کور / سپورټي / کرکيټ : ننګرهار بادغيس ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه

کرکيټ : ننګرهار بادغيس ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه

ننګرهار ولايت دکرکټ  لوبډلې په يوه دوستانه سيالۍ کې بادغيس  ولايت کرکټ لوبډلې ته په اويا منډو ماتي ورکړه .


دغه سيالي چې په ننګرهارکې په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه ننګرهار لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي څلويښت اورونو کې دوه سوه اته منډې ترسره کړي .


په ځواب کې دبادغيس لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په يوسلو اته ديرش منډو په پنځه ديرش اورونو کې وسوزيده اوپه دې سره يې په اويا منډو له ننګرهار ولايت لوبډلې څخه ماتي ومنله .


په دغه سيالۍ کې نسيم قصاب چې اته ديرش منډې په توپ وهنه کې کړي وې او درې لوبغاړي دبادغيس ولايت لوبډلې سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.


بل لورې دکابل ولايت اريوب ځاځي کلب دننګرهار له ختيځ اکاډمۍ سره يوه شل اوريزه سيالي ترسره کړه .


په دغه سيالۍ کې دننګرهارختيځ اکاډمۍ لومړى منډې ترسره کړي اوپه شل اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوزيدو يوسلو دوه پنځوس منډې ترسره کړي چې په ځواب کې دکابل اريوب ځاځي کلب په اتلس اورونو کې وسوزيده او يوسلو دوه ديرش منډې ترسره کړي چې په شل منډو يې له ننګرهارختيځ اکاډمۍ څخه ماتي هم ومنله .