کور / تازه خبرونه / پکتيکا: خبريال وژل سوى دئ

پکتيکا: خبريال وژل سوى دئ

د پکتيکا چارواکي وايي د سيمه ايزي راډيو خبريال صمدخان بهادرزى نامعلومو وسله والو وژلى دئ.
د پکتيکا امنيه قومندان دولت خان ځدراڼ اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي وسله والو نوموړى د تليفون په ذريعه د مرکې دپاره ورغوښتى او وروسته يې سر ځني پرې کړى دئ.
پوليس وايي د صمدخان مړى يې په ارګون کي د هغه کور ته نيژدې موندلى دئ.
د بهادرزي د مړيني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو تر دې دمخه هم په افغانستان کي د خبريالانو قتلونه سوي چي دولت يې پر طالبانو او طالبان يې پر دولت باندي تاوانوي.