کور / تازه خبرونه / لرافغانستان:په چاودنه او ډزو کي لس تنه ټپيان او ۲ ووژل سول

لرافغانستان:په چاودنه او ډزو کي لس تنه ټپيان او ۲ ووژل سول


په سوات كښې دچاودني او ډزو له امله دوه وګړى مړه او دناظم او دهغه د مرستيال په ګډون لس كسه ټپى شويدى ديو باورى خبر ځاى ترمخه د كبل دسيمي پورى اړوند د سرسنتى ديونين كونسل دكالا كلى دناظم دموټر ترڅنګ چاودنه وشوه ويل كيږي چې دغه بم دسړك ترغاړى په يوه پټن ځاى كى ايښودل شوى وْ چې دهغى دچاودنى  له كبله دناظم او مرستيال ناظم  په ګډون 8 وګړى ټپيان شويدى ژوبل كسان په بيړنى توګه دسوات دسيدوشريف روغتون ته ليږدول شويدى ديو بل راپورترمخه دمټى د سيمي پورى اړوندپه شورملك اّبادكى د پوليس په موټر كى دسيمي جرګه ماران او دجرګى  مشران سپاره وه چې پدى مهال ناڅرګندو وسله والو ورباندى بمى  بريد او ډزى وكړي چې په دغه بريد كى څلور تنه سخت ټپيان شول راپور زياتوي چې دجرګى  دوه تنه مشران دژورو ټپونو د لاسه وروسته په حق ورسيدل اوس مهال  دسوات په پراخه سيمه كى د ګهيځ له6 بجو څخه نيولى  د شپى تر9 بجو پورى په ګرځيدو راګرځيدو باندى بشپړ بنديز لګيدلى دى.