نورو غاصبوښامارانوملاتړاوياننګه کوي ،په واقعيت کې دوى له خپل مظلوم ولس سره سخته تاريخي جفاءکوي.مرکزي حکومت په ځانګړې توګه کشفي اويا عدلي اوقضايي ارګانونه بايدپه عاجله توګه دنظام په داخل کې په ځينوادارو کې دهغه کسانوپه پيدا کولو کې خپل اقدامات ترسره کړي ،کوم چې ددغسې ناروا اوغيرقانوني کړنوپه ملاتړ سره غواړي هم زمونږ نظام کمزورى اوهم يې بدنامه کړي.


که ددغه کسانوپه نيولوکې په عاجله توګه اقدام وشي ،له يوې خوابه دقانون دحاکميت لپاره ښه زمينه مساعده شي ،له بلې خوابه ولسونه په دې وپوهيږي چې مجرمين مجازات کيږي،نودغصب په پرضدمبارزه بايدله خنډسره مخامخ نشي بلکې دغه مبارزه بايدملي شي اوټول يې بايد په قوت سره ملاتړ وکړي.