کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ بايد ويښ شو!

موږ بايد ويښ شو!

دا منو چې مونږ افغانان دنړۍ دنورو ملتونو په شان يوملت يو،خوداهم بايد ومنوچې دهېوادجوړونې په ډګرکې ترنورو ملتونو ډيرشاته پاتې يو،ځکه چې مونږ ټول نورو ته غوږ نيسو اودنورو ډولونوته نڅاوې کوو،که دغه ډول لوبوته ادامه ورکړو ،له سختونورو تاريخي ورانونکو پېښو،بدمرغيو،ناخوالو اوکړاوونوسره به مخامخ شو.


که دتيرو لسيزو خپل منځي جګړو اوسياسي حالاتوته ژوره کتنه وشي ،په ډاګه ترې څرګنديږي چې مونږ دنورو دګټودساتلواوخوندي کولولپاره عجيبې لوبې کړې دي ،خپل هېواد موټوټې کړ،اوملي ګټې مو دنورو له ګټوڅخه قربان کړې .دسيمې هغه هېوادونه چې ټولې تګ لارې ،کړنلارې اوموخې يې دکرکو،توپيرونو ،بشري ناورينونوپه چوکاټ کې نغښتې دي ،په افغانستان کې داسې سياسي لوبې وکړې چې دټولې نړۍ په تاريخ کې يې بېلګې شتون نه لري ،چادعقيدې له مخې افغانان استعمال کړل اوچادقوم ،ژبې ،سمت اورنګ په نومونو تيرايستل اوخپل منځي جګړوته يې وهڅول.


اوپه دې هېوادکې يې داسې ويجاړۍ رامنځته کړې چې دنړۍ په نورو هېوادونوچانه وې ليدلې .ان تردې چې زمونږ دحکومتونوچوکۍ ددوى په قلمروکې نصب شوې وې ،اوبيراغونودوى راته ټاکل اوملي ګټې ددوى لخوا راته تعريف کيدلې ،لنډه داچې مونږ دپرديو په لمسون اواشارو خپل هېواد په هغه کچه وران کړى ،چې په نړۍ کې به بل ملت دومره تيروتنه نه وي کړې.خولاهم مونږپه هماغه خوب ويده يو!


کله چې دنړيوالي ټولنې دفشارپه پايله کې دلومړي بن څخه وروسته په افغانستان کې نوى سياسي بدلون رامنځته شو،نو ،ورسره سم  دځينو لوبغاړو يالوبې پاى ته ورسيدې اويادپردې ترشاه ورسره معامله وشوه.


هغه داسې چې په لومړيو وختونو کې داسې ارامي شوه ،چې ټولو فکرکولوچې په دې هېوادکې هيڅ ډول بدمرغۍ اوجګړې نه دي رامنځته شوې ،خوخبر نه وو چې يوه ورځ به پخوانۍ لوبه په بل ډول پيل کيږي .چې دادي نن يې ټول جهان ويني چې لوبه څرنګه ؟ له کومه ځايه؟ دچاپه ملاتړ؟دڅه لپاره؟ اوترکوم وخت پورې ؟ پيل شوه او ادامه پيداکوي.


خوپه دې ټوله نړۍ پوهيږي چې دروانې جګړې اوبدمرغۍ رېښې له کوم ځاى څخه اوبه څښي ،داچې ولې نړيوال په دې برخه کې کاڼه او ړانده دي ،ښکاري داسې چې دوى هيڅکله خپلې ګټې له لاسه نه ورکوي.خومونږ افغانان اوس هم په دې نه پوهيږو او ورځ تربلې دروانې لوبې په  ترسره کيدوکې خپل حاکميت ،ملي ګټو،ځمکنۍ بشپړتيا  او نورو تاريخي ارزښتونو ته زيان اړه وو.


هغه په دې مانا چې اوس مهال دنړيوالو په اشاره سره په افغانستان کې دسياسي سولې دټينګښت لپاره دپردې ترمخ اوشا هڅې روانې دي ،خومونږ لاهم نه پوهيږو ،چې دکومواړخونوسره دسولې خبرې روانې دي؟ اودمذاکرې ميزپه کوم هېواد کې او ولې دافغانستان څخه دباندې دى ؟ همدا اوس که په سيمه کې روان حالت اوسياسي جريانونه ترژورې لوستنې لاندې ونيول شي ،داسې ترې څرګنديږي ،چې په دې هېوادکې روانه لوبه پردۍ اوبهرنۍ ده ،ځکه چې دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې لپاره دمذاکرې منل شوي اصول دادي چې که په جګړه کې ښکيل اړخونه دسولې ټغرته راځي ،ځاى ،هويت ،موخې ،شرايط اوتګ لاره يې بايدڅرګندوي ، دروانوهڅوڅخه معلوميږي چې دسولې دټينګښت لپاره روانه ډنډوره يواځې په موقتي توګه دعامه افکارو بوخت ساتل دي ،دجګړې اړخونه څرګند ندي ،په نامعلوموشرايطو ،داړخونو له توافق پرته ديوې مشخصې تګ لارې په نه شتون کې دسولې منځته راتګ ناشونى ښکاري.


مونږ بايد وېښ شو،که چيرې مونږ ټول افغانان دواقعينونوپربنسټ سوله غواړو،نولومړى بايدپه دې برخه کې خپل مسووليتونه وپيژنو،تيرو شخړو،ناخوالو،بدمرغيو اوبې عدالتيوته په کتوسره بايدنور له تاريخ څخه د پنداوعبرت درس واخلو،ټول هغه افغانان چې اوس مهال يې دجګړې لاره غوره کړې ده ،ددې مظلوم ولس داوښکو پاکولو اوژغورنې لپاره دې خپلې وسلې له اوږو ښکته کړي ،اودخپل هېواد دجوړونې اوابادۍ لپاره دې مټې را ونغاړي، که په دې پيړۍ کې مونږ دخپل هېواد په جوړونه کې په ملي يووالي سره برخه وانه خلو ،نوکيداى شي زمونږ دهېوادپه جغرافيه کې دنړۍ دنورو ښامارانو لوبې هم پيل شي.


نو مونږ ټول افغانان اسلامي اوملي مسووليت لرو،چې په خپل هېوادکې دپرديو لوبودپاى ته رسولو په خاطر په خپل منځ کې سره يوشو يواوبل ته لاسونه ورکړو ،په خپل فکر،احساس  اوزيارسره دخپل هېوادتاريخ اوجغرافيه له سترو سيمه ييزو اونړيوالو ننګونوڅخه وژغورو،يواځې دفکر،قلم ،پوهې ،منطق ،ملت جوړونې ،هېوادجوړونې لاره خپل کړو اوپه همدې لاره خپل راتلونکى مزل پيل کړو،لرې نده چې په دې تګ لارې به دنړۍ په ورغوي کې به ديو سوله غوښتونکي ،متمدن ،ځيرک ،سرلوړي ،اباد،مترقي ،واکمن اوځواکمن ملت په توګه راڅرګندشو.