کور / تازه خبرونه / په كوټه كې اور ولګېدو

په كوټه كې اور ولګېدو

په كوټه كې اور لګېدلى دى


د سهيلي پښتونخوا د ايالت په مركز كوټه كې اور لګېدلى دى.
د كوټي په هزارګنجۍ نومه سيمه كې چې په سهيلي پښتونخوا كې تر ټولو غټ كاروباري مركز بلل كېږي نن داور په لمبو كې وسوځېده.
د راپورونو تر مخه دااور په داسي حال كې لګېدلى ده چې په تېلو بار يو بس موټر چې د ايران له تفتان ښار څخه په غير قانوني او كاچاكي توګه كوټي ته پټرول ، ډيزل ، او د خاورو تېل،  راوړي اور په كې ولګېدو چې له كبله يې شاوخوا دوكانونو او استوګنځايونو ته هم زيان رسېدلى دى.
كه څه هم د دې اور د لګېدو له كبله د لكونو پاكستانۍ كالدارو تاوان شوى دى خو له نېكه مرغه چاته ځاني تاوان نه دى رسېدلى،
دا اور چې په ساعتونو ساعتونو بلېدو خو د اور وژونكو موټرو په وسيله كنټرول او اخېر ووژل شو


ياده دي وي چې تېر كال هم په كوټه كې د ايراني تېلو په ماركېټ كې اور ولګېدو چې له كبله يې تجارانوته د  لكونو روپو تاوانونه ورسېدو.