تازه خبر : پر سپينه ماڼۍ د ځانمرګي بريد مخه ونيول سوه

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2012


د امريکا فډرالي پوليسو FBI  او د سپيني ماڼۍ امنيتي ځواکونو هغه ځوان څو شېبې مخکي ونيوئ چي غوښتل يې پر سپينه ماڼۍ ځانمرګی بريد ترسره کړي ، پوليس وايي چي دغه ځوان ۳۰ کاله عمر لري او د مراکو ( المغرب ) اوسيدونکی دی چي د تېرو څو اوونيو راهيسي يې پر سپينه ماڼۍ د بريد د پاره تيارئ نېولی و خو دغه ټوله وخت د پوليسو تر پټي څارني لاندي و چي نن د جمعې ورځي په ماپښين سپيني ماڼۍ ته نژدې د چاودېدونکو توکو څخه ډک واسکټ سره ونيول سو .



د سپيني ماڼۍ چارواکو په وینا واشنګټن پوست وايي چي د ځانګړو ځواکونو لخوا بريد کوونکی د بريد په ساحه کي په داسي توګه ونيول سو چي بريدګر فکر کاوه چي د القاعده ډلي نور غړي يې همکارۍ او لارښووني ته راغلي دي ، خو وروسته پوه سو چي د القاعده په بڼه دده مرسته کوونکي په حقيقت کي د امريکا د امنيت پوليس دي .


امريکايي پوليس وايي چي نيول سوي بريدګر د امريکا پلازمېنې ته ځکه د خطر ګواښ نه و چي ددوی لخوا د تېرو څو اوونيو راهيسي تر څارني لاندي و او په سيمه کي پوره امنيتي تيارئ نيول سوئ و .



پوليس دا هم وايي چی ددغي پېښي په تړاو په واشنګټن ډي سي کي يو شمېر نور کسان هم نيول سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024