کور / سپورټي / کونړپه کرکټ کې دسولې اتل شو

کونړپه کرکټ کې دسولې اتل شو

کونړپه کرکټ کې دسولې اتل شو
دکونړ او پيښورکرکټ لوبډلو ترمنځ دسولې جام سياليو کې کونړ دوه يوبريا خپل کړ.
دکونړ او پيښور لوبډلو ترمنځ دريمه او وروستۍ سيالي چې په کونړ لوبغالې کې ترسره شوه،کونړ لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي پنځه ديرش اورونو کې دوه سوه لس منډې ترسره کړي چې دتوپ وهنې په ترڅ کې پاچاحسين يوپنځوس عدنان کونړي دوه ديرش منډې ترسره کړي .
په ځواب کې دپيښور لوبډله په دې ونه توانيده چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټوله لوبډله يې په يوسلو اوه ديرش منډو وسوزيده او په درې اويا منډو يې له کونړ څخه په دغه پاى لوبه کې ماتې ومنله .
په دغه لوبه کې دپيښور لوبډلې له لورې ساجد اوه ديرش او زبير ديرش منډې ترسره کړي او دکونړ لخوا په توپ اچونه کې عدنان،هجران او عبيدکنړي دوه،دوه لوبغاړي وسوزول .
په دغه پاى لوبه کې پاچاحسين چې دکونړ لوبډلې په ګته يې يوپنځوس منډې ترسره کړي دلوبې غوره اوعدنان کونړى چې يوسلو اته ديرش منډې کړې وي او شپږلوبغاړي سوزولي وو،دسريز غوره لوبغاړى ونومول شو.
دپاى لوبې په مراسموکې چې دکونړ والي فضل الله واحيدي،دکرکټ بورډ دختيځ زون امرقرارعزيزي،دکونړاستازي عبدالله عادل،يوشمير مشرانواو په زرګونو دلوبې مينوالو ګډون کړى وو،او دلوبې په پاى کې دکونړ والي له لورې دواړو لوبډلو ته پنځوس زره افغانۍ،دکونړ موادمخدره رياست له لورې دولس سوه امريکايي ډالر اودکونړ ولايت اطاق تجارت له لورې لس زره افغانۍ مرستې ترسره شوي .
ديادونې وړده چې دکونړ او پيښور ترمنځ دسولې جام درې سيالۍ ترسره شوي چې په دوه کې کونړ اويوه کې پيښور لوبډلې بريا ترلاسه کړه .
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې کونړ لوبډلې په پيښور کې د درې سياليو سريز کې پيښور لوبډلې ته درې صفر ماتي ورکړې وه .