طالبانو او افغان دولت په بګرام کي د قرانکريم سپکاوئ غندلی دی
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تېرې شپې هغه پېښه په کلکه غندلې ده چي له امله يې قرآن عظيم الشان هم سوځول سوی دی ، په دې اړه د طالبانو د اعلاميې په يوه برخه کي راغلي دي چي داتقریبا لسم ځل دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې دمسلمانانو دمقدساتو دسپکاوي په غرض په داشاني وحشیانه عمل لاس پوري کوي چې هرځل یې مسلمان افغانان له خپلو مقدساتو څخه ددفاع په منظور په مقابل کې سخت غبرګون ښکاره کوي او دهیواد په ګوټ ګوټ کې په پراخو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کوي .
طالبانودبشري حقوقو په مدافعه ټولنو غوښتي دي چي دخپل بشري او اخلاقي مسؤلیت له مخې دتیري کوونکو امریکایانو ددغو وحشیانه کړنو مخنیوی وکړي اود انساني کرامت خلاف دترسره کوونکو جنایاتو تاریخي مجرمین دخپلو جنایاتو په جزامحکوم کړي .
بله خوا د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا لخوا رسنيو ته په لېږل سوې اعلاميه کي هم دا پېښه په کلکه غندل سوې ده .
د بګرام ولسوالۍ سلګونو خلکو ددې کړني د غندني په موخه لاريون وکړ چي ويل کيږي څلور کسان پکښي زخميان سوي دي . مظاهره چيانو د مرګ پر امريکا شعارونه ورکول او د مجرمينو محکمه کېدل يې غوښتل .
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان رسنيو ته وويل چي دا يوه قصدي پېښه نه وه او له امله يې د افغانستان له خلکو او ولسمشر څخه بخښنه وغوښته .