کور / z_buitenland_news -- 5 / پر مسلمانانوباندي د هالينډي محصولاتو د نه پېريدلو ږغ

پر مسلمانانوباندي د هالينډي محصولاتو د نه پېريدلو ږغ

د آسوشيېټډ‌پرس خبري  آژانس خبر ورکړ چې د ماليزيا پخوانی صدراعظم مهاتیر محمد د هالينډد پارلمان د نماينده د فتنه ګرۍ نه ډک د« فتنې» په نامه هغه فیلم چې د قرآني ضد تبليغ يې کاوه، د هغه سره  د غبرګون   په خاطر نن  (يکشنبه)  د نړۍ د ټولو مسلمانانو او اسلامي دولتونو  څخه و غوښتل   چې    په هالينډ کي  جوړ سوي  محصولات دي تحريم او د هغه د پېردلو څخه دي ډډه وکړي،  ترڅو په راتلونکې کې ددغه شاني تحريک آميزه او اهانت باره کارو څخه ډډه  سوې وي  .


 مهاتير محمد زياته کړه چې د اسلام څخه د يو سخت دريز پلوه دين  ښودل نه يوازي څوک ګمراهوي  بلکه  ددغه مبين دين سره  بې احترامي هم ګڼل کيږي  چې د نړۍ د مسلمانانواحساسات را تحريکوي   .


 


ګرټ ويلډرز”، چې د هالينډ په پارلمان کې د ښی اړخي ګوند استازی دی تيره پنجشنبه يې په يوه انټرنيټي سايټ کې  خپل د «فتنې» په نامه قرآني ضد فیلم خپور کړ . ددغه فتنه اچوونکی فيلم سره د نړۍ عامه افکاروسخت غبرګون وښود، په اسلامي هيوادو کې د فیلم پر ضد پراخي مظاهرې ورباندي وشوې اوهغه يې سخت و تراټه . ويل کيږي چې  نوموړی فیلم يوه ورځ باد  د سايټه څخه ليري کړل شو  .