اطرافي ، کندهارکې موځانمرګی اوموټربم نيولي.
پوليس وايي چي په تيره اونۍ کې يې کندهارکې يوځان مرګی بريدکونکی اووروسره له چاودېدونکوتوکوډک موټرنيولی .
دکندهاردامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي په يوه خبري ناسته کې نن خبريالانوته وويل چي ځانمرګی اوموټربم يې دښارپه څلورمه ناحيه ، کاروان کوڅه کې نيولي .
ده زياته کړل چي ځانمرګي بريدکونکې غوښتل چې ددغه موټربم په وسيله په کندهارکې بريدترسره کړي .
اطرافي پدغه موده کې دځينووالسواليوترڅنګ دښار په ۷، ۹ ، او۱۵ ناحيه کې ددولت د ۱۳ تنو وسله والومخالفينودنيول کيدو خبره هم وکړل چي په بيلابيلوعملياتوکې نیول شوي .
ده وويل چې له چاوديدونکوتوکوڅخه دډک يوه موټرسايکل په ګډون يې ۳۲ دسړک دغاړي ماينونه ،۷۰ ميله توفنګچې ،۳۲ ميله کلاشنګوفونه اوپه لس ګونوکيلوګرامه چاودېدونکې توکي ترلاسه کړي .
دامنيت امروويل چي دمخدره موادوپرضددمبارزې په برخه کې يې بيا۸۰ کليوګرامه نشه يې توکې هم نيولي چي هيروين اوچرس پکښي شامل دی .