په هلمند كې د نيالگيود ايښودلولړى پيل شوه
دغه لړى د سه شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد ګلاب منګل اود يوشميرنوردولتي ادارومسؤلينوگډون درلود پيل شوه.
ددې لړى د پيل پرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې سږكال به د هلمند په مركزاوولسواليوكې ټول ټال نهه سوه زره نيالگي كيښودل شي چې نه يوازې د غه لړى د ځينودولتي اړوندوادارولخوا مخ ته وړل كيږي بلكې د مركزاوولسواليواوسيدونكي هم پكې ونډه اخلي.
د نوموړي په وينا چې سږكال له نوروولايتونوڅخه دې ولايت د نيالگيود راوړلولپاره اړتيا نه ليدل كيږي ځكه چې ۹۰زره ميوه لرونكي اوغيرميوه لرونكي نيالگي د كرهنې رياست لخوا اوپاتې نورشاوخوا اته سوه زره نيالگي د شخصي قوريوپه مټ چمتوكړى شوي دي.
د هلمند والي وويل چې سږكال ددې لړى لپاره يوبل مهم گام هم پورته شوى چې هغه د پنځوولسواليود لويولارودواړوغاړوته د ولسواليود شوراگانوپه مرسته نيالگي ايښودل كيږي چې پالنه يې اوساتنه يې هم د همدې شوراگانوپه غاړه ده اود ولسواليوددې پروگرام لپاره هم لسگونه زره زينتي نيالگي بيل كړى شوي دي.
په همدې حال كې د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل صافى وايي چې دوى په ښاركې د تيرې يوې مياشتې راپه ديخوا شاوخواپنځه زره بيلابيل زينتي نيالگي ايښي اوپلان لري چې شاوخوا ۱۸زره نورنيالگي هم د ښارپه بيلابيلوبرخوكې كښيږدي.
نوموړي له خلكوڅخه غوښتنه وكړه چې د نيالگيود ساتنې اوپالنې په برخه كې له ښاروالى سره پوره همكاري وكړي ترڅوپه راتلونكي كې يوښه زرغون ښارولرو.