هلمند: يوه ساتونکي د خپل سر په بيه ښوونځی وژغورله
دهلمند ولايت چارواکي وايي د يوې ښوونځی ساتونکي د خپل سر په بيه يوه ښوونځي وژغورله ، په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د لښکرګا د بولان دښتي ښوونځی ساتونکی د ۲ کسانو بم اېښوونکو لخوا تر هغه ووهل سو چي بېهوښه سو ، وروسته يې د ښوونځی الوزولو په نيت بمونه ځای پر ځای کړل . د ښوونځی ساتونکی شامحمد چي دخبرپاڼي له مخي وسله يې له ځانه سره لرله پر بم اېښوونکو ټکان وکړل چي يو نفر ځای پر ځای ووژل سو او بل زخمي سو ی دی .
په خبرپاڼه کي راغلي چي د ښوونځی ساتونکي په روغتون کي د وسله والو د ډيرو وهلو له امله سا ورکړه خو د هلمند ادارې چي د شامحمد دا هڅه ستايلې ده ، ژمنه يې کړېده چي کورنۍ ته به يې يوه نمره د اوسېدني مځکه ورکړي .
که څه هم د هلمند چارواکي وايي چي د ښوونځی دوهم بم اېښوونکی روغتون ته لېږدول سوی دی خو د هغه د هويت او ددې کار تر شا د کومي ډلي لاس درلودلو په اړه يې جزيات نه دي ورکړي .