کور / سياسي / د اسلام قبلولو نړیوال میلان

د اسلام قبلولو نړیوال میلان

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د لویدیځ لخوا د اسلام پر خلاف د تبلیغاتو سره سره په لویدیځ کی د اسلام راوړلو بهیر يه خپل شدت سره جاری دی . هر کال په اروپا ، استرالیا او شمالی امریکا کی په زرګونو کسان په اسلام مشرف کیږی چی د ښځو تعداد یې تر نارینه وو زیات وی . ویل کیږی چی اسلام به په انګلستان کی ډیر ژر د یو مهم مذهبی ځواک په توګه وګڼل سی .


« روز کیندرک » چی یوه مشهوره برتانوۍ مؤلفه او معلمه ده ، وایی چی په راتلونکو شلو کالو کی به د برتانوي مسلمانانو شمیر د هغو مسلمانانو سره برابر سی چی د نورو هېوادو څخه دلته راغلي او استوګن سوي دي . دا وایی چی اسلام نن د رومن کاتولیک غوندی یو نړیوال مذهب ګرځېدلی دی او د دنیا هیڅ کوم ملت هم نسي ویلای چی هغه صرف زموږ دین دی .


اسلام نن په اروپا او امریکا کی په ګړندیتوب سره پراخ او خپریږی . د اسلام پر خلاف د غرب د منفی تبلیغاتو سره سره د مسلمانېدو بهیر په بیړه مخته ځی . د حیرانۍ خبره لا دا ده چی د لویدیځ د منفی تبلیغاتو سره سره چی وایی اسلام ښځو ته پوره حقوق نه دي ورکړي ، یا د ښځو سره ښه سلوک نه کوی ، نن پخپله په همدې لویدیځ کی ښځی تر نارینه وو ډیری مسلمانی کیږی . په امریکا کی هم تر نارینه وو ښځی زیاتی مسلمانی کیږی ، یعنی د هرو څلورو کسانو څخه چی اسلام قبلوی ، درې یې ښځی وی .


د برتانیې د یو نیم ملیون مسلمانانو په منځ کی پنځه ویشت زره یې سپین پوستي انګریزان دي چی تازه مسلمانان سوي دي او جالبه یې لا دا چی په دغو کی د ښځو تعداد تر نارینه وو ډیر دی .


د یوې سروې له مخی د هغو برتانویانو عمرونه چی مسلمانان سوي دي ، د ۳۰ او ۵۰ کلونو تر منځ دي او ځوانان یې هغه کسان دي چی د پوهنتونونو او پوهنځیو محصلین دي او اسلام د علمی پلوه ورته ثابت سوی دی .


یوه امریکایی مشهوره روحیات پیژندونکې ( عالیه هیری ) چی مسلمانه سوې ده ، وایی چی یو وخت ویل کېده چی « د اسلام روڼا به د لویدیځ څخه خپره سی » ، خو نن یې په عمل کی وینو چی همداسی هم ده . دا زیاتوی چی په لویدیځ کی مسلمان سوي انسانان د ختیځ د ټولو عاداتو د لرلو څخه پرته او د ټولو هغو شیانو څخه د پرهیز تر څنګ چی د کلتوری پلوه غلط دي ، په یو صاف او پاک ذهن سره اسلام ته داخل سوي دي او نن د حقیقی اسلام دغه تحریک په لویدیځ کی ځان ډیر پیاوړی بولی .


په لویدیځ کی د اسلام قبلولو علت څه دی ؟


ځینی وایی چی د ادیانو د تقابل او پرتلې له امله خلکو اسلام ته مخه کړې ده . ځینی په دې عقیده دي چی د لویدیځی نړۍ خپرونو او رسنیو هر اسلامی ارزښت ناوړه یا بد معرفی کړی دی او دغه کار خلک مجبور کړي دي چی اسلام مطالعه کړی څو چی باالاخره مسلمانان سی . خو نور بیا په دې ګروهه دي چی په لویدیځ کی ټولنیز فساد او د هغو زیاتېدل لکه جرمونه ، د کورني نظام ماتېدل ، نشې ، شراب ، فحشا او نور هغه عوامل دي چی خلک یې تر پزي راوستلی او خوا توري کړي دي او ځکه نو د ژغورنی او خلاصون لپاره اسلام ته پناه وړی .


علاتأ ، زیاتره نوي مسلمان سوي کسان پخوا د عیسویت کلک پیروان ول ، خو هلته د کلیسا د غیر یقینی کیفیت له امله د تردد ښکار سوي او د حضرت عیسی (ع) د تثلیث عقیده او د عیسی (ع) د الوهیت عقیده د هغوی پوښتنو ته صحیح او مقنع ځوابونه نسی ورکولای ، نو ځکه حقیقت په اسلام کی مومی او هغه ته پناه وړی . ځینو نوو مسلمانانو د مذهبی تشخیص په لټه اسلام قبول کړی او منلی دی . یو شمیر هم د عیسویت د بې ربطه او بې منطقه طریقو څخه ستړي سوي او خپلو علمی تندو مسلمانان کړي دي . او ځینی بیا د مسلمانانو پر خلاف د لویدیځو ځواکونو او د هغوی د متحدینو ظلمونو ، تیریو او کړوونو مسلمانان کړي دي .


طالی فهیمه چی یهودۍ او په اسراییلو کی معلمه ده ، او یو کال مخکی مسلمانه سوې ده ، وایی چی زه پر فلسطینیانو د اسراییلو د ظلمونو له امله مسلمانه سوم . مشهوره برتانوۍ مؤلفه « روز کیندرک » وایی چی زه د مذهبی چارو متعلمه وم او همدا علمی دلیل و چی زه یې مسلمانه کړم . دا زیاتوی چی ما د ګناه پر تصور اعتراض درلود : لکه څنګه چی ما ته دا ثابته سوه چی زوی د پلار په ګناه قطعأ نسي ګنهکار کېدای . دا تصور چی الله (ج) هیڅکله څوک نه بخښی  ، په اسلام کی او د مسلمانانو په وړاندی پخپله یوه ګناه ده .


هُدی خطاب چی مسلمانه سوې ده او یو کتاب یې هم تألیف کړی دی ، وایی چی مسلمانان خپل اهداف او مقاصد بار بار نه بدلوی حال دا چی عیسویت بدلیږی . دا زیاتوی : « دا چی ځینی کسان وایی چی تر واده مخکی جنسی اړیکی لرل ( د هغه چا سره چی واده یې ورسره په نیت کی وی ) ، بده خبره نه ده ، اصلأ ځانته روحیاتی تسکین ورکوی او بس . خو په اسلام کی دا کار مطلقأ حرام دی . یعنی که جنسی اړیکی یا د ورځی پنځه وخته لمونځ وی او نور ، په دې هر څه کی د اسلام دریځ واضح او ټاکلی دی او هیڅ نه بدلیږی . »


احصایًیې ښیی چی په تیرو یوولسو کالو کی ( یعنی د سپټمبر د حملې څخه را وروسته ) په انګلستان ، امریکا ، اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کی د هغوی څه باندی یو لک او شل زره انسانان په اسلام مشرف سوي دي او هر کال څه نا څه شل زره لویدیځوال د اسلام مقدس دین ته پناه وړی . خبری منابعو راپور ورکړی چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته ۳۴ زره امریکایان او ۲۵ زره انګریزان مسلمانان سوي دي او دا بهیر په شدت سره جریان لری . والسلام ( ن . صمد )