د لمر تلوېزون د تيري شپې ګردى مېز د رسنيزو اصولو خلاف دى

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2012


نېټه٠١ ، ١٢، ١٣٩٠
د هيواد په پلازمينه کابل کي د لمر په نوم د خصوصي تلوېزون د تيري شپې د ګردي ميز بحث دهر ډول قانوني او رسنيزو اصولو خلاف دى او د کندهار ولايتي اداره يې په کلکه غندي.
د لمر تلوېزون تېره شپه بحث جوړ کړى و چي په اوږدو کي يې کندهار ولايت ته د آصف سرحدي په نوم د راغلي کس په اړه بحث وسو، ولي له بده مرغه د ټولو رسنيزو اصولو خلاف په دغه ګردي مېز کي د کندهار د ولايتي ادارې په استازيتوب هيڅ کس نه و رابلل سوى.
د رسنيو د قانون سره سم په دې ډول بحثونو، خبري رپورټونو او څېړنو کي د ښکيلو خواوو نظرونه شتون ولري او بايد د يو بل پر وړاندي مخامخ خپل ځوابونه ووايي چي متاسفانه په د لمر تلوېزون په پروني ګردي مېز کي دغه څه تر سترګو نه سول او وياندپه ډېره سپين سترګي سره يوازي د مخالف لوري سره ګردۍ ميز مخته وړى.
د تيري شپې ګردى مېز د شخصي غوښتنو او شخصي عقدو پر بنياد او اساس جوړ سوى و او هيڅ ډول د رسنيو له قانون سره سر نه خوري.
د کندهار ولايتي اداره د خپلواکو رسنيو لخوا دغه ډول د شخصي او خود غرضي موخو لپاره د رسنيو کارېدنه په کلکو ټکو کي غندي، د هيواد پر اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د رسنيو په برخه کي کارکوونکو ادارو باندي ږغ کوي چي دغه موضوع په ټنګه توګه وڅېړي.
 
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن ماپښين د کندهار ولايت درسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي په مشرانو جرګه کي د کندهار د خلکو استازي هم له رسنيو سره د حقيقه ليري خبري کړي او ددې پر ځاى چي د کندهار ستونزي وڅېړي هميشه يې د خپلو شخصي ستونزو د حلولو لپاره کار کړى دى.
نوموړي زياته کړه چي په دې وروستيو کي د کندها رولايتي ادارې د نشه يي توکو پر خلاف مبارزه پيل کړې ده او همداراز غواړي چي دولتي مځکي د غاصبينو له منګولو خلاصي کړي او همدا لامل دى چي اوس د  يوشمېر سړيو او کړيو او خپله وکيل صاحبانو له خولي د کندهار ولايت اداره بې کفايته بلل کيږي.
هغه همداراز وويل چي دده په درې کلنه کاري موده کي د کندهار ولايت په بيساري ډول او د توقع خلاف پرمختګونه کړي، چي د خلاصو ښوونځيو شمېر يې له سلو تر ٣٥٠ رسېدلى، د ښار دننه سل کيلو ميتره سړکونه پخ سوي، د زدکوونکو شمېر ١٩٢ زره ته رسېدلى او دغه ډول لسګونه نور د پام وړ کارونه سوي دي.
کندهار والي په ننۍ غونډه کي همداراز وويل چي د آصف سرحدي په نوم کندهار ته راغلي سناتور يو رسمي نه بلکه، غير رسمي سفر لاره او هدف يې د سلطاني په نوم د موزيم جوړونه وه چي دغه موضوع د رسمي اصولو له مخي د اطلاعاتو فرهنګ رياست ته راجع سوې او وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته لېږل سوې ده.
هغه زياته کړه آصف سرحدي وروسته د کندهار ولايت معروف او ډنډ ولسواليو ته هم صفرونه کړي ځکه په ډنډ ولسوالي کي د بارک نيکه مقبره او شير سرخ مزار دي او همداراز په معروف ولسوالي کي د امير دوست محمدخان کلا موجودي دي چي زيات تاريخ لري.
د نوموړي په خبره چي په دې وروستيو کي د کارونو د لا چټکيا په موخه په اداره کي ځوانانو ته ونډه ورکړې او ښايي يو شمېر خلک له دې خاطره وېره لري او غواړي ستونزي او مشکلات جوړ کړي.
والي له وکيلانو او استازو وغوښتل چي خپلو اصلي وظيفو ته پاملرنه وکړي او اساسي کارونو ته توجه زياته کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024