کور / تازه خبرونه / د پېښور د کوهاټ د بسونو په اډه کې چاودنه، ١٢ مړه، ٣٦ ټپيان.

د پېښور د کوهاټ د بسونو په اډه کې چاودنه، ١٢ مړه، ٣٦ ټپيان.

پېښور : پېښور کې د کوهاټ د بسونو اډې سره نږدې د چاودنې له لامله دولس کسان وژل شوي او له شپږ دېرشو زيات ټپيان دي. پنځلس موټرې ويجاړې شوي دي. ليډي ريډنگ روغتون ته دولس جسدونه وړل شوي دي. امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او مرستندويه ډلې د مرستې لپاره رسيدلي. پوليس د بمي چاودنې د څرنگوالي د معلومولو هلې ځلې کوي. خيال دى چې چاوديدونکي مواد په يو بس کې چې په اډه کې موجود و، ځاى په ځاى کړى شوي وو.