کور / تازه خبرونه / افغانستان، پاکستان او ايران يو د بل په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې هوکړه وکړه

افغانستان، پاکستان او ايران يو د بل په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې هوکړه وکړه

اسلام اباد:د افغانستان، پاکستان او ايران په ګډه درې اړخيزه غونډه کې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او د يو بل خپلواکۍ ته په احترام موافقه وشوه.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران د ولسمشر احمدي نژاد د سلواغې په ٢٨مه، په اسلام اباد کې له درې اړخيزې سرمشريزې غونډې وروسته، پر ګډې ٢٠ ماده ييزې اعلاميې لاسليکونه وکړل.په دې اعلاميه کې موافقه شوې، چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم به د يو بل ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ته احترام کوي او د يو بل په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.دغه راز په دې پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې درې واړه هېوادونه به په خپلو منځو کې ګډې همکارۍ ته ادامه ورکوي.په اعلاميه کې راغلي، چې له دې مخکې د دوو ترسره شويو ګډو غونډو پرېکړې به پلي کېږي، چې له دې مخکې په تهران او اسلام اباد کې ترسره شوې دي.د درې اړخيزې غونډې په اعلاميه کې راغلي دي، چې خپلې خاورې به د يو بل هېواد پر ضد نه کاروي او دا چې اړونده هېوادونه ديني، تاريخي او کلتوري اړيکې لري، دا اړيکې به نورې هم پياوړې کوي.په پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې په اړوندو هېوادونو کې د سولې، امنيت او ثبات د رامنځ ته کولو په موخه به د ګډې همکارۍ لپاره يو چوکاټ جوړ شي.په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه، چې د اعلاميې د پرېکړو د پلي کولو لپاره به اړونده خواوې سره سلا مشورې کوي.په دې اعلاميه کې راغلي دي، چې پاکستان او ايران به د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې همکاري کوي.په دې درې اړخيزه غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ به تګ راتګ زياتوي؛ د پوهنې، کلتور، ټولنيزو او سياسي برخو کې به خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.په دې درې اړخيزه غونډه کې دغه راز پر دې هوکړه وشوه، چې په اړوندو هېوادونو کې به د ترهګرۍ، افراطيت او ورانکارۍ پر ضد ګډ اقدامات کوي.په اعلاميه کې دغه راز په اړوندو هېوادونو کې د بې ګناه ملکي وګړو او مهمو خلکو ترور کېدل غندل شوي دي.دغه راز په دې غونډه کې د نشه يي توکو د کر، توليد او قاچاق د مخنيوي لپاره پر ګډو هلو ځلو ټينګار شوى دى.په دې غونډه کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختيا ټينګار شوى او له خصوصي سکتور څخه غوښتنه شوې ده، چې ډېره پانګه اچونه وکړي.په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې څلورمه غونډه به د روان زېږديز کال په وروستيو کې په کابل کې ترسره کېږي. له بل خوا ولسمشرکرزي ووايل پاکستان سره د ستونزو له امله مو په اسلام اباد کې د طالبانو دفتر سره موافقه ونه کړه : ولسمشر حامد کرزى وايي چې پاکستان سره د ځينو ستونزو د شتون له امله دوى په دغه هېواد کې د طالبانو دفتر پرانيستلو ته زړه ښه نه کړ.ولسمشر دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٨مه، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ايران د ولسمشرانو ترمنځ له درې اړخيزې غونډې وروسته د خبري کنفرانس پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په اسلام اباد کې د طالبانو دفتر پرانيستلو سره افغان حکومت ولې مخالفت وکړ؟ ولسمشر کرزي وويل چې دوى ته ځاى مهم نه دى.هغه زياته کړه: ((موږ ته مهمه دا ده چې د سولې لپاره خبرې اترې وشي، په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات راوستل شي او وينه تويېدنه بنده شي.))خو ولسمشر حامد کرزي دا هم وويل، چې افغانستان له پاکستان سره ځينې ستونزې لري او د همدې ستونزو له امله دوى نه غواړي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شي.له دې مخکې نن سهار، ولسمشر حامد کرزي د پاکستانيو خبريالانو يوې ډلې سره د ځانګړې ليدنې پر مهال وويل، چې دى د افغانستان يواځينى ولسمشر دى چې پاکستان ته يې ډېر سفرونه کړي دي.هغه زياته کړه: ((زه غواړم چې ستاسو خبريالانو له لارې ستاسو ولس ته د مينې، محبت او سولې پيغام ورسوم.))کرزي وويل چې دى ډېر په صداقت او ورورولۍ له پاکستان سره اړيکې غواړي او له مقابل لوري هم دغه ډول هيله لري.د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه حامد کرزي وويل، چې پاکستان په دې برخه کې مهم رول لوبولى شي او هيله يې څرګنده کړه، چې اسلام اباد له کابل سره په دې برخه کې مرسته کوي.حامد کرزي د پاکستان له خاورې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتو د بنديز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دا اکمالات بايد خوشې شي، ځکه چې د ده په وينا، دغه کار د ناټو او پاکستان دواړو لپاره په ګټه دى.نوموړي وويل، چې که پاکستان د ناټو له اکمالاتو محصول واخلي، نو په دې برخه کې به ډېرې پيسې لاسته راوړي.افغان ملي ځواکونو ته د پاکستان د پوځ له خوا د روزنې په اړه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر حامد کرزي وويل، چې حکومت يې پر دې نيوکه نه لري.خو هغه زياته کړه، له دې کار څخه مخکې بايد هغه بې باوري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته، له منځه يوړل شي.د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګريزو او سياسي اړيکو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر وويل، چې پاکستان بايد په دې اړه اندېښنه ونه لري.هغه زياته کړه، چې پاکستان په خپله هم له هند سره سوداګريزې اړيکې لري او هندوستان يې د خپلې سوداګرۍ لپاره د خوښې او په زړه پورې هېواد اعلان کړى دى