کور / تازه خبرونه / لر افغانستان:چارواکو دوه جسدونه ترلاسه کړي دي

لر افغانستان:چارواکو دوه جسدونه ترلاسه کړي دي

 


 

په خيبر اجينسۍ كښى پوليټيكل چارواكو دوه جسدونه پيد ا او تر لاسه كړيدى دايجنسۍ د پوليټيكل چارواكو ترمخه دواړه جسدونه د خيبر ايجنسۍ د جمرود دسيمي دملاګورى په غرونو كښى موندل شويدى ددوي پيژند ګلوى هم شويده يو جلال اوبل سرانجام نوميږي يو باورى خبرځاى دنوموړي پيښې په اړوند وويل  چې  وژل شوى وګړي  دواړه سيمه ايز اوسيدونكي دي چې وړمه شپه ورباندى ګولۍ وچليدى او دواړه په حق ورسيدل دايجنسۍ پوليټيكل چارواكو ددغى مرموزى وژني چټكى  څيړني پيل كړيدى.