کور / تازه خبرونه / لومړي وزير له جسټس خليل الرحمن رمدي څخه بخښنه وغوښتل

لومړي وزير له جسټس خليل الرحمن رمدي څخه بخښنه وغوښتل

لراوبر – پښتونخوا



دپاكستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلانى له جسټس خليل الرحمن رمدى سره په ټليفون وغږيدو او د تيرى ورځى دپيښې له امله ئى ورڅخه بخښنه وغوښتله باخبره سرچينى وائى چې صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلانى دټليفون دلارى له جسټس خليل الرحمن رمدى سره خبرى وكړي او ور ته وئي  ويل چې تاسو زموږ د دروند او ژور درناوى وړ شخصيت ياست او په پېښه كى دككړو  كسانو پرخلاف  به غوڅ او عملى چلندوكړى شى په ډاګه دې وي چې تيره ورځ د قاضيانو په هستوګنځى كى د جسټس خليل الرحمن رمدى له كورڅخه  دده د كورسامان اولوازم را ويستل شوى وْ اوكورئى ورته خالى كړى وْ.


بل لور – د پاكستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلانى  په سينيټ كى داپوزيشن  درياست  له عهدى څخه  استعفا وركوونكي سناتور رضا ربانى دسينيټ دايوان دمشر په توګه ټاكلى دى  دسينيټ  دمجلس د رئيس په توګه  د ميا رضا ربانى  دټاكنى حكم دلومړى وزير دسكرتريت له دفتر څخه خپور شويدى  ديادولو وړ ده چې  په تير حكومت كى د سينيټ  دايوان مشر و سيم سجاد وْ او داپوز يشن مشرى درضا ربانى په غاړه وه.