کور / تازه خبرونه / پېښور کې د ډيليپکومار کور کلتوري ميراث شو

پېښور کې د ډيليپکومار کور کلتوري ميراث شو

پېښور:د بي بي سي د خبر له مخې د خيبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د هندی سينما وتلي ستوري ډليپکومار کور ته د کلتوري ميراث درجه ورکړې ده.صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې د پېښور په قصه خوانۍ کې د ډيليپکومار کلتوري ساتنې په موخه وپېري.د خيبر پښتونخوا حکومت به په بل پړاو کې د يو بل وتلي ستوري راجکپور کور هم په کلتوري ميراثونو کې شاملوي.