کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د محترم عبدالسلام ضعيف صاحب د ليک په اړه

د محترم عبدالسلام ضعيف صاحب د ليک په اړه

خوبونه  دی خوبونه !


کله کله چی یواځی شم او افغان اولس ته د راپیښ شوی ناتار او ددی  باتور او با عزت ملت ناتوانی  له وجهی می درد او الم پر اندامونو لړزه راپری باسی ، نو د واره د حمید بابا په شانی سر د غم پر زنګون کښیږدم او د یاس او نا امیدی په دنیا کی د ځانه سره زانګم او د لږ تم وروسته می لاس کمپیوټر ته وراوږد شی او د شکیلا ناز سندری (خوبونه دی خوبونه ) ته غوږ شم . د شکیلا په ښایسته اواز کی د معنی او مفهوم ډک شعر ته ځیر شم او ورسره دا بیت را په زړه شی


(دانی که بر نګین سلیمان(ع) چه نوشته بود؟      اری نوشته بود که این هم میګذرد )


واقعیت  هم دادی چی هر څوک د ښایسته ښایسته خوبونو په تصور دی ، د چا سره د هر انسان لپاره د هوسا او بسیا ژوند ارام او تسکین ده چی د انسانانو ځور او کړاو ورته دانسانیت نه سوا عمل ښکاری لکه جناب ضعیف صاحب چی په خپله لیکنه او مکاتبه کی د امن په منظور د شر نه د پرهیزمطالبه لری، خو ها خوا بیا نور چی د ضعیف صاحب او ورته با دردو انسانانو مخاطب دی د مظلومو او بی وسو انسانانو د غلامی او ښکیلاک په منظور د نویو، نویو خوبونو په فکر اړخ په اړخ اوړی او را اوړی، د هغوی خوبونه مرتب دی او په وار سره یو یو خوب بیانوی او بیایی تعبیریی هلته لټوی کوم چی دوی د خپل خوب د رښتیا کیدو ساحه ټاکلی.


کال دوه د مخه په هند کی د امریکا سفیر د ستراتیژیکو اهدافو یو خوب چی د افغانستان تجزیه ؤ بیان کړ او په همدی وخت کی د همدی خوب د رښتیا کیدو لپاره ریچارد هالبروک (کوم چی د یوګوسلاویا په تجزیه کی يی تجربه درلوده او په همدی ویاړ یی د امریکا د خدمت مدال تر لاسه کړی ؤ) د ننه په افغانستان کی په عملی کار بوخت ؤ، د شمال تلوالی سره یی لیدنه کتنه او مشوری دده د ورځنی اجندا عمده برخه وه ، خو کله چی ښاغلی کرزی د ټولو موانعو سره سره ددوهم ځل لپاره جمهور ریس شوپه تکتیکی لحاظ باید یو د خاموشی دور را مینځ ته شوی وای او ددی خوبونو د تر سره کیدو لپاره د پلان کونکو د پریکړی سره سم وخت ته ضرورت ؤ، له همدی امله هالبروک امریکا ته و غوښتل شواو له پاره ددی چی دا راز افشا نشی په مرموز شکل ومړ.په یقین چی هالبوک ډیرڅه وکړل، دا نن د شمال د اءتلافونو را مینځ ته کیدل،تر برلین پوری د امریکایی سناتورانو راغوښتل ، د پارلمانی نظام او د ولایتونو خود مختاری غوښتل د هماغی اجندا د محتوا اجزا دی کوم چی په یقین هالبروک له خوا ورکړل شوی ؤ. د هالبروک نه وروسته د ستیژ پر سر یوه نوی څیره یان کوبیش دسلواک تبعه را څرګنده شوه. یان کوبیش چی د افغانستان سره لا د پخوا نه پیږندګلوی لری ځکه دی څه موده په تاجکستان کی د ملګرو ملتو نماینده ؤ، د چک او سلواک په تجزیه کی تجربه لری او په بالکان کی د هالبروک سره همفږی پاتی شوی دی. یان کوبیش باید دی ډرامی  ته نوی رنګ او خوند ورکړی چی نړیوالو ته د قبول وړ وی ځکه که هالبروک د امریکا د ګټو ممثل ګڼل کیده خو یان کوبیش د ملګرو ملتو یعنی ټولی نړی غوښتنو ته انعکاس ورکونکی دی!!!!


امریکا  د هند،روس او ایران په خاموشانه یا مخفیانه توافق د خپل خوب  د رښتیا کیدو په منظورپه یوه بله برخه یا ساحه یی ګوته ایښی چی هغه بلوچستان ده . د امریکایی سناتورانو په وړاندیز کی راغلی چی بلوڅان په دریو هیوادونو ایران، پاکستان او افغانستان کی میشت دی او دا باید مستقل هیواد شی چی د امریکا سنا هم هوکړه پری کړی ده. دښمن تل د مقابل لوری ضعیفه نقطه په نخښه کوی او بیا پر هغه ځای ضربه وارده وی، د پاکستان بلوچستان اود ایران دبیرجند او زاهدان بلوڅان واقعأ ددی هیوادونو ضعیفی نقطی دی ، خو د افغانستان د نیمروز ولایت کی میشت بلوچان د پښتنو سره په خپل ګډ ژوند خورا خوشحال او راضی دی ، مګر دا تبلیغات او لمسونی به پر دوی هم بی تأثیره پاتی نشی.


 په دې ترتیب سره ومو لیدل چی  امریکا پړی دهغه څه نه اوږد  اچولی چی موږ فکر کوو . محترم ضعیف صاحب په دقیق ډول هغه ټکی په ګوته کړی کوم چی باید هم یاد شوی وای او د امریکا هر عمل ته یی تیروتنه ویلی، د ضعیف صاحب د نظر په تآیید دا ویل غواړم چی دا د امریکا تیر وتنه نه بلکه د امریکا د سیاسی ـ نظامی ستراتیژی عمده پرخه ده. کوم عمل چی دوی تر سره کوی  داخلی مافیایی ډلی په خاص ډول شمالی تلواله کاملا ورسره ملګری او همنوا ده ( هغی توافقنامی ته دی رجوع وشی چی عبدالله عبدالله د وخت خارجه وزیر او یونس قانونی دوخت واخله وزیر د امریکاییانو سره لاس لیک کړی وه او په هغه  کی یی د افغانانو د وژلو او بندی کولو کامل او مطلق اختیار ورکړی ؤ).


ضعیف  صاحب په خپل لیک کی لیکی: (ډاډه یم چی د وخت په تیریدو سره به د امریکا سیاست کونکی لا ښه پوه شی چی د اسلامی امارت د نظام له مینځه وړل او مافیایی ډلی قدرت ته رسول، د بیګناه او مظلوم افغان ملت بی ځایه او بی دلیله وینه تویول او ځورول ددوی او نړیوالی ټولنی لویه او جبران نه کیدونکی اشتباه او غلطی وه، او لا هم خپلو تیر وتنو ته دوام ورکوی).


محترم ضعیف صاحب!


تاسو  لیک یوه ړانده او کاڼه سړی ته لیکلی، هغه دا چی،یو وخت زه د  یوه مشکل سره مخامخ شوم او د  یوه چارواکی څخه چی معرفت می ورسره درلود د مرستی غوښتنه وکړه هغه په ځواب کی راته وویل چی زه خو ړوند او کوڼ یم په هیڅ شی نه پوهیږم او ما هم دواره په ځواب کی ورته وویل چی صاحبه خدای دی نکوی چی ته به ړوند اوکوڼ یی،هغه کسان ړانده او کاڼه ول چی ته یی په دی پوست ګمارلی یی. نو ضعیف صاحب عرض دا دی چی لیک د امریکا ولسمشر ته نه بلکه د امریکا اولس ته ولیکل شی چی داسی لیونیان او سادستان لکه جورج بوش او یا داسی ړانده او کاڼه لکه اوباما انتخابوی.


هو  د امریکا اولس ته باید لیکنه وشی  چی خپل رهبران او سیاست کونکی له بی ځایه او درنو خوبونو څخه راوګرځوی تر څو نور د امریکا له شره او امریکاییان د نورو له انتقام نه په امان وی.


په  درناوی