ملا ضعيف:امريکا د ملامحمدعمر اخند د ليک په اړه تېروتنه کړې وه

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2012


دمشرملاصاحب  نه بلکي د ملا عبدالسلام ضعيف ليک اوباما ته


د فبروري د میاشتي په لومړيو کي سپني ماڼۍ اعلان وکړ چي د طالبانو د مشر ملامحمد عمر لخوا د امريکې ولسمشر باراک اوباما ليک لېږلئ او په افغانستان کي يې د جګړې بندېدو غوښتنه کړېده . د سپيني ماڼۍ ددغه اعلان سره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپل مشر لخوا امريکې ته دداسي يوه ليک لېږل رد کړي وه ، نن د طالبانو د مهال په اسلام اباد کي سفير ملا عبدالسلام ضعيف لراوبر ته د يوې ليکني په ترڅ کي څرګنده کړه چي امريکې په دې اړه تېروتنه کړې ده او هغه ليک چي دامريکا د ملامحمدعمر اخند په نامه اعلان کړئ و په حقيقت کي د ملا عبدالسلام ضعيف لخوا د امریکې ولسمشر بارک حسين اوباما ته لېږل سوئ و .
لراوبر ويبپاڼي ته داصلي ليک يوه کاپي د سند په توګه لېږل سوې ده ، ددې ليک په اړه توضيحات او د اصلي متن پښتو ژباړه د لراوبر په مقالو کي په دې پته خپور سوی دی http://larawbar.org/mob/show.php?id=30677

Copyright Larawbar 2007-2024