کور / تازه خبرونه / د وزيرانو شورا تر پريکړي به په کندهار کي ښاري ټکس نه اخستل کيږي

د وزيرانو شورا تر پريکړي به په کندهار کي ښاري ټکس نه اخستل کيږي

کندهار والي نن ماپښين د ولايت مقام د غونډو په تالار کي له لسګونه کندهاري سوداګرو سره د کتني پرمهال له هغوى سره ژمنه وکړه چي په کندهار کي د ښاري ټکس په باب به د وزيرانو شورا تر پريکړي پوري په ښار کي ټکس نه اخستل کيږي.
کندهاري سوداګرو له کندها روالي سره د ليدني پرمهال شکايت کاوه چي ګواکي په ښار کي ورڅخه څو ځايه د ښاري ټکس په نوم پيسې اخستل کيږي او اموال يې پر ټاکلي وخت نه رسيږي چي دې کار ورته ستونزي راټوکولي دي.
د کندهار ولايت د سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي رحيم الدين وويل چي په دې اړه يې په کابل کي هم له مسؤلو چارواکو سره خبري کړي او هغوى ورته ويلي چي په دې برخه کي يې له نورو ولايتونو هم ورته شکايتونه تر لاسه کړي چي پري به کار وکړي.
هغه وويل چمتو دي چي په ګمرک کي يو ځاى د ټولو اموالو ټکس او ماليه ورکړي او پر وخت باندي دولتي محصول تحويل کړي خو په خبره يې چي اوسنى طريقه سمه نه ده او دوى يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
 
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له تجارانو سره د ليدني پرمهال وويل هر نوى کار او پلان له ځان سره ستونزي لري او ددې ستونزو حل وخت ته اړتيا لري چي بايدټول ورته حوصله وکړي.
هغه زياته کړه  چي ددې ستونزي د حل په موخه يې په پرله پسې ډول په کابل کي د سوداګرۍ وزارت، له سيمه ييزو ارګانونو او همداراز د سوداګرۍ په برخه کي د جمهور رئيس له سلاکار وزير سره خبري کړي دي.
نوموړي وويل پلان دى چي پر ياده موضوع به د وزيرانو په شورا کي خبري کيږي او هلته به ورته يوه دايمي حل لاره پيدا کيږي څو د هيواد په کچه دغه ستونزه حل سي.
والي همداراز وويل پلان دى چي له دې وروسته په ګمرک کي د ښاروالۍ په نوم يو حساب پرانستل سي څو ټولي پيسې چي د ټکس څخه په لاس راځي هماغه اکاونټ ته اضافه سي او له لارو او بازارونو پاټکونه ټول سي.
هغه له تجارانو سره ژمنه وکړه چي د وزيرانو شورا د پرېکړي تر وخته به په ښار کي د تجارتي اموالو پر سر هيڅ راز ټکس نه اخستل کيږي.