کور / z_buitenland_news -- 5 / (د بي نظير بوټو دوينو د غچ اخستنې مهمه لار نظام بدلول…)

(د بي نظير بوټو دوينو د غچ اخستنې مهمه لار نظام بدلول…)

لراوبر – پښتونخوا



 د پاكستان پيپلزګوند مرستيال  مشر اصف على زرداري  او د مسلم ليګ \”ن\”  مشر اعلان وكړ چې په ګډه سره به زوړ نظام په يو نوي نظام بدل كړو په نظام كښې بدلون راوستل د بي نظير بوټو دوينو د غچ اخستنې مهمه لارده په لاهور كښې دواړه مشرانو ګډ مطبوعاتى كنفرانس  په ترڅ كښې نوازشريف وويل  چى داصف زرداري څخه  مننه كوم چى راى رائيونډته راغلى او زما دپلار زيارت يي وكړ نو موړي   زياته كړه چى پرقومي چارو خبرې  اترې  لاپاته دي پدغه  وخت اصف زرداري وويل  چى  دنواز شريف سره اړيكې به هم دغه شان دوام وكړي او دخپل راتلونكي  لپاره به زمونږ اړيكي  دبيلګې  په توګه  يادوي  اصف  زرداري په خپلو خبرو كښې  زياته كړه چې  دعدليې  شخړه دومره ستونزمنه نده مونږ  اراده لرو چى  په نظام كښې  به بدلون راولو په سندهـ  كابينه كښې  د ايم كيو ايم په هكله يوي پوښتنې ته په ځواب كښې اصف زرداري  وويل  چى پدى هلكه به د نوازشريف  سره خبري  اتري وكړي  نوازشريف دايم كيو ايم په هكله انديښنه څرګنده كړه  نوازشريف  وويل  ترڅو پورې  چې دايم كيو ايم په هكله رامنځته شوو پوښتنو ته ځواب ونه موندل شي  ترهغو به زمونږ انديښنې په ځاى  پاته شي  اصف زرداري وويل دبې نظير بوټو  وژنه دهېواد ماتولو سازش وواو دهېواد ماتولوسازش اوس هم روان  دى نوازشريف  وويل چې  كومو خلكو تراوسه پورى ادارې منلې ندي  هغه تاوتريخوالۍ رامنځته كول غواړي.