کور / سپورټي / ختيځ زون د ساپي کلب ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

ختيځ زون د ساپي کلب ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

دختيځ زون دمعلولينو لوبډلې په جلااباد کې ساپي کلب لوبډلې ته په نهه اويا منډو ماتي ورکړه .


دکرکټ بورډ دختيځ زون دمعلولينو مشرعبدالجليل اميري وايي دغه سيالي يې چې په فارم هډې لوبغالې کې ترسره کړى لومړى ددوي لوبډلې توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي شل اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوزيدو سره يوسلو څلورشپيته منډې هدف وټاکه .


دنوموړي په وينا په دغه لوبه کې صبور شپږپنځوس او عبدالقادر پنځه څلويښت منډې ترسره کړي .


امري زياتوي چې په ځواب کې دساپي کلب روغې لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او ټوله لوپډله يې په پنځه اتيا منډو وسوزيده او په نهه اويا منډو يې له معلولينو لوپډلې څخه ماتي ومنله .


په دغه لوبه کې هنرخان چې دسپاپي کلب څلور لوبغاړي يې سوزول وو، دلوبې غوره لوپغاړى ونومول شو.