کور / تازه خبرونه / د امير حمزه شينواري زوى مراد شينوارى په حق ورسيد.

د امير حمزه شينواري زوى مراد شينوارى په حق ورسيد.

پېښور : په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړى، چې د د پښتو د غزل د بابا امير حمزه شينواري زوى مراد شينوارى د ورپېښې ناروغۍ له امله نن سهار وختي د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل کې د دې دنيا سترگې پټې کړي او نن مازديگر پنځه بجې به يې په لنډي کوتل کې جنازه او هم هلته به خاورو ته وسپارل شي. د ارواښاد مراد شينواري زوم ډاکټر شاه سعود لراوبر ته څرگنده کړې چې نوموړي څه د پاسه نوي کاله عمر درلود او له تېرو څو مياشتو راهيسې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته و چې له امله يې گوزڼ هم وهلى و او د پېښور په شيرپاو روغتون کې تر درملنې لاندې و. د نوموړي پوښتنې ته په اسلام آباد کې د افغانستان د کولتوري آتشه زردشت شمس راغلى او د ولسمشر کرزي لخوا ورسره د يو لک کلدارو مرسته هم شوې، چې دا د پښتو د دود له مخې د هغه زوى ته سپارل شوې وه.نوموړی د پښتو ژبې د وتلي شاعر او غزل بابا امير حمزه خان شینواري یواځنی زوی و، مراد خان شینواری له تیرو شپږو کلونو راهیسې ناروغ و. د نوموړي روغتیايي حالت د جنوري میاشتې پر لومړېو کې هغه مهال لاپسې خراب شو، چې د فلج ناروغۍ پرې حمله وکړه.مراد خان شینواري په پښتو او اردو ژبو شاعري کړې او د یو زیات شمېر پښتو فلمونو کېسې يې لیکلي، هغه د پښتو فلمونو په ډګر کې د یوه ښه کېسه لیکونکې په توګه شهرت درلود.