کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا رښتيا افغان حکومت دخلکو په خدمت کې دی ؟

آيا رښتيا افغان حکومت دخلکو په خدمت کې دی ؟

داهغه مهمه او اساسي پوښتنه ده چې د څوکلونو راهيسې د افغانانو په منځ کې راپيداشوې او ډېرى افغانان ددې په لټه کې دي ترڅو ددغې پوښتنې ځواب ترلاسه کړي له بده مرغه چې افغان حکومت تل پخپلو شعارونو کې ځان د ملت خدمتګار او خلکو ته په جوپړبوخت بللى ولې تردې دمه ندئ توانيدلى لکه څنګه چې اړينه ده خلکو ته د شوومرستو په پرتله د ژوند لومړنۍ اسانتياوې ندي برابرې کړي د تيرولسو کلونو راهيسې چې نړيوالې ټولنې هم له افغان حکومت سره په ملياردونو ډالره مرسته کړې خو دولت او نړيواله ټولنه پدې نده توانيدلې چې له دغو مرستو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او دبيارغونې په برخه کې دخلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيسي چې پدې کار سره د خلکو او دولت تر منځ خورا واټن رامنځته شوي په سلهاو زره افغان ځوانان لا رت اوسه هم د کار او روزګار په لټه کې دي پدغو شويو مرستو خلکو ته د کار زمېنه نده برابره شوې .


په هيوا د کې د صنعتي فابريکو او پارکونو پرځاي افغان دولت او نړيوالې ټولنې شوې مرستې پداسې لنډ مهاله او بې ګټې پروژو ولګولې چې د افغانانو په ژوند کې يې مثبت بدلون لکه څنګه چې اړينه ده نه ليدل کيږي.


ددې ترڅنګ په دولت کې  اداري فساد يوبل ستر لامل دى چې د خلکو او حکومت ترمنځ يې واټن رامنځته کړي دئ داچې تردې دمه ددغې شومې پديدې مه نه نيول کيږي بلکې لامخ په زياتيدو ده .


همدا اداري فساد ده چې خلکو ته يې په کارونو کې زيات شمېر ستونزې راولاړې کړي دي او پدغه کرغيړنه پديده کې  د دولت لوړ پوړي  چارواکي هم ښکيل شوي چې دې کار پخپله د اداري فساد دلازياتيدو زمېنه برابره کړې .


په دولتي اداراتوکې په ځينو پوستونو کې د مقرري په بدل کې په زياته پيمانه پيسې اخيستل کيږي دانه يواځې په ټيټه کچه بلکې له مامور څخه نېولې آن تر وزيره پورې پيسې اخلي هيره دې نه چې په دولت کې دننه اوس يوه اداره د ارتشا او فساد دمخنيوي په موخه جوړه شويده خوتردې دمه يې څوک په ريښتيني ډول چې په اداري فساد کې لاس ولري او لوړ پوړي چارواکي وي عدلي او قضايي ارګانونوته ندى ور پيژندلى نوموړې اداره چې په راس کې يې ښاغلى غزيزالله لودين کارکوي څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په اداريتورن لوړپوړي چارواکي چې بايد ترې پوښتنې اوګرويږنې وشي اوس له هيواد څخه بهر ژوندکوي او همدغو بهرنيو هيوادونو چې له افغان حکومت سره ښې اړيکې لري هم په دغه برخه کې مرسته نده کړې ، همداراز دغې اداري د اداري فساد په وړاندې د نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه کې پدې اعتراف وکړ چې دغه اداره بې غاښو زمري ته ورته ده نوله بې غاښو وزمري څه طمعه کيدلاي شي .


دې ترڅنګ په افغان دولت کې هم داسې تورن کسان شته چې دنيشه يې توکو په قاچاق کې لاس لري خو لويې څارنوالۍ تر دې دمه دهغو دنومونو له اخيستلو ډډه کړې او نشي کولاي چې د هغوى دوسيې وڅيړي .


خوله بده مرغه څوکاله وړاندې کله چې علي احمد جلالي د کورنيو چارو وزير وو داهڅه يې وکړه چې ترڅو د نشه يې توکو په قاچاق کې د دولت د لوړ پوړو چارواکود تورنوکسانو   نومونه اعلان کړي چې له دې کارڅخه وړاندې نوموړى له دندې ګوښه او يا هم استعفاته اړشو .


راځو اصلي موضوع ته چې ولې افغان دولت د شته ستونزو دهواري په اړه رغنده ګام نه پورته کوي ددې خبرې يواځيني لامل په فساد او د نشه يې توکو په قاچاق کې د دولتي لوړ پوړو چارواکو لاس لرل په هيواد کې نا امني او دبهرنيو هيوادونو لاس وهنه دي چې په هيواد کې يې دننه دغو غميزو ته د لا دوام زمينه برابره کړي ولې افغان حکومت هم لکه څنګه چې لازمه ده رغنده ګامونه نه دي پورته کړي .د چارواکو  په ګمارلو کې د پيسو اخيستل هغه څه دي چې ددغو ستونزو دلاملګرتيا سبب ګرځي لکه چې يو پښتو متل دي ( اوبه له بره خړې دي ) په لوړه کچه فساد د اشخاصو او افرادو شتون د اداري فساد د ناامنيو او ټولو بدبختيو سبب ګرځي افغان حکومت بايد پخپلو کړو ژمنو ټينګ و اوسي او هيوادوالو سره دې جفا نکوي ،


ولس د حکومت هرډول ملاتړ ته تيارده ترڅو خپل هيواد پخپلو پښو ودريږي او دولت بايد ورسره خپلې کړې ژمنې ترسره کړي .


د اداري فساد او نا امنيو مخه دې ونيسي په راتلونکي دوه درې کلونو کې چې د جمهور رئيس حامد کرزي د حکومت پايته پاتې دي کوتل يګامونه دې د اداري فساداو نا امنيو په وړاندې پورته کړي او د هيوا له پارلمان څخه چې طمعه ترې نوره نه کيږي خو بيا هم بايد پدغو معرفي شويو وزيرانو کې داسې چاته رايه ورکړي چې اهليت درايت او په کارپوه او په هيواد مين وي نه چې د بهرنيو هيوادنو په استخباراتي کړيو پلورل شوي  وي ،


د هيوادوالو سترګې يواځې پارلمان ته دي نوپارلمان دي هم د څو پيسو ، تنظيم ،قوميت اوزبې پربنسټ پريکړه نکوي داهيواد تر  دې  دمه چې وران شوي همدي ژبني ،قومي او تنظيمي تعصوبونو وران کړي د خداي په خاطر نوربس دي داهيواد ددې دپاره نه چې ټوټې ټوټې  دوه ميليونه شهيدان ورکړي بلکې ددې دپاره چې يوموټي او آباد شي