کور / هراړخیز / بهرنيو هېوادونوته دځوانانو په استولو کې بايد وړتيا ته پام وشي

بهرنيو هېوادونوته دځوانانو په استولو کې بايد وړتيا ته پام وشي

که دبشري ټولنې په بېلابېلو سياسي ،اقتصادي ،کلتوري ،ټولنيزو،پوهنيزو،تاريخي ،هنري ،نظامي اويانورو برخو کې دشويوپرمختګونو اومثبتوبدلونونو رېښې او لاملونه ترڅيړنې اولوستنې لاندې ونيول شي ،دا خبره په ډاګه کوي ،چې ښوونه او روزنه ده ترڅو په يوه ټولنه کې دپرمختګونو،نوښتونو ،بدلون اوسمون منځته راوړي.همدا اوس دپرمختللو هېوادونو دپرمختګ ،ترقۍ اوتمدن يوڅرګند لامل په هغه هېوادونوکې دغوره پوهنيزسيستم شتون دى.افغانستان چې يواسيايي هېواددى اود اسبا زړه هم ورته ويل کيږي،تيرو جګړو،تاريخي ،بدمرغيو،ناخوالو اوخپل منځي شخړوډيرځپلى دى ،په هره برخه کې يې ژور زيانونه ليدلي دي.چې ددې ټولو دجبران لپاره اړتياده چې په دې هېواد کې ترهرڅه زيات دښوونې ،روزنې بلکې دپوهنيزبدلون دپياوړتيا اومنځته راتګ لپاره کارترسره شي،ترڅوله جګړو وروسته دځوان نسل روزنې ته جدي پاملرنه وشي.


د لومړي بن ترتاريخي پريکړې وروسته چې زمونږ په هېوادکې نوى سياسي ژوند پيل شو،ورسره سم دنړيوالې ټولنې دهمکارۍ اومرستې په چوکاټ کې دنورو برخوترڅنګ پوهنيزپرمختګ اوپه دې برخه کې دمثبت بدلون اوسمون دمنځته راتګ لپاره پاملرنه وشوه.دميليونونو ماشومانوپه وړاندې دښوونځيو دروازې خلاصې شوې ،دهېوادپه ټولو ولايتونو کې په زرګونو نوي ښوونځي جوړشول ،دلوړو زده کړولپاره په سلګونو پوهنتونونه اوموسسې رامنځته شوې ،همداشان دهمدې هڅوپه لړکې په زرګونو ځوانان دزده کړو په موخه بهرنيو هېوادونوته واستول شول. چې دغه بهيراوس هم دوام لري.دافغانستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې ،په زياته کچه افغان ځوانان دزده کړولپاره دنړۍ بېلابېلو هېوادونو ته استول کيږي.


خو هغه څه چې لازيات زمونږ په هېوادکې دپوهنې دپرمختګ سره مرسته کولى شي ،هغه دمرکزي حکومت ،ځانګړې توجه ده ،په دې مانا ،يواځې په دښوونځيو اوپوهنتونونوپه زياتوالي سره ځوان نسل نه روزل کيږي ،بلکې هغه وخت کيداى شي ځوانان ښه وروزل شي اوخپل هېوادته په هره برخه کې دخدمت جوګه شي ،چې دټولو منل شويو معيارونو په چوکاټ کې په ښه څرنګوالي سره تربشپړې څارنې لاندې زده کړې وکړي.


که څارنې ،څرنګوالي اومعيارونوته توجه ونه شي ،دهېوادجوړونې لپاره دوړتياپيداکول به ستونزمنه خبره وي،دبلې خوا هغه ځوانان چې بهرنيو هېوادونوته دزده کړو لپاره استول کيږي ،ترډيره بريده معلومات شته چې په دې برخه کې لياقت ،وړتيا،استعداد اواهليت په پام کې نه نيول کيږي ،بلکې ددې پرځاى ،واسطې ،اړيکو،ګوندي تړاوونو اويادپيسو ورکړې ته لومړيتوب ورکول کيږي. چې دغه ډول چلند اوکړنې کولى شي ددې هېوادمانيزې پانګې اوراتلونکې برخليک ته لوى زيان واړوي.


همدا اوس که بهرنيو هېوادونوته دزده کړوپه موخه داستولو شويو ځوانانو پوښتنه وشي ،هغه شميره چې ځوانان چې په دې وروستيوکې استول شوې تريوه بريده يې استعداداولياقت ته پاملرنه شوې ده ،اوپه دې توانيدلي چې هلته هم خپله بريا وساتي،خوهغه ځوانان چې په تيرو کلونوکې استول شوې ډيرى يې اوس مهال ناکام دى بيرته خپل هېوادته په راستنيدوسره شرميږي ،ان تردې چې ډيرددې پرځاى چې زده کړوته پاملرنه وکړي اوخپل هېوادته لوړې تجربې راوړي ،په هماغه هېوادونوکې ياغي باغي ګرځي .


په داسې حال کې چې افغانان اوس دنړۍ په ورغوي کې په ډيرو بدمرغيو کې ژوندکوي ،په ټولو برخوکې له ژورو ستونزو اوننګونوسره مخامخ دي ،يوازنۍ هيله اوارمان يې دادى چې دځوان نسل په روزنې اوسره به دوى له تاريخي ستونزو ،کړاوونو اوبدمرغيوڅخه وژغورل شي.


نو ټول هغه ځوانان چې يا د هېوادپه داخل کې زده کړې کوي اويابېلابېلو بهرنيو هېوادونوته دزده کړولپاره استول شوي ،لوى تاريخي ،اسلامي اوملي مسووليت لري ،ترڅو دخپلو ځوريدلو،کړيدلو ،درديدلو ولسونو اوښکې پاکې کړي ،دا کار هغه وخت شونى دى ،چې زمونږ ټول ځوانان خپلو زده کړوته متوجه شي ،شپه او ورځ کوښښ وکړي ،چې په هره برخه کې مسلکي وړتياوې پيداکړي اوله دې لارې دهېوادجوړونې په ملي پروسه کې خپل ملي رول اداء کړي.


وخت بايد بې ځايه تيرنکړي ،دنورو ملتونو دځوانانوپه شان کوښښ وکړي ،شپه او ورځ يوه کړي، خو خپل هېواد،دنورو هېوادونوسره په هره برخه کې سيال کړي اوله ټولو سترو ورانونکو ،ننګونوڅخه يې خوندي وساتي.