هر چا ته خپله ژبه پښتو ده
وای چي «هر چا ته خپل وطن کشمير دی». فکر کوم چي د اکثريت خلکو به د دغې جملې په اورېدلو سره د کشمير ښايسته انځورونه او ښايسته تصور په زړه کيږي. که يې ګرد سره کشمير ليدلی لا هم نه وي خو چي دا جمله واوري نو يې ښايي په زړه کي د کشمير يو ډېر ښايسته انځور جوړ سي. د دغې جملې د اورېدو سره همېشه په ما همدا چل کيږي. پوښتنه دا ده چي هغه چا چي د لومړي ځل لپاره يې دغه جمله «هر چا ته خپل وطن کشمير دی» ويلې ده، هغه به د کشمير سره څومره زیاته مينه درلوده؟ څومره به دغه خپل هيواد ورته ګران ؤ؟
زما يو ملګری دی چي يوه دوه کلنه لور لري. پر دغه لورکۍ يې د نازه پستکۍ نوم ايښی دی. دغه ماشومه نه يوازي دا چي په نوم پستکۍ ده بلکه په رښتيا هم ماشالله خدای ډېره پسته ښايسته او زښته خوږه جوړه کړې ده. د کوم وخت راهيسي چي خدای زما دغه ملګري ته پستکۍ ورکړې ده، په ملګري کي مي ډېر زيات بدلون راغلی دی. د بېلګي په توګه د پستکۍ د ږېږېدو څخه تر مخه يې دعا کوله چي خدای ورته زوی ورکړي. خو وايي چي کله يې پستکۍ د لومړي ځل لپاره په زړه پوري ومښلوله نو د خپل ژوند تر ټولو زورور د ميني او محبت او مهر څخه ډک احساس يې په زړه ورننوتی. دی کيسه کوي چي په همدغه لحظه کي د ده فکر او آند تغير وخوړی: د خپلې مور درد يې تر بل هر وخت څخه زیات محسوسه کړی چي دی د کلنو راهيسې راځندي مسافر سوی دی. د خپل خُسر درد يې احساس کړی چي لور يې په دا دوه کاله نده لېدلې. دغه ملګری مي کيسه کوي چي کله چي په کار کي وي نو يې چرت په پستکۍ کي بند وي چي خدای ناخواسته د ځينو نه وي رالوېدلې، خدای ناخواسته چي کوم شی يې تېر کړی او په حلق کي بند سوی نه وي او داسي نور فکرونه… د ده په وينا د پستکۍ د پيدا کېدو وروسته يې اوس په رحم کي د نه منلو وړ زياتوالی راغلی دی. دی زياتوي چي پدې يې هيڅ دماغ نه رسيږي چي څنګه يو انسان د بل انسان پر اولاد ظلم کولای سي، هغه پداسي حال کي چي پخپله د اولاد څښتن وي او ورته معلومه وي چي اولاد څومره خوږ دی. لنډه دا چي زما ملګری چي د کوم وخت راهيسي پستکۍ لري نو د نړۍ په بلې هرې ماشومي او ماشوم کي پستکۍ ويني. دی وايي چي «هر چا ته خپل اولاد يوسف دی».
زما يو بل ملګری دی چي وايي کله چي په خپله ژبه خبري کوي نو همېشه يې خوله داسي خوږه سي لکه ګوړه او شکري چي يې خوړلي وي. دی وايي چي ژبه يې ورته د بورې لا هم خوږه ده. نه يوازي ژبه بلکه د ده په وينا ټوله هغه کسان چي د ده په ژبه خبري کوي ورته خواږه او ګران دي. دی وايي چي کله چي ښه کتاب وويني نو وايي چي کاشکي دا کتاب د ده په ژبه وای، کله چي ښه عالم وويني نو وايي چي کاشکي دغه عالم د ده په قوم کي وای، کله چي ښه ښار یا هيواد وويني نو وايي چي کاشکي د ده قوم داسي ښاد او آباد وای. په همدې راز دی وايي چي کله چي د خلکو د يوې ډلې يا قوم تر منځ اتحاد وويني نو د ځان سره ارمان ورپيدا سي چي کاشکي د ده قوم داسي متحد او په يوه خوله وای. زما دغه ملګري ته خدای په شخصي ژوند کي هر څه ورکړي دي خو دی ځان د نړۍ تر ټولو غمګين انسان بولي ولي چي ژبه او د ژبه ويونکي يې په بد حالت کي دي. دی وايي چي کاشکي دی در به دره وای خو ژبه او قوم يې آباد وای. د دغه ملګري په وينا د خپلې ژبي سره مينه يې اوس يوه داسي مقام ته رسېدلې ده چي له کبله ورته د نړۍ هره ژبه او هر قوم خوږ او د قدر وړ معلوميږي. دی زياتوي چي که يو څوک د خپلي ژبي او خپل قوم سره د ميني دعوا لري نو يې امتحانول ډېر آسانه دي. د ده په وينا که دغه کس د خپلې ژبي او خپل قوم په څېر د نورو و ژبو او قومونو ته هم احترام ولري نو په رښتيا چي د خپلې ژبي او قوم سره مينه لري. د دغه ملګري يوه خبره مي ډېره خوښږي چي وايي:
«هر چا ته خپله ژبه پښتو ده او هر څوک چي د پښتو د ميني دعوا لري بايد په زړه کي يې د نورو ټولو ژبو لپاره مينه او احترام وي.»
د فرورۍ 21 مه نېټه 2012م کال