کور / تازه خبرونه / په كندهاركې بې وزلومېرمنوكسبونه زده كړل

په كندهاركې بې وزلومېرمنوكسبونه زده كړل

له تيرواوومياشتوزده كړې وروسته نږدي ۱۴۰ تنوبې وزلومېرمنوته دكاروسايل وركړل سول اواوس كولاي سي چې دخپلوكسبونوله لاري كورنى اقتصادپياوړي كړي .


دكندهاردښځورياست په چوكاټ كې دغه اوه مياشتنۍ روزنيزه دوره په كندهاركې دملګروملتونودمهاجرينودڅانګې په مالي لګښت ترسره سوه .


زده كونكوته دغالي اوبدلو،لاسي خامك اوبيكونوپه برخه كې زده كړي وركړل سوي دي .
دكندهاردښځوچاروريسه اغلې رڼاترين وايې چې دكورس ټولوزده كونكوته يې دخپلوزده كړوكارونوبشپړه وسايل وركړي دي .


دښځوچاروريسه وايي چې په كورس كې شاملې ټولې ميرمني له اقتصادي ستونزوسره مخ وې اواوس كولاي سي چې تريوه بريده يې دزده كړوكسبونوله لاري حل كړي .


دكندهارمرستيال والي ډاكټرغلام جيلاني همايون هيله وښوده چې په راتلونكې كې به له يادسوي كورس څخه فارغه سوي زده كونكې دنوروميرمنودروزني لپاره دښونكوپه توګه په كاروګمارل سي ترڅودحرفوي زده كړولړي روانه وساتل سي .


ښاغلي همايون وويل چې له دي لاري څخه به له يوه پلوه لاسي صنعت ته پاملرنه سوې وي اوله بلي خواڅخه به دميرمنودبي روزګارى ستونزي حل سې .


په كندهاركې ديو اين ايچ سي ار دادارې مشر(ابراهيمه ) چې دنومه وړي كورس مالي لګښت يي په غاړه اخيستي وويل چې په راتلونكې كې به هم ورته روزنيزپروګرامونه په لاراوچوې .


زده كونكوغوښتنه كول چې ددوى ده توليداتولپاره دي مناسب بازاروموندل سي اوخپله هيوادوال دي هم ددوي توليداتوته ترارزښت وركړې .


دكندهاردښځوچارورياست دميرمنوله حقونوڅخه ددفاع ترڅنګ هغوي ته دحرفوي زده كړووركولوپه برخه كې هم دپام وړكارونه سرته رسولي دي .


تردي وړاندي په ورته ځينونوروروزنيزوپروګرامونوكې هم په پراخه كچه دميرمنولپاره دلاسي صنايعوكورسونه ترسره سوي .


دكندهاردښځوچارودريسي اغلي رڼاترين په خبره چې دحرفوي زده كړودروزل سويوزده كونكولاسي توليدات يې دنړي تربازارونوپوري رسيدلي دي .


په ورته پروګرامونوكې زياتره هغومېرمنوته زده كړي وركول كيږي چې دكورني داعاشي څوك ونلري اودكورني ټول لګښتونه يې له غاړي وي .