کور / تازه خبرونه / په كوټه كې پسرلنۍ مشاعره وشوه

په كوټه كې پسرلنۍ مشاعره وشوه

په كوټه كې مشاعره وشوه
د سهيلي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې د خاټول ګل مشاعره وشوه
نن د يك شنبې په ورځ چې د مارچ له دېرشمې نېټې سره سمون خوري د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه يوه په زړه پوري او درنه مشاعره وشوه.
د خاټول ګل مشاعره د افغانستان د هغو مشاعرو د ځنځير يوه كړۍ ده چې په ننګرهار كې د نارنج ګل ، په لوګر كې د سنځل ګل ، په ميدان ورګو كې د مڼې ګل ، په زابل كې بادام ګل ،او په لوى كندهار كې د انار ګل ، په نامه باندي هر كال په دوديزه ډول سره تر سره كېږي .
د دې مشاعرې مشران مېلمانۀ ښاغلى مقدس خان معصوم ، او د تجارانو د اتحادې مشر ښاغلى عبدالرحيم كاكړ وو.
په دې مشاعره كې د سهيلي پښتونخوا له ټولو سيمو لكه كوټه، بورى،ژوب، كلا سيف الله ، مسلم باغ، برشور، دكۍ، سنځاوۍ، ګلستان،پښين، چمن، غوڅكۍ، او كندهار څخه راغلو شاعرانو ګډون درلود، او په زړه پوري پسرلني شعرونه يې واورول او تاريخ ته يې داور وښودله چې پښتون قام كه لر دى او كه بر دى سره يو دى.
د دې مشاعرې په پاى كې دا پرېكړه وشوه چې نور به دا مشاعره هر كال په دوديزه توګه سره په هم دې ورځو كې كېږي .


ياده دي وي چې تېر كال په ننګر هار كې د غزل شپه په نامه باندي هم يوه په زړه پوري مشاعره شوې وه خو له بده مرغه چې دا دود لا تر اوسه پوري زموږ نورو پښتني سيمو ته نه دى رسېدلى



بايد ووايم چې دې مشاعرې نور تفصيل او عكسونه به څه وخت وروسته تر ليكه شي