اسان انتقادونه او د حل ستونزمنی لاري
خواه ناخواه له خوږه زړه اه و فریاد شی ولی نشته هسی اور چی دود یی نشته ( حمید مومند )
څو ورځی وړاندی ماښام وو او د یوی ښادۍ په بهانه چی د دوو ځلمیانو د ابدی وصال د هوکړی له کبله ترلاسه شوی وه ، یو شمیر افغانان سره ټول شوی وو . د ډوډۍ خوړلو او نکاح تړلو وروسته چی چا څه کار درلود ، هغه ولاړل خو یو شمیر چی ما غوندی بیکاره وه ، پاته شول . پداسی وخت کی د ځمکی او له اسمانه د خبرو موضوع راپیداکیږی او هر یو د خپل زړه بړاس پری باسی . داځل د معمول په خلاف بیله سیاست نه د هرڅه په باب ډیری خبری وسوی . لږ وروسته یو شمیر نورو هم د کوربه څخه وتلو اجازه و غوښته او ولاړل . پدی وخت کی زموږ یو وطنوال چی له لومړی سره چوپ پاته وو ، ښکاریده چی نور یی د چوپتیا توان د لاسه ورکړیدی ، په خبرو یی پیل وګړ او خبره یی دسیاست په لور و غځول . د خبرو ټوله منځپانګه یی د کابل د اوسنی اداری پر ناوړتیا او ککړتوب را تاویدل او پدی اړوند یی په پوره تفصیل د ډیرو جزئیاتو سره خبری کولی . ده به لا خپلو خبرو ته دپای ټکی نه وو ایښی چی بل به پسی ور غبرګه کړه او دده دخبرو په تائید به یی په لږ بدلون بیا هغه خبری تکرار کړی . لومړی وطندار به بیا د خپلو څرګندونو د بشپړولو پخاطر خبره واخیستل او د ناخوالو نور جزئیات به یی په لا زیات جدیت سره په ګوته کړل . په څرګندونو کی یی هرڅه پر دی راګرځیدل چی پخوا یو منظم اداری سیسټم موجود وو ، خو اوس هر څه وران شودیدی ، فساد زور اخیستی او خپلسری واکمنه ده . پدی توګه د ناخوالو لړۍ خورا اوږده شوه او ان د کرزی صاحب تر چپنی پوری هم ورسیده چی دا هم ګویا د ناخوالو یوه غوښینه برخه ده . د بحث په جریان کی ددی ډول ناخوالو لست په اوږدیدو وو اوشمیرلو یی ښایسته ډیر وخت ونیو . د خدای حق خو دادی چی دا هرڅه که لومړی وطندار د زړه غوټه پری خلاصول او یا نورو یی په تائید سره یو نیم څه پر زیاتول ، د موجودو ترخو واقعیتونو سره یی سمون درلود ولی کومه نوی راسپړل شوی خبره نه وه ، خو ایا دداسی بیوسو کسانو تر منځ زرګونه کیلومتره لیری دلته په اروپا کی د کابل د ناخوالو صرف یادوونه به د حالاتو په کابو کولو کی مرسته وکړی ؟
زه پدی ټوله موده کی چوپ پاته وم او دناخوالو وشمیرلو ته می پدی هیله په ځیر سره غوږ نیولی وو چی ګوندی یوه نوی موضوع تری نه تر لاسه کړم څو زه یی هم په هکله تبصره وکړم او یا یی د یوی لیکنی دپاره پلمه وګرځوم ، خو له بده مرغه داسی څه می پلاس را نغلل . څو واره می کوښښ وکړ چی یوه بله خبره رامنځته کړم . کله چی به د چا په خبرو کی کوم لنډکۍ غوندی ځنډ پیداسو ، مابه ژر د نوبت اخیستلو په موخه خبره پیل کړه چی سمدلاسه به بیا د نورو لخوا قطع او د ناخوالو دلست شمیرلو به دوام وموند . داسی ښکاریده چی د ناخوالو لست ختمیدونکی ندی او زما دی نوی بیخوندی موضوع د هغوی د ګرمو یادوونو په منځ کی بازار نه درلود ځکه هر ځل چی به می هڅه وکړه ، نوبت می تر لاسه نکړی شو او مجبورا د خپلی موضوع نه تیر او غلۍ شوم . په پای کی لکه چی دیوه وطندار زړه را باندی و سوزیدی ، اخیر یی وویل چی نوزادی صاحب فکر کوم تا هم غوښته چی څه ووایی ، مهربانی وکړه و یی وایه . زما چی له ډیره وخته یوه موضوع د یادوولو لپاره په زړه کی وه او غوښته می یاده یی کړم او په اړه یی د خپلو ناستو انډیوالانو نظر واورم . برسیره پردی داکسان چی دلته ناست وه ، ټول دسیاست سره تړلی خلګ او پرخپل وخت یی په ګوندی اولوړو دولتی د پام وړ چوکیو باندی هم کار کړی دی ، ځکه یی ماته نظر مهم ښکاریدی او خوښ شوم دفرصت نه په ګټه اخیستلو یی نظر تر لاسه کړم څو دیوی لیکنی په ترڅ کی یی د څیړونکو او چارواکو تر غوږه ورسوم .
کله چی نوبت راورسیدی ، ما دخپلو خبرو په پیل کی وویل چی ستاسی ټولو یادوونی پر ځای دی اودا ټولی هغه ناخوالی دی چی لست یی له بده مرغه لدی نه هم ډیر اوږد دی ، خو پر خالی شمیرلو یی که هر څومره ډیر وخت هم ضایع کړو ، بیله دی نه چی راته زړه بوګنونکی وګرځی ، بیله ګټه به ونلری . داهغه څه دی چی د نړیوالی مافیا د پلان سره سم د کورنی مافیا په مټ منځته راغلی ، د رسنیو ستونۍ پری زخمی شوی دی او له کبله یی د کرزی صاحب اداره دمسخرو تر پولو پوری سپکه شویده . راشی پر دی هم فکر وکړو چی ددی ککړ ډنډ څخه زموږ په اند د وتلو لاره کومه ده . دنیکه مرغه پدی ورځو کی رسنۍ اوسیاستوال په کور دننه او نړیواله کچه د وتلو د لاری پر پیداکولو باندی بوختی دی . دسولی د خبرو اترو په موخه طالبانو ته د امریکا او ناټو نژدی کیدل ، په قطر کی طالبانو ته د یوه دفتر پرانیستل ، دسیمی دهیوادونو دیپلوماتیکی هلی ځلی ، د سولی په خبرو کی د پاکستان او ایران دلچسپی او داسی نور ددی خبری ښکارندویی کوی چی د ناخوالو څخه د وتلو دلاری سنجول دورځنۍ اجندا برخه ګرځی ، نو بیځایه به نه چی موږ هم پدی هکله خپل نظر څرګند کړو . ما زیاته کړه چی غواړم د هغو طرحو په هکله ستاسی نظر واورم کوم چی دا ګړۍ د یو شمیر سیاستوالو له خوا وړاندی شویدی . د بیلګی په ګوته ښاغلی دوکتور فاروق اعظم د ( د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنی ) مشر د ( په افغانستان کی د تلپاتی او دوامداری سولی د راوستلواو په سیمه کی د اوږدمهاله ثبات لپاره افغانی نوښت ) تر سرلیک لاندی د پوره بشپړتیا سره یوه طرح ، ښاغلی ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب مشر دخپل ګوند په استازیتوب یوه ۱۷ فقریزه طرح او همدارنګه ځینو نورو سیاست پوهانو په خپلو مصاحبو کی دخپلی خوښی وړ طرحی وړاندی کړی دی او فکر کوم چی اکثرو به له موږ او تاسی نه دا طرحی په افغانی سایټونو یا نورو رسنیو کی لوستی یا ارویدلی وی . اکثرو یی سر داسی و ښوراوه چی ګویا لوستی یی دی . وروسته می وویل راشی پر دی باندی و ږغیږو چی لدغو نه کومه طرحه دافغانانو او نړیوالو د غوښتنو په پام کی نیولو سره پدغو ځانګړوشرایطو کی ډیره د عملی کولو وړ ښکاری څو د نوموړو ناخوالو څخه د وتلو لاره وګرځی . ما چی خپلی خبری خلاصی کړی ، نور چوپ پاته شوم چی د نورو وطنوالو نظر واورم . لدی نه وروسته د اوږدو شیبو د پاره چوپه چوپتیا حاکمه شوه . نور نه چا خپل نظر وایه او نه یی هم دهغو ناخوالو وشمیرلو ته دوام ورکړ چی په جدیت سره یی پیل کړی وی . څو نوری شیبی وروسته بیا څو تنه پاڅیدل او د تلو اجازه یی له کوربه نه وغوښتل او ولاړل خو پاته کسان هم چوپه خوله ناست ول اود نظر ښکاره کولو سره هیچا هیڅ ډول علاقه و نه ښوده . زه پدی پوه شوم چی د ناخوالو انتقادول د ناخوالو څخه دخلاصون په موخه تر اصلاحی نظر وړاندی کولو نه ډیر اسانه کار دی .
کوربه ځوانانو خوندوری تازه ډول ډول میوی راوړی ، هر څوتنه په خپل منځ کی دمیوی خوړلو سره په نورو خبرو لګیا شول او د ناخوالو څخه د وتلو د لارو ستونزمنی طرحی هیری شوی . دا می پدی اړوند یوه وړوکی بیلګه او د (مشت نمونه خروار ) په توګه یاده کړه چی ورته بیلګی یی له بده مرغه په هره کچه کسانو کی خورا ډیری لیدلای شو .
را به شو په هیواد کی د ټیکاو او امنیت په موخه وړاندی شوو طرحو ته . د ښاغلی ډاکترفاروق اعظم او ښاغلی حکمتیار طرحی په ځینو برخو کی د ورته والی سره سره په میکانیزم کی ډیر توپیر سره لری . یوه شپه د حکمتیار صاحب د طرحی په هکله د پیام افغان تلویزیون مشر ښاغلی خطاب په فرانسی کی د اسلامی ګوند د استازی سره چی فکر کوم نوم یی کریم امین وو ، مصاحبه درلوده . خطاب ورنه وپوښتل چی تاسی د جنګی مجرمینو ډیره یاوونه کوی ، هدف مو کوم کسان دی . هغه چی دخبرو له مخی د لوړو زده کړو څښتن هم ښکاریدی ، په ځواب کی یی وویل چی زموږ په نظر ټول هغه کسان چی په تیرو درو لسیزو کی د روسی اشغالګرانو ترڅنګ او بیا د اوسنی امریکایی اشغالګرانو پرخوا جنګیږی ، دا ټول جنګی جنایتکاران دی چی باید ددی جنایت جزا ووینی . سره لدی چی د نومړی ګوند داطرحه یوشمیر مثبت ټکی لری خو که داډول نظر د ټول اسلامی ګوند نظر وی ، نو د طرحی عملی اړخ به یی ډیر کمزوری وی او ښه به داوی چی دوی په کورنی او نړیواله کچه داوسنی شرایطو منطق په پام کی ونیسی اوپخپلو نظریاتو کی د یوه پراخ لید سره مثبت بدلون راولی کنه نو طرحی او غوښتنی به یی تود بازار ونلری .
د ډاکتر فاروق اعظم په مشری « د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنی » طرح بیا ډیره جامع ، هراړخیزه او په زړه پوری ده . داسی ښکاری چی د مجربو سیاستوالو یوه قوی ټیم ورباندی کار کړیدی . په پیل کی د افغانستان د اخیرنی کلونو ناوړتیاوی په تیره بیا په وروستی لسیزه کی چی پیل یی د شیرازۍ په لور د هیلو ډګ ښکاریدی او کرار کرار د ناخوالو ښامار ځالۍ پکښی جوړی او هیواد یی لاس تړلی د زورواکانو مافیا ته وسپاری ، په علمی توګه په ګوته شوی ، لاملونه یی څیړل شوی ، منطقی پایله اخیستنه شوی او په پای کی یی دحل لاره دیوی طرحی په ترڅ کی ښودل شویده . طرح پدی خاطر لازیاته په زړه پوری ګرځی چی دوی خپله ټولنه ( د افغانستان د . . . ) دسولی و خبرو ته دشکیلو اړخونو د رابللو په موخه دمنځګړی په توګه وړاندی کوی او وایی چی طالبان پر دوی باور کولای شی ، امریکا او ناټو چی نور دلته تر پوزی راغلی ، دخپلو خلګو لخوا تر سخت فشار لاندی دی او غواړی د پښو سپکولو د پاره یوه ابرومندانه لاره پیداکړی نو دا لاره تربل هرچا دوی ورته په ښه توګه پلاس ورکولای شی . دوی پدی اند دی چی دسولی دعالی شورا سره یی هم مناسبات نیک دی . داټول دوی هغه څه بولی چی منځګړیتوب یی ومثبتی پایلی ته سولای شی . خدای دی وکړی چی داټول همداسی وی او افغانان یواربیا دسوله ایز ژوند مزه وڅکی . که داکار ددی ټولنی د وړاندیز سره سم ترسره او دوی ته د منځګړیتوب دنده وسپارل شوه بیا به اړینه وی چی دطرحی دلا ښه والی او دعملی کیدو د لا ډیرو وړتیاو په اړوند مشوری او وړاندیزونه ورکړل شی . خو د اوس دپاره دبریاوو دهیلو سره همدومره .
پای .