کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کای ایده څه وایی او چا ته وایی ؟

کای ایده څه وایی او چا ته وایی ؟

د انترنیت  په پاڼو کی د کای ایده لیکنی به ډیرو لوستونکو تر نظر تیری کړی وی او زه یی هم د لوستلو سره سم د تل په شانی د سوچونو په څپو کی لاهو کړم او دواره می دیوه دوست خبره را په یاد شوه.


یوه ورځ زه او دوست می په خبرو لګیا ؤ او د تبصرو  په ترڅ کی د پښتنو مشرانو د وژلو او ځورولو بحث مو تود ؤ چی نا ببره دوست می سوړ اوسیلی وکیښ او وویل چی عجیبه خبره را په یاد شوه او ادامه یی ورکړه : کله چی موږ په پیښور کی د مهاجرت شپی او ورځی صبا کولی یوه ورځ ددوبی په سره ګرمی کی زه او ځما د ورور خسر چی په خټه تاجک ؤ له کابله د خپلی لور او لمسیانو لیدو ته راعلی ؤځانونه مو دونو تر سیوری لاندی له لمر څخه پټ کړی ؤ او د حویلی په صحن کی ځما وریرونه په لوبو بوخت ؤما ته دخپل فامیل او دورور د فامیل ساتنه او پالنه را په غاړه وه ورور می د پاکستان نه د اروپا د مهاجرت په تکل وتی ؤ وریرونه می په خپل مینځ کی په پاړسی لګیا ؤ ما ږغ پر وکړ چی ولی پښتو نه وایاست؟ ددی سره سم د ورور خسر می  مخ راواړاوه او په غصه یی راته وویل (می فهمی کسانیکه به خاطر پشتو مبارزه می کردند مانند محمدګل خان مهمند ، ملک خان عبدالرحیمزی …سرنوشت شان چی شد بګذار که این بچه ها زنده باشند ) او اوس هم ددی مشرانو چی وژل کیږی ګناه دا ده چی دوی پښتانه دی ، له دی چی عام پښتانه د علم او زدکړی نه بی برخی دی نو پر دوی د ښه حکومت کولو په منظور ضرور دا ده مشران یی چی اګاه او خبیر خلک دی تری نه لری شی.


که لږ شاته ولاړ شو او تاریخ ته نظر واچوو  و به وینو چی پښتانه تل په خپل کور  او خپل ټاټوبی کی ځوریدلی او ځپل  شویدی . د خوشحال بابا توری څڼی د  مغولو په دربار کی سپینی شوی ، فخر افغان پاچاخان صاحب ټول عمر د انګریز د زولنو سره تر سره کړ، خان عبدالصمد خان په پښتو شهید شو او محمد ګل حان مهمند او وزیر ملکخان عبدالرحیمزی د پښتو او پشتونوالی په جرم د زندان تورو تمبو تر شا خپل عمرونه وخواړه . د سیاسی او ملی شخصیتونو لست خورا اوږد دی چی د پښتونولی په جرم ځوریدلی، کړیدلی او شهیدان شوی دی و خو ددی مکار او خونخوار دشمن د لاسه هغه بی ازاره او د هر څه نه بیخبره چی صرف په خپل ږغ سره یی د پښتو اوپښتونولی کلتور ژوندی ساتلی ؤ لکه بخت زمینه ، خان قرباغی …. په امان کی پاتی نشول ، په تآسف چی دا لړی لا تر اوسه ادامه لری. لایق صاحب څه ښه وائی :


خدایه دادی څه راوکړه چی یو نر دی را بری نښود        هر کمر ته چی تکیه شو ها پر موږ باندی  رالویږی


پدی وروستیو  کالو کی یواځی د قندهار په سطح  د ۵۰۰ نه زیات قومی مشران یا وژل شوی او یا بندیان شوی دی او د ټول افغانستان په سطح اصلأ احصائيه وجود نلری ، ددی ټول ناتار سره سره په دی یقین چی دا فلک کلال دی جوړول او ماتول کا ، مګر دا فلک یواځی زموږ پر سر څرخی او که دخدای پر مځکه کوم بل  ګنهکار هم شته ؟ بلی هو شته خو غرونه یی ستا دغرونوپه شان د فلک سره سر نه جنګوی .


هر څوک چی ددی وطن په راز پوهیدلی او دپښتنو ریښتینولی او همت ورته څرګند شی ضرور به  د کای ایده په شان خپل اواز اوچتوی .


د کای ایده د لیکنی له مخی د جمهوری ریاست  په انتخاباتو کی د ۷۰۰۰ رای دهی  مرکزونو نه باید ۱۲۰۰ مرکز بند شوی  وای چی ټول دا مرکزونه په پښتون  میشتو سیمو کی ؤ چی له یوی خوا پښتانه له خپل طبیعی حق چی رای ورکول ؤ محرومیدل او له بلی خوا دا چی ددی مراکزو اړوند رای ورکونکی د کای ایده په وینا د حامد کرزی پلویان ؤ چی یو میلیون رایی وی او ددی یو میلیون رایو په منفی کولو سره باید حامد کرزی انتخابات بایللی وای او لاره د یوه غیر پښتون جمهور رئیس لپاره همواره شوی وای. په عین شکل د ولسی جرګی انتخاباتو کی ملا معنوی په لوی لاس څینی پښتون میشتی سیمی نا امن و بللی او د رای ورکولو مرکزونه ئی پکښی بند کړل.


دداسی نارواوو  بیلګی بیشماره دی ، خو دا ولی  او د څه دپاره !


دا یو څدګند  حقیقت دی چی پښتون قام یو با غروره  او با همت قام دی او کرزی په دی وروستیو  ۴ـ۵ کلونو کی د خپل ځان او خپل وطن دعزت او غرور  په خاطر کله په نرمه کله په شدیده لهجه غربیان او په خاص ډول امریکا مخاطبوی چی هغوی ته د تحمل او زغم وړ نده دا په دی چی غربیان دا په دی معنی بولی چی ګواکی کرزی پښتون قام ته روحیه ورکوی کوم چی دوی ځپلی او له صحنی نه لری کړی یی شمیری ، بی خبر له دی  دد تاریخ په شهادت چا چی زموږ د نیستی هوډ کړی په خپله نیست شوی دی .