کور / تازه خبرونه / اتریش : د هالنډ شهزاده مرګونی زخمي سوئ دئ

اتریش : د هالنډ شهزاده مرګونی زخمي سوئ دئ

د اتريش د فورآلبرګ نومي ایالت د “لخ” په ښار کي د هالنډ شهزاده ( د ملکې دوهم زوی ) یوهان فریسکو د سکي د لوبي په رخصتي کي هغه مهال سخت زخمي سو کله چي يې د زیاتي واوري د اورېدو وروسته د خپل يوه بل ملګري سره د غرونو په لوړو کي د واوري لوبه کوله .د هالنډد ملي تلويزيون د خبر له مخي نوموړی په برف کوچ کي تر ښوېدو وروسته شل دقيقې تر څو متره واوري لاندي و . د اتریش د Die Presse نومي ورځپاڼه لیکي برف کوچ ۴۰ متره اوږدوالۍ او ۳۰ متره پلنوالۍ درلود.

نوموړی اوسمهال د Innsbruck نومي سیمي د Landeskrankenhaus په روغتون کي بستر دئ او ملکه “بیاتریکس” هم هلته حضور لري .
د RvD په نوم د هالنډ معلوماتي مرکز د هالنډ ملکې بیاتریکس په حواله ددغه پيښي په اړه وايي چي شهزاده فریسکو تر درملني لاندي دئ او صحت يې د اندېښنې وړ بلل سوئ دئ. د اتریش د رسنیو تازه راپورونه لیکي چي د شهزاده په ککرۍ کي د ماتېدو درز لیدل کیږي.
د لخ نومي سیمي ښاروال په دې باب وايي چي پېښه نن د ورځي پر ۱۲:۱۵ بجو د “Litzen-Zugertobel” نومي علاقه کي رامنځته سوه . دغه راز بېلابيل راپورونه لیکي چي شهزاده د پيښي سره تر مخامخ کېدني شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په هلیکوپتر کي تر روغتونه ورسول سو.هغه ته د پېښي له ځايه څخه په الوتکه کي او بيا روغتون ته له رسېدو سره د زړه مصنوعي حرکت ( ري انيمېشن ) ورکړه سوئ دئ .


همداډول د لخ ښاروال دا هم ویلي چي د ذکر سوي روغتون عامه څانګه د ښار د اوسېدونکي په مخ بنده ده . د نوموړي سره د واوري د لوبي پر مهال دوهم ملګری له برف کوچ څخه روغ رمټ وتلئ دئ، وروستيو معلوماتو وښودل چي شهزاده او ملګري يې دواړو د آی بي ايس بالونونه له ځان سره لېږدول چي د برف کوچ پر مهال ځانونه بچ کړي ، د پيښي پر مهال د شهزاده آی بي ايس بالون کار نه دئ کړئ ځکه برف کوچ له ځانه سره يووړ او تر غونډۍ واوري يې لاندي کړ .

د یادوني وړ ده چي د هالنډ شاهي کورنۍ د پنځو لسیزو راهیسي هر کال اتریش ته د ژمي په موسم کي د سکي لوبي د رخصتي لپاره سفر کوي . نوموړي هلته په شاهي ماڼۍ کي شپې او ورځي سبا کوي .
هېره دي نه وي چي په وروستیو اونیو کي یو شمېر اروپايي هیوادونه د واوري له کبله د سختو ستونزو سره مخامخ سول او زیاتي واوري نه یوازي د الوتکو په تګ او راتګ منفي اغېز درلود، بلکي په ښارونو کي دننه د مځکي پر مخ ترانسپورت هم د ځینو ستونزو سره مخ سو. دغه راز سړې هوا او زیاتي واوري په ځانګړې توګه د اروپا په ختيځ کي شاوخوا سل تنو ته مرګ ژوبله واړوله .  

د اتریش هیوادپه مرکزي اروپا کي موقعیت لري .