کور / تازه خبرونه / وفاقي كابينې كښې اخستل شوو وزيرانو نومونه اعلان كړل او …

وفاقي كابينې كښې اخستل شوو وزيرانو نومونه اعلان كړل او …

 په نوې كابينه كښې تر نيمائى   زيات  هغه كسان اخستل شويدى  چي په لومړني ځل وزارت تر لاسه كولو كښې بريالي شويدي  په اولنى پړاو كښې به 24 كسيزه كابينه سوګند او چت كړي په نوې كابينه كښې دپيپلزګوند يوولس دپاكستان مسلم ليګ \”ن\”  دعوامي نيشنل ګوند دوه او دجمعيت علماء اسلام ته يو وزارت وركړل شويدى  دپاكستان پيپلز ګوند سكرتر جنرال راجه پرويز اشرف  ويلي  تر اوسه پورې دپيپلز ګوند لخوا يو ولس نومونه اعلان شويدى چي په هغه كښې  شاه محمود قريشي ، شيرى رحمان، خورشيدشاه، راجه پرويز اشرف  فاروق ايچ نايك، نويد قمر، احمد مختار ، قمر الزمان ،همايون عزيز نذر محمد ګوندل او نجم الدين خان شامل دى، دمسلم ليګ \”ن\” په خپره شوې مطبوعاتى اعلاميه كښې داتو وزيرانو نومونه اخستل شويدى چي په هغه كښې چودري نثار على خان ، اسحاق ډار، خواجه اصف ، احسن اقبال، سردار مهتاب احمد خان، خواجه سعد رفيق ، شاهد خاكان عباسي او ميرمن تهمينه دولتانه شامله ده  رانا تنوير ته هم وزارت وركولو تمه ده دعوامي نيشنل ګوند لخوادغلام احمدبلوراوخواجه محمد خان هوتى نومونه په ډاګه شويدى د جمعيت علماء اسلام لخوا دسنيټرطلحه محمود اودفاټا څخه ټاكل شوي غړي حميدالدين  افريدي نوم هم دوزيرلپاره اخستل كيږي دپاكستان نوې كابينه به نن  دورځې يوه بجه وفادارى لوړه كوي ولس مشر پرويز مشرف به دوي ته دوفادارى لوړه وركوي.


بل خوا ته – د بلوچستان ايالت دوزيراعلى څوكۍ ته نومول شوي كانديد نواب اسلم رئيسانى ويلي چي  دپاكستان وزيراعظم ته دبلوچستان دپوځي عملياتو په لړ كښې پنځه نكاتي مسوده وړاندي كړل شويده په كراچۍ كښې دبلوچستان نيشنل ګوند له مشر سردار اختر مينګل سره له ليدنې كتنې وروسته نواب اسلم رئيسانى خبريالانو ته وويل   چى  دوزيراعظم څخه غوښتنه شويده چى  په بلوچستان كښې روان پوځي عمليات  دي زرترزره بند كړل شي اقتصادى ستونزي  دي هواري كړل شي  د بلوچستان بې دركه ځوانان دي وژغورل شي  او دشخړو دهوارولو لپاره دي دخبرواترو لاره خپله كړل شي نواب اسلم واختر مينګل ته ډاډ وركړ چي دوسيې به ختم كړل شي.