پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسئله (لومړۍ برخه)
((ماله کلمه نه راځي))
ولې موکوچنیان تراوسه پورې په خپلومورنیوژبولیک لوست نه شي کولای؟
له خپل وطن څخه لرې،دخپلې ټولنې له چاپیریا ل څخه لرې،دمورنۍ ژبې داوریدلو او ویلو له دایرې نه دباندې دپردي کلتورترهراړخیز اغیز لاندې؛په پردي چاپیریال کې دمورنۍ ژبې زدکړې،ساتنې اوپالنې مسآله اودمهاجرت په پردي چاپیریال کې له کوچنیانواوتنکیوزلمیانوسره دچلند اواړیکوموضوعات هغه اړین اولومړني شیان دي چې باید قلموال یې هیڅ کله له پامه ونه غورځوي.
دغې اړینې موضوع ته هغه وخت زما پام شوچې په ۱۹۹۲ ،په پيښورکې مې دافغان مهاجرینوحال،دپيښور په یوکمپ(کچه ګړۍ) کې په خپلوسترګو ولید.بیا دوخت ناکردو اوتندوبادونوپسې واخیستم او دروسیې پلازمینې ماسکوته یې ورغوځارکړم.په روسیه کې مې هم دافغان مهاجرینوبد حالت په خپلوسترګوولید،بیا لکه نا بلد لامبوزن،وروسته له ډیرلاس اوپښواچولومې پښه غربي اروپا ته ورسیده.
په دې ټولوپردیوچاپیریالونوکې مې دنورومذهبونوترتاثیر،دنوروژبوپه دایره کې اوپردي کلتورترسیوري لاندې ولیدل چې څنګه یوماشوم خپل عقاید،کلتور،ژبه اوټول معنوي شته هیروي اوله لاسه یې ورکوي. دهمدغې غمیزې په لیدواوعیني اړتیاووپربنا مې ځا ن اړوګاڼه چې که نورڅه مې له لاسه نه کیږي،حداقل دهمدغې غمیزې اونیګړتیاوویوتت شا نتې انځورخودلوستونکو اوتاریخ مخې ته کیږدم؛نوهماغه وچې زړه نازړه مې د «لارورکولارویانو» په ورکولاروکې له ځان سره اخیستي لومړني یادداشتونه اودماسکوپه هراړخیزپردي چاپیریال کې شته ترخه واقعیتونه سره څنګ په څنګ کیښودل،پرتله مې کړل،بیا مې سره ومروړل اوهمدغه مقا له ( پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآ له«ما له کلمه نه راځي») ولیکله،له ماسکوڅخه خپریدونکي اخبار« نوید» کې خپره شوه.بیا څه « ژرنده پڅه اوڅه غنم لامده» دبې سرنوشته ژوند ناخوالودې ته پرې نه ښودم چې ددې سلسلې بله مقاله ولیکم،خویادداشتونه مې څه پرکاغذ اوڅه دحافظې په کمپیوترکې ثبتول.
دمهاجرت دهمدې اړودوړپه لړکې،توندوبادونودڅویم ځل له پاره لکه شکیدلی کاغذ یا وچه پاڼه په هوا کړم،په اروپا کې یې دډنمارک په نامه په یوه سیمه کې وغورځولم.دتوپانونودلږڅه کرارتیا په پای کې مې ــ دچاخبره ــ نوم مې ایله په پنسل ولیکل شو،ما هم لږڅه دآرامتیا احسا س وکړ،ژوره سا مې واخیسته اوآرام کیناستم؛خوخبرنه وم چې دا دبل توپان نه مخکې غولونکې آرامتیا ده،داسې آرامتیا چې دسریښوپه اصلي ډنډ کې سړی کیبا سي.دا دسریښوډنډ بې وطني ده چې دبې وطنۍ په وجه سړی په خپل لاس،په لیکلې بڼه دیوبل هیواد مقاماتوته مجبورآ دپناه اخیستلولیک ورکوي.
کله مې چې په اروپا کې ،په ډنمارک کې دمهاجروافغانانوژوند،کورنۍ اوکوچنیان له نږدې ولیدل،دوی هم له لوی نه نیولې،ترواړه پورې،دفرهنګي فقردستونزې ترڅنګه،ترسخت فرهنګي سترس(فشار) لاندې سا ایستله.افغانان لوستي وو،که نا لوستي،په رڼویې کتلې چې دوی،ددوی زلمیان اوکوچنیان خپل ټول معنوي شته له لاسه ورکوي.زه اوماغوندې ځینې نورفرهنګیان کوم اجرايی ځواک په اختیارکې نه درلوده چې څه موترسره کړي وای؛بیا مې ځان یوازې په دې ډاډه کاوه چې ددغه بد حالت انځوروکاږم اونوروته یې وښیم؛نومې په ماسکوکې دراپیل کړومقالولړۍ بیا پیل کړه.
له دې سره جوخت مې هڅه وکړه چې دډنمارک دهیدرسلیوپه ښارګوټي کې ــ چې زه دیره یم ــ باید درسمي مقاماتوپه اجازه اومرسته ،دمورنۍ ژبې دزدکړوکورسونه،په پښتواودري ژبوپیل کړم.هغه شرایط اوقانون چې دمورنۍ ژبې دزدکړې له پاره په هغه وخت کې دډنمارک دحاکم ګوند له خوا وضعه شوي وو،له هغوشرایطواوقوانینوسره سم ما امکانات لرل.دمورنۍ ژبې دټولګي دجوړیدوله پاره با ید دولس (۱۲) تنه ماشومان چې عمریې له څوارلسو کلونوډیرنه وي موجود وي،چې په یاد ښارکې دافغانانو ماشومان تردولسوهم ډیروو.دمورنۍ ژبې دښوونکي شته والی،دا ستونزه هم نه وه.دډنمارک په نوروښارونوکې اکثرآ غیرمسکلي ښوونکي دتدریس له پاره حا ضروو،خوموږدمورنۍ ژبې دتدریس له پاره مسلکي ښوونکي درلودل.زمامیرمن مسلکي ښوونکې وه ،دکا بل دپیداګوژي انستیتوت فارغ التحصیله ده اودافغانستان په لومړنیوښوونځیوکې یې دتدریس ښه اوږده سابقه درلوده،اوما هم دتدریس اودرسي کتابونودلیکلوښه اوږده تجربه درلوده.
موږپه ګډه هڅه وکړه چې لااقل دافغان کوچنیانودباسواده کیدوپه خاطردمورنۍ ژبې کورسونه پیل کړو،څه ژرنده پڅه اوڅه غنم لامده،په کوربه هیواد کې دهغوګوندونوحاکمیدل چې له بهرنیانوسره یې دمورنه،بلکې دمیرې سلوک کاوه.په یوه مکتوب کې،چې ټولوبهرنیانوته یې په متحدالمال ډول لیږلی و،لیکلي وچې:هغه پیسې چې موږ ستاسې دمورنۍ ژبې په زدکړه لګوو،ولې یې دډنما رکۍ ژبې په زدکړه ونه لګوو.
بل خوا له بده مرغه ځینوافغانانوداسې انګیرله اوانګیري یې چې دادی دوی دافغانستان دتاوده تناره له سوځنده اورڅخه راخلاص شوي اوپه ګل اوګلزارجنت خانوکې استوګن دي،نورنو مور،مورنۍ ژبه،وطن اوخپل کلتور څه کوي.له کوچنیانوسره بې تفا وته برخورد،دهغوی دراتلونکې په باب فکر نه کول اوځینې نوردې ته ورته مسا یل ددې لامل شول چې دمورنۍ ژبې کورسونه دایرنه شي.ددې نیمګړتیاوو اوستونزوترڅنګه،دایراني متعصبوکړیودرواني تروراو ورانیونغري له افغانستانه بهرهم تود دی اودهمژبتوب،هم دینتوب اوهم کلتورتوب؟؟؟ ترنامه لاندې دلته هم زموږ دخپلوهیوادوالوپه وجود کې خپل ناروا پلانونه تطبیقوي.ددوی له نظره هرپښتون طالب دی،پښتودطالبانوژبه ده او … ژوندۍ نمونې یې همدلته دډنمارک په هیدرسلیونومي ښارکې زما ترسترګو وړاندې تیرې شوي دي.یوایراني پلوه ښاغلي؟ افغان داسې فکرکاوه چا چې له مازې پښتو وویله ،طالب دی.ده به هرکله یوه پښتوژبې افغان ته د طالب خطاب کاوه،کله چې له هغه نه ددې ادعا دثبوت غوښتنه وشوه،هغه په ځواب کې وویل:
« او ده خانه همرای اولادای خود پشتومیګه!»
په همدې هیدرسلیونومي ښارکې یوافغان چې مورنۍ ژبه یې فارسي ده،په ایران اوایراني کلتورداسې مین دی چې دمجنون سریې ګرولی دی،یوه ورځ چې ما ورته یاده کړه چې خپل کوچنیان دمورنۍ ژبې کورس ته راولیږي،نوپه زغرده یې راته وویل:
«همرای ایراني میشانمش،همراه تو نې!»
ځینې افغانان حاضرشول چې کوچنیان کورس ته راولیږي اوځینویې لا نورې ډمامې غږولې.لنډه دا چې دې کارهم پایله نه درلوده.دهمدې ستونزوله امله په هیدرسلیو ښارکې دمورنۍ ژبې کورس په رسمي ډول جوړ نه شو،خوما اومیرمنې مې په غیر رسمي ډول،پرته له دې چې دډنمارک دولت اویا دافغان کوچنیانومیندې ،پلرونه کوم مزد راکړي،په خپله خوښه تدریس وکړ،خواوس په ټپه ولاړ دی.
د۲۰۰۱ کال په جنوري کې دسویدن په ستاکهولم کې دافغانانو « دقلم کلوب » په نوښت اودسویدن دښوونې اوروزنې وزارت په ملاتړ،په سکندنویا یي هیوادونوکې دمورنۍ ژبې دښوونکودزدکړواوتجربودغني کیدو اوله یوبل سره دعلمي اړیکواودتجربودراکړې ورکړې دلوړتیا په خاطر،یوتعلیمي ورکشاپ جوړشو.ورکشاپ ته زه (آصف بهاند) هم په رسمي ډول وربلل شوی وم.ما دپښتوژبې ،ادب اوپه پردي چاپیریال کې دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې،پا لنې اودمورنۍ ژبې دتدریس دستونزوپه اړوند دیوې مقا لې دحوصلې په چوکاټ کې وینا وکړه.
همدغوکارونوبیا دې ته وهڅولم چې په ماسکوکې دپیل کړو مقالوسلسله بیا راپیل کړم.په دې اړوند مې درې نورې مقالې ولیکلې ا وخپرې مې کړې. له لوستونکوڅخه په بښنې سره باید خپله تیروتنه داسې تصحح کړم:
کومې دوې مقالې چې ما په بیلا بیلوافغاني ویبسا یټونوکې د:
پردی چاپیریال اوله کوچنیانوسره دچلند مسآله (پلاریې هیروي)،
پردی چاپیریال اوله کوچنیانوسره دچلند مسآ له ( پلارته لیک)،
ترسلیکونو لاندې ددې سلسلې دلومړۍ اودویمې برخې په توګه خپرې کړې دي،په حقیقت کې دریمه اوڅلورمه برخه ده.لومړنۍ برخه همدا مقا له ( پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآ له ،ما له کلمه نه راځي )اودویمه برخه یې (پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآله،دمورنۍ ژبې زدکړه،ساتنه اوپالنه)؛په حقیقت کې زمادهغې وینامتن دي چې ما په ستا کهولم کې په یاد ورکشا پ کې اورولې وه اوله ستاکهولم نه په خپریدونکې فردا مجله کې خپره شوې هم وه(د۲۰۰۲ کال دمارچ اواپریل ګڼه)؛که خیرو،په همدې مقالې پسې به په لږڅه بدلون سره بیا خپره شي.
او اوس هم په خپله مقاله:
« اورونه بل دي
کورونه سیځي
سکروټې دل دي
دودونه خیځي
داسې څوک نه شته
چې دا اورمړکا… » ( لطف الرحمن خاموش )
هوکې دغه ناروا اور زموږپه وطن کې بل کړای شوی دی اوددغه اورخوراک دهرافغان مادي اومعنوي شتمني اوددوی غوښې اوهدوکي دي.ددغه اورله سوځنده لمبوڅخه یوشمیرافغانان نوروهیوادونوته کډه شوي،دمهاجرنوم یې ځانته ګټلی اودچا خبره دسریښوپه ډنډ کې راګیرشوي دي.
هجرت خپله ترخه کلمه ده اوله بده مرغه دا تریخوالی،اوسنۍ زمانې ترټولوخلکوزیات،افغانانوته ورڅکلی دی.په هجرت کې انسان ډیرڅه له لاسه ورکوي.زما یوفلسفي دوست به هرکله داخبره یادوله:
«کله چې څوک دچا کره میلمه شي،خپله ډیره سلنه آزادي له لاسه ورکوي،دبل کره ډیرڅه په سوال غوښتل کیږي او…»
اوس نوراشه پردی وطن اوپردی چاپریال له پردیوافکارواوپردیوقوانینوسره وګوره.اساسي مسآله دا ده چې اوس خوراپیښه ده اوله پيښې څخه خوهسې هم تیښته نه شته.څه دپاسه درې کاله کیږي چې زه هم ددې دړې وړې کښتۍ له هغو سورلیوڅخه یم چې ډیرو وطنونوته مسافر،مهاجر،بې کوره اوبې آدرسه شوی یم.ما دمهاجرت دنوروترخوترڅنګه،دافغان کوچنیانوراتلونکې زوروي اوهرکله په دې فکرکې یم چې په پردیوچاپیریلاونوکې به دافغان کوچنیانودسواد مسآله څنګه کیږي؟ ځکه چې مهاجرت هرڅه له انسان څخه اخلي؛ژبه،کلتور رواجونه،کور،جومات،مړی،ژوندی،هدیره او…
خوموږباید ځانونه تسلیم نه کړو.له ټولومیندواوپلرونوسره ښايي چې دنوروناخولوسره دمبارزې ترڅنګه،په جدي ډول له دې ستونزې سره هم مبارزه وکړي،ترڅوزموږ کوچنیان له خپل فرهنګ ،تاریخ،عقایدو،ادبیاتو،ژبې او… څخه بیګانه اولرې پاتې نه شي؛اوکه ځای پرځای لاس ترزنې کینو،خدای مه کړه سبا به زموږدهریوه کوچنیان بې سواده اوله خپل فرهنګ اوژبې سره نا آشنا رالوی شي.بیا به نوی نسل له خپل فرهنګ،ژبې ،تاریخ اوهرڅه سره نا بلده اوبیګانه وي؛بیا به دادشرم پیټی چیرته اوتر څوپورې پر شا چلوو.
دلته په روسیه کې داټکل له مخې دمهاجروافغانانوپنځه نوي سلنه مشران باسواده دي،خوخپلوکوچنیانوته حد اقل الفبا اودخپلې مورنۍ ژبې لوستل اولیکل نه شي ورزده کولای.وبه منوچې ښوونځي نه شته اوشرایط په جدي ډول خراب دي،خوراځۍ چې په ډیر ابتدایي ډول یې له کورني سواد څخه پیل کړو.داخبره کومه نوې خبره نه ده،پخوا هم زموږپه هیواد کې دا رواج وچې په کورونوکې به دلومړني سواد زدکړه پیل کیده.په دې ډول به موږوتوانیږوچې حد اقل دمورنۍ ژبې دلوستلوتوان خپلوبچیانوته ورکړو،اوکه دا ونه شوکړای،نوزموږدبچیانوبرخلیک به داسې شي چې بیا به لکه ځینې ښاغلي،خپلې کورنۍ ته به هم په خپله مورنۍ ژبه لیک نه شي لیکلای.دلته ماسکوکې به دخپلو سترګو یولیدلی حال تاسوته ولیکم:
یوه ورځ په یوځای کې ناست وم،ددوستانوله ډلې څخه یوتن دوطن په لوري روان و.اودی په دې ښه پوهیده چې وطن،کلي او کورته په رسیدوسره،ددې زلمیانوکوم چې دلته ژوند یا زدکړې کوي اویا دمحصل په نامه له وطن څخه رالیږل شوي دي،ددوی کورنۍ خامخا دخپلوزامنواوبچیانوحال اواحوال ورځنې غواړي.ټولوته یې وویل:
هلکانو! خپل احوالونه دلیکونوپه ترڅ کې ولیکئ چې زه یې ستاسوکورنیوته ورسوم.ځکه لیک نیم دیدن دی اوستاسوکورنۍ خامخا ستاسودلیدلوهیله لري.هغوی وویل:سمه ده.
څوشیبې وروسته یوزلمی کاغذ اوقلم په لاس کوټې ته راننوت اووې ویل:
دا دی کاکا،قلم اوکاغذ مې راوړل،هرڅه چې زه درته وایم ته یې ولیکه.
وطن ته تګونکي دوست مخ ورواړاوه اوښه بد رد یې ورته وویل.ما په هغې شیبې کې ددې دوست په سترګواوڅیره کې یآس اوخواشیني ولیدل.ده وروترشونډولاندې دقهر په څپوکې دا مطلب زمزمه کاوه:
« سرې لمبې مې خوښې دي،خومړه خوږلن ته نه راځم
داځـلــې کــه لاړم،بیــا بـــه دې وطــن تــــه نــــه راځـــم»
دغه زلمي چې خپلې کورنۍ ته په بل چا لیک لیکه،وړوکی له وطن څخه رالیږل شوی و،مور،پلاراوکورنۍ یې نه وه ورسره چې څه یې زده کړي وای.دی په لیلیه،پارک،پوهنځي سړک اونوروځایونوکې هره شیبه له پردۍ ژبې،پردي کلتوراوپردیوخلکوسره مخامخ واو… ځکه تر دې سرحده پورې رسیدلی و؛خوموږاوتاسوخوله خپلو بچیانوسره یوځای یواوسواد هم لرواودفرهنګ،فرهنګ چیغې هم وهو،ددې په باب ولې فکرنه کووچې:ولې موبچیان تراوسه پورې په خپلومورنۍ ژبولیک لوست نه شي کولای؟
راځئ په دې پوښتنه لږتم شو،فکرورباندې وکړواوجدي پاملرنه ورته وکړو.حد اقل باید خپلوزامنواولوڼوته دخپلې مورنۍ ژبې لیک اولوست وښایوو،دخپلې ژبې هیرول اودپردیوژبولیکل اولوستل اویادول ویا ړونه ګڼو.
شاعر ډیر ښه اوپه خای ویلي دي:
پردۍ ژبه زده کول که یوهنردی
خپلــه ژبــه هیرول بې هنري ده
له بده مرغه ما لکه دنوروډیروافغانانوپه څیرپه پاکستان کې دافغان مهاجروژوند اوهلته دمهاجرت چاپیریال هم ولید.زه به تاسودرنولوستونکوته یوه وړه مستنده نمونه ولیکم چې له دې موضوع سره نیغې اړیکې لري.اوس به تاسوولولئ چې افغان مهاجروکوچنیانوژوند اوزدکړه څنګه ده،دهغوکوچنیانوژوند اوزدکړه چې پلرونه یې داسلام دمقدس دین څخه ددفاع په نامه اړایستل شوي وواواوس هم اړایستل کیږي ،دهغوی کلمه هم نه ده زده.
زه دخپلې کورنۍ له یوشمیر غړو سره د۱۳۷۲ هجري شمسي کال دثور په وروستیوکې له خپل کور،کلي،جومات،نغري او… څخه مهاجرت ته اړ ایستل شوم اولکه ډیری افغانان پیښورته لاړم.په پیښورکې تلاش ډیردی،هرڅه په هڅه کې دي،هرڅوک زغلي،خوار زغلي،بډای زغلي،روغ زغلي،ناروغ زغلي،هرڅه په تلاش کې دي.دژوند په تلاش کې،دژوند دوسایلواوډوډۍ دپیدا کولوپه تلاش کې.څوک په یوه مړۍ ډوډۍ پسې هڅه کوي اوڅوک بیا دسرمايې دزیاتوا لي حرص پسې اخیستي وي اوله یوې تیارې تربلې تیارې په منډوسروي.په دې ښارکې دټولو افغان کډوالوژوند تریخ دی.شتمن یې هم په عذاب دیاوبیوزلی خوهسې هم خدای دعذاب له پاره پیدا کړی دی.
ما په ګاونډیوهیوادونوکې دافغان کډوالودترخه ژوند په باب ډیرڅه اوریدلي وو،خودلومړي ځل له پاره مې دپیښور دکچه ګړۍ په کمپ کې ددوی ژوند له نږدې په سترګوولید،هلته افغان مهاجرینوپه داسې بد حالت کې ژوند کاوه چې ما يې کله اټکل هم نه وکړی.
د۱۳۷۲ ل کال دسرطا ن دمیاشتې په لومړۍ نیټه مې دکچه ګړۍ دکمپ په کوڅو کې په لسګونومعیوب،خوارځواکي(سوتغذي) اوبې سواده کوچنیان ولیدل.ما ولیدل چې یواته،نه کلن ماشوم په دواړوپښوشل اوپه ژبه ګونګ و.په کونه څښیده اوله خلکو څخه یې په اشارو خیر غوښت.ښا يي خپلې کورنۍ ته به یې له همدې لارې ډوډۍ پیدا کوله.کله یې چې زه ولیدلم،نودآیسکریم کراچۍ ته یې لاس ونیو،اود آ آ ، آع آع دغږونوپه ایستلوسره یې له ما څخه روپۍ غوښتې.کله چې زه ورنږدې شوم،په ځان مې څوزخمونه اودانې هم ولیدلې،څوکلدارې مې په لاس کې ورکړې او نورمې یې دلیدلو توان نه درلود.
ما په همدې ورځ ولیدل چې دکال دما ډ ل په یوښکلي ډاتسون کې یومجاهد؟ ورورسپور واوپه ډیره بیړه یې موټرچلاوه اونږدې وچې دانقلاب اوجهاد دلارې محصول ماشوم ترموټرلاندې کړي.
د افغان مهاجرینوپه کمپونوکې په سل ګونواوزرګونوداسې کوچنیان شته دي چې دهریوه ژوند دلیکلواوژړا وړ دی؛او که موږدخپلو بچیانودسوادزدکړې اوتربیې ته پاملرنه ونه کړو.په همدې برخلیک به اخته وي.دلته به یې زه یوه ډیره ښه اومستنده نمونه،چې د مصاحبې په ډول لیکل شوې ده،وړاندې کړم:
یوه ورځ مې په پيښورکې دیوې مجلې په لومړي مخ باندې پردغه سرلیک سترګې ولګیدې:
((ما له کلمه نه راځي))
په ډیره بیړه مې دنظر وړمخ راواړاوه،هلته له دووعکسونوسره دغه مضمون اومرکه چاپ شوې وه:«
نوم: زین الدین
دپلارنوم:غواص
عمر : پنځلس کاله
علاقه:کندوز،ګورتیپه
حال:فارست پلوسي کیمپ،پيښور
ملاقات:نورالبشرنوید
ماته یاد نه دي چې زه کله راغلی وم.دمورپه غیږکې وم،وروسته چې لوی شوم،نوپه هرڅه پوه شوم.زه افغان مهاجریم.دکندزولایت دګورتیپې اوسیدونکی.دلته وړوکی لوی شوم.پلارمې درې کاله وشول چې په افغانستان کې شهید شو.هغه دکمانډرمسعود سره و،زما پلارخپلومجاهدودلته پيښورته راوړ،ملګرویې زما مورته ووې چې دی شهید دی،دخراسان کیمپ سره ښخ کړای شو.
چې زما پلارمړشو،زما دپلارملګري هم نه راتلل.زما دوه ماشومان ورونه هم دي.ډوډۍ به نه وه،راشن کارت راسره هم نه و.ما یوه ورځ ماشومان همزولي لیدلي ووچې هغوی خلکوته سپیلني لوګي کول اوخلکوبه پيسې ورکولې.ما هم دا ډبی جوړ کړاومورته مې ووې چې ستاسواو دووماشومانو ورونوله پاره ډوډۍ راوړم.مور راله دوه روپۍ راکړې او ما دسپیلنودانې په بازارکې واخستې.په اول ځل چې ښارته راغلم اوما سپیلني چا ته لوګي کړل،نوهغوی شپږ پیسیز راکړو،زه ډیرخوشحاله شوم.ټوله،ټوله ورځ په بازارونوکې وګرځیدم.
ما ته یاد نه دي چې په اوله ورځ ما څوروپۍ پیدا کړي دي،خوچې کورته لاړم،نوډیرستړی وم اوپښې مې خوږیدې.ما مورله پيسې ورکړې،بیا مورڅه پیسې راکړې اوما ورله ډوډۍ راوړه.
دا زما څه دپاسه یوکال وشوچې د کمپ نه راروان شم اوخلکوته په پيښورکې سپيلنې لوګي کوم.څوک راله دیکې راکړي،راته وقهریږي چې مه کوه لوګي راباندې بد لګیږي.څوک راله څه نا څه پيسې راکړې.ما ته دا هم سوال ښکاریږي چې خیرات وغواړم،خوله دې سوال سره عادت شوم.اول اول به مې زړه خفه کیده،اوس چې مې مور اودواړه ورونه ډوډۍ وخوري،نوډیرخوشحاله شم.ډیرځلې خلکو وهلی رټلی یمه،خومور راته وايي چا سره جنګونه مه کوه،موږپه پردي وطن کې یو،دلته خو ته له خلکونه ډوډۍ غواړې اوچې څوک څه غواړي،نوهغوی ته خلک ستغې سپورې وايي.موږته کله کله موردشپې دخپل وطن قیصې کوي.زموږزړه ډیرخفه شي چې زموږکوربه هم وران وي.چې زه خبرشم زما په وطن کې جنګ دی،نوډیرخفه شم.که زموږوس کیدای،نوخپل کورته به تلي وو،خوخلک وایي هلته ډوډۍ نه شته.زه دجمعې په ورځ چهټي کوم خپل ورونه دپلارقبرله بوځم.اول اول به زما ماشومان ورونه اوزه قبر ته ډیرژړیدو،زما موربه هم ډیرژړل.اوس موږنه ژاړو.زما مورهم چې قبر له راشي،نوډیرساعت خفه وي.زما وړوکي وروریوه ورځ زما مورته ویلي ووچې:موږخپل وطن ته ځو،نوپلاربه هم بوځو.په هغه ورځ زما مورډیرژړلي وو.زه هم نه پوهیدم چې زما مورپه دې خبره ولې وژړل،خواوس پوهیږم.زه هم کله کله خوشحاله شم چې خپل کور ته به ځو،خوچې د پلارقبرته ګورم،نوبیا خفه شم چې زما پلاربه دلته پاتې شي.ما ته دا پيښورهم لکه خپل وطن ښکاري،ځکه چې دلته وړوکی لوی شوی یم.هره ورځ دسپیلنولوګي کولوله پاره فردوس سینما،ما لګې منډیي،خیبربازاراوډبګرۍ ته ځم او واپس بیا روان شم.
ډوډۍ دغرمې په بازارکې چاسره خورم.چې د چا نه ډوډۍ پاتې شي،هغوی یې راله راکړي.بیا چې لاړشم،نوورونوله ډوډۍ واخلم.
ماته کله کله پلارډیررایاد شي.اول به ډیرژړیدم،خوبیا راله مور ووې چې ستا پلارشهید دی،شهید له خدای پاک جنتونه ورکوي،شهید ډیرلوی وي،ستا پلاردوطن شهید دی؛نوزه ډیرخوشحاله شم،اوس هم خوشحاله یم چې زما پلارد اسلام له پاره شهید شوی دی.
دا پخې پخې خبرې د کند ز ولایت دګورتیپې سیمې دیوپنځلس کلن ماشوم خبرې دي چې په عمرکم دی،خوحالاتوله وخت نه وړاندې بالغ کړی دی.
یوه ورځ یوخیرن خیچن ماشوم دفترته راننوتو،په غاړه کې یې دکپړې تیلۍ وه،په هغې کې دسپیلنو دانې وې،په لاس کې یې په یوه ډبي کې دسکروانګارو.له تیلۍ نه یې دانې پرانګار واچولې،لوخړې شوې،ببوزی یې ورته وواهه.یوبل ورته وویل:ما،ما،ما لوخړې مه کوه.دهغه زړه لکه چې مات شو.دویم چت ته په شپږدیرش پونکوراختلي ماشوم ته یې په بې ارزۍ وکتل.ما ورته اشاره وکړه.هغه سمدستي څودانې په انګار کې واچولې،مامنع کړواو ورته ومې ویل:
په موږ به د چا نظرولګي؟
د نظرشوي خلک خوتاسویاست چې بې کوره،بې وطنه،بې یاره،بې دلداره شوي یاست.
هغه ودریداوما یې دریم چت ته په شپږدیرش پونکودراختلوکفاره ادا کړه.هغه تلو،ما منع کړو.
خبره واوره!
هغه ګم سم ودرید.
ما ورته ووې:
ـ ته دکوم څای یې؟
ـ زه،زه د کند ز یم.
ـ دلته کینه!
زما خواته د کند ز ولایت د ګورتیپې شهزاده،دښاردلوګیوخیرن ناست و.
دغه وخت یوبل افغان مهاجرراغی.سپینه ـ ښکلې پاکه ږیره،تک سپین پګړی په سرکړی،تک سورسپین مخ،ما دغه سپین ږیري ته ووې:
راشه ستا وطنداردی.هغه څوورځې وړاندې ماته ویلي وچې:زه دکند زدولایت یم،په سوونوجریبه زمکه لرم،یوزوی مې په سعودي کې دی.
هغه له خپل وطندارسره یوڅوخبرې وکړې اوبیا یې ورته ووې چې:اوس ښه سړي له راغلې،هغه ماته اشاره وکړه اوولاړو.
زما مخې ته د کند زولایت شهزادګان ناست وو،یوشهزاده چې په مخ کې یې نن هم دخپل وطن … توب سره وواوپه پټکي یې دوړه نه وه؛
بل شهزاده دسپیلنوشهزاده وچې د خپل وطن سره یې په مخ کې سوزیدلي وو.په وړوو لاسونوکې یې اور نیولی و،په سپوږمۍ مخ یې دپيښوردلوګوتورکي وو،په سترګو کې یې درنجوپه ځای یآ س اوارمان و،دافغانستان د شهید زوی و،موراودوو ماشومانو له پاره سوال کولو،ډوډۍ یې غوښته،دخپل وطن ملا ورته ویلي ووچې داسلام جنګ دی،ورشئ یودبل سرونه مات کړئ.د اسلام اودوطن په نوم لکونه افغانان قتل شوي.یوطرف ته افغان شهید شو،بل طرف ته یې افغان ته دشهادت مرتبه واخیسته.زما سره دافغانستان دهغه شهید زوی ناست و،دچا پلار چې د «اسلام لاره» کې شهید شوی دی.ما له هغه نه آخري ټپوس کړی واوزه یې ګونګی کړی وم:
ــ بچی تا له کلمه درځي؟
ــ کلیمه؟نا،ما له کلمه نه راځي.
ــ بچی،مونځ درځي؟
ــ مونځ؟مونځ نه راځي.
زه داسلام دشهید زوی نه دووآخري سوالونوپه خپله یوسوال کړم.ما وې راسئ اي دلوی نازولي پیغمبر(ص) دموصلې وارثانو!
اې دافغانستان دمذهب استادانو!
دافغانستان دلکونوشهیدانوزامنوته کلیمه درسته کړئ،مونځ ورته وښايئ.داسلام اودشهید زوی که درنه نن ډوډۍ،کور او امن غواړي؛نوکلیمه ورته هم وښايئ.ځکه چې څوارلس کاله ددې بچوپلرونود «اسلام» له پاره جنګ کړی دی.»
درنولوستونکو!
مهاجروافغانانوچې هر یوباسواده یاست!
راځئ چې کم له کمه هره ورځ یو یا دوه ساعته په خپلو بچوباندې الف او ب زده کړو،داسلام ومقدس دین لومړني تعلیمات ورزده کړواوخپله مورنۍ ژبه ورزده کړو.داسې نه شي چې دباسواده میندوـ پلرونوپه موجودیت هغوی دنورو ژبوماهران اودخپلوژبوګونګیان شي.
زه له ټولوفرهنګیانو،په تیره له هغوفرهنګیانوڅخه چې عملآ لیکنې اونشرات کوي،هیله کوم چې دافغان مهاجروکوچنیانو دښوونې اوروزنې له پاره کم له کمه په خپلو خپروونو کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جنید شریف دخپلوژباړوپه لړ کې دیوه ژباړل شوي اثر په مقدمه کې لیکلي ووچې:
«… بیټ نیکه په دویمه هجري پیړۍ کې په زارۍ ،زارۍ د خدای له دربار غوښتلي ووچې:
… دا وګړي ډیرکړې خدایه
لویه خدایــــه، لویه خدایــه»
اوخدای(ج) دا وګړي ډیر کړل؛خواوس اوس داسې څوک نه شته چې یو وار ووایي:
دا وګړي ماړه کړې خدایه
لویه خدایه،لویه خدایه
دا وګړي باسواده کړې خدایه
لویه خدایه،لویه خدایه !!!