واڼا : د ځايي طالب قومندان نذير وزير دفتر له منځه تللئ…

د لراوبر اداره | مارچ 30th, 2008


لراوبر – پښتونخوا



په واڼا كښې  دځايي طالبانو دقوماندان نذير وزير دفتر ديوې بم چاودنې په ترڅ كښې له منځه  تللى دى خو درخصتي له امله په پيښه  كښې مرګ ژوبله  نده اوښتې  ځايي اوسيدونكي وايي چې  دقوماندان  نذير  دفتر په ميزايل حمله كښې په نښه شويدى خو حكومتي  چارواكي دميزايل حملې خبره ردوي او وايې چې  دقوماندان  نذير دفتر چي  دجنوبى  وزيرستان په مركز  واڼا كښې دى  دريموټ  كنټرول  بم په چاودنه كښې  تبا شويدى چارواكي وايي  چې  دپيښې  په هكله  يې  پلټنې  پيل كړيدي او دپلټنو وروسته  به څرګنده شي.


بل لورته –  د جماعت اسلامي پيښور په خپره شوې مطبوعاتي  پاڼه كښگې ويل شويدي  چي د مسلمانانو په ضد سازشونه كوونكو ته  كلك ځواب وركول پكار دى هالنډ دفتنې په نوم فلم جوړولو سره دټولو مسلمانانو زړونه زهير كړيدي دپاكستان حكومت او ټو له اسلامي نړۍ دي دهالينډ او ډنمارك پرضد كلك غبرګون وښايي دغه څرګندوني دجماعت اسلامي پيښور امير صابر حسين اعوان، ميا انور ، او نورو دهالينډ او ډنمارك لخوا داسلام پر ضد هځوغندنه كولو سره كړيدي په خبر پاڼه  كښې زياته شويده چي  اسلام دامن او سلامتي  درس وركوي  خو كفار ديوسازش  لاندې دمسلمانانو په ضد هڅې كوي.

«

Copyright Larawbar 2007-2024