موټر بم چاودني پنځو تنو مرګ ژوبله واړوله
د کندهار ښار د څلورمي امنيتي حوزې اړوند د موټر بم ځانمرګي بريد په پايله کي دپوليسو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يو ځانمرګى بريد کوونکي چي له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر کي سپور وو نن سهار لس نيمي بجې يې د کندهار ښار د څلورمي امنيتي حوزې اړوند د پلټني د يوې پوستې سره نژدې خپل موټر ته چاودنه ورکړه چي په نتيجه کي يې يو تن ملي پوليس وژل سوى او يو بل ملي پوليس او درې تنه ملکي وګړي زخميان سوي دي.
د پيښي زخميان د درملني لپاره روغتون ته وړل سوي دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړى دى.
د څلورمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي چاودنه د ملکي خلکو د کورونو په منځ کي سوې چي له امله يې د ملکي خلکو د اوسېدوني يو کور هم چپه سوى دى.
افغان ملي پوليسو له چاودني سمدستي وروسته په سيمه کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال د ځانمرګي بريد يو واسکټ او له چاودېدونکو توکو ډکي ٦ عدده شل کيلويي ډبې هم چي د مخالفينو لخوا د چاودني لپاره چمتو سوې وې کشف کړي دي.
د کندهار چارواکو دغه بريد غندلی دی او په وينا يې د سولي او پرمختګ دښمنان ددغه بريد تر شا ولاړ دي .